Categories

اعلان

Loading…

د بې پولې ډاکترانو ټولنې د کندوز د پېښې په اړه د پینتاګون د پیسو وړاندیز رد کړ

تاند- د بې پولې ډاکترانو ټولنې په کندوز کې د خپل روغتون د بېرته جوړولو او د وژل شویو کسانو خپلوانو ته د تاوان یا غرامت ورکولو وړاندیز رد کړ.

د امریکا دفاع وزارت (پینتاګون) ویلي و چې په کندوز کې به د بې پولې ډاکترانو روغتون بېرته په خپل اصلي ډول ورغوي او په دې پېښه کې د ۳۰ تنو وژل شویو او ټپیانو کورنیو ته به تاوان ورکړي.

خو د بې پولې ډاکترانو ټولنه (MSF) وايي چې دا د دوی پالیسي نه ده چې په افغانستان او د نړۍ په نورو هیوادونو کې د خپلو کارونو لپاره د حکومتونو پیسې ومني.

د بې پولې ډاکترانو ټولنې په یوه خبرپاڼه کې د سې شنبې په ورځ وویل:«زموږ پالیسي موږ ته اجازه راکوي چې په خپلواک ډول د چا له ملاتړ یا پلویتوب پرته هر هغه چا ته طبي مرسته ورکړو چې اړتیا ورته لري. دا پالیسي به بدله نه شي.»

تېره اوونۍ د دې ټولنې عمومي ريیس کریستوفر ستوکس وویل چې تراوسه پوري د پېښې په اړه ټول خپاره شوي معلومات د دوی لپاره د پوهېدو وړ نه دي او نه پوهېږي چې پینتاګون پر څه اساس وايي چې بمباري تېروتنه وه.

د بې پولې ډاکترانو ټولنه لا هم باورمنه ده چې دا برید قصدي شوی ځکه جنګي جنایت دی.

دې ټولنې بیا بیا غوښتنه کړې چې د پېښې په اړه دې د نړیوالې بشري حقیقت موندونکې ډلې له لوري بې پرې څېړنې وشي.

خو څرنګه چې په دې پېښه کې د زابل د وروستۍ پېښې په شان د ځانګړې ټبر خلک نه دي وژل شوي د حکومت په شمول هیڅوک یې په غم کې نه دي.

واشنګټن وايي چې د دې پېښې په اړه په افغانستان کې مېشتو امریکايي پوځیانو، ناټو او د افغانستان حکومت څېړنې پیل کړي دي او دا تحقیقات کافي دي.

د بې پولې ډاکترانو ټولنې تېره اوونۍ د خپلو څېړنو پایله اعلان کړه، ویې ویل چې د بمبارۍ په مهال نه په روغتون او نه یې په شاوخوا کې یې وسله وال موجود ول.

اړوند خبرونه:

د بې پولې ډاکترانو ټولنه وايي، په کندوز کې د بمباري شوي روغتون شواهد له منځه وړي

د کانګریس دیموکرات غړیو د کندوز د روغتون په اړه د بې پرې تحقیقاتو ملاتړ وکړ

د کندوز د روغتون د بمبارۍ د بې پرې تحقیقاتو په ننګه د ۷ زره تنو لاسلیکونه ټول شوي

اوباما د کندوز پر خونړۍ پېښې خواشیني څرګنده کړه

ویکي لیکس د کندوز د هوايي حملې ویدیو ته ۵۰ زره ډالر جایزه ورکوي

د بې سرحده ډاکترانو ټولنې له کندوزه خپل کارکوونکي وایستل

د بې سرحده ډاکترانو ټولنې په کندوز کې خپل روغتون د اعتراض په دود بند کړ

211 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2