Categories

اعلان

Loading…

یو انځور په ۱۷۰ ملیون ډالرو وپلورل شو

تاند- د ایټالیايي انځورګر مودیلیاني په لاس یو کښل شوی انځور په یوه لیلام کې په ۱۷۰ ملیون ډالره وپلورل شو.

تر دې وړاندې سږ کال یوازې یو انځور تر دې په زیاته بیه پلورل شوی و.

دا انځور، چې په پروت حالت کې د یوې بربنډې نجلۍ دی، د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ /نوومبر ۹ مه/ د کریستي په لیلامتون کې وپلورل شو.

دا انځور شاوخوا ۶۰ کاله د انځورونو له یوه کلیکسونر سره و.

د دې انځور ارزښت، چې په ۱۹۱۷ یا ۱۹۱۸ کلونو کې کښل شوی، تر لیلام مخکې ۱۰۰ ملیون ډالره اټکل شوی و.

په دې لیلام کې د «نرسې» په نوم انځور په څه باندې ۹۵ ملیون ډالرو وپلورل شو او د دغه امریکايي انځورګر لپاره یې یو نوی ریکارډ ثبت کړ.

د دوشنبې د ورځې په لیلام کې ټولټال د ۴۹۴ ملیون ډالرو په ارزښت هنري اثار وپلورل شول خو په سلو کې ۳۰ انځورونه ونه پلورل شول.

په نړۍ کې تر ټولو په ګرانه بیه پلورل شوی انځور د پیکاسو په لاس کښل شوی انځور دی چې سږ کال په ۱۷۹ ملیون ډالرو وپلورل شو.

عکس: د ژېړو وېښتانو انځور نرسه نومېږي.

نور قیمتي انځورونه:

۱. د الجزایر ښځې (۱۹۵۵) – پابلو پیکاسو – ۱۷۹,۳۶۴,۹۹۲

۲. بربنډه پرته (۱۸-۱۹۴۷) – امادیو مودیلیانی – ۱۷۰,۴۰۵,۰۰۰

۳. لوسین فروید (۱۹۶۹) فرانسیس بیکن – ۱۴۲,۴۰۴,۹۹۲

۴. هغه سړی چې په ګوته ښيي (۱۹۴۷) – آلبرتو جاکومتي – ۱۴۱,۲۸۴,۹۹۲

۵. چیغه (۱۸۹۵) – ادوارد مونک -۱۱۹,۹۲۲,۴۹۶

۶- لوڅ، زرغونې پاڼې (۱۹۳۲) – پیکاسو – ۱۰۶,۴۸۲,۴۹۶

۷- د موټآر ټکر (۱۹۶۳) – اندي وارهول – ۱۰۵,۴۴۵,۰۰۰

۸- پایپ لرونکی هلک (۱۹۰۵) – پیکاسو – ۱۰۴,۱۶۸,۰۰۰

۹- روان سړی (۱۹۶۰) – جاکومتي – ۱۰۳,۹۳۵,۴۸۰

۱۰- اربه (۱۹۵۰) جاکومتي – ۱۰۰,۹۶۵,۰۰۰

24 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *