Categories

اعلان

Loading…

سویډن ته په یوه اوونۍ کې تر ۵ زره زیاتو افغانانو پناه وړې

تاند- سویډن وايي چې دغه هیواد ته په بې ساري ډول افغان پناه غوښتونکي ورروان دي.

د سویډن د (Dagens Nyheter ) ورځپاڼې د راپور له مخې د روان نوومبر په لومړیو ۸ ورځو کې ۵۰۱۰ تنه افغانانو په سویډن کې پناه غوښتې ده، دا په داسي حال کې ده چې په همدې موده کې ۳۲۵۸ سوریه والو د پناه غوښتنه کړې ده.

د ورځپاڼې د راپور پر اساس د سږکال په جنورۍ میاشت کې ټولټال ۳۵۰ افغانانو په سویډن کې پناه غوښتې وه.

دا سویډنۍ (Dagens Nyheter ) ورځپاڼه وايي چې سویډن ته د ورتلونکو افغانانو تر نیمايي زیات ماشومان یا تر قانوني عمر کشران دي چې سرپرست (پلار، مور، مشر ورور او خور) نه لري.

د ورځپاڼې د بهرنیو اړیکو مبصر مایکل وینارسکي (Michael Winiarski) وايي:«اکثره افغان مهاجر شیعه هزاره ګان دي او له ایرانه راځي.»

دی همداراز وايي چې داسي هیڅ علت نه شته چې دا کسان ولي سویډن ته ورځي او ولي سویډن ته د ورتلونکو پناه غوښتونکو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.

دا په داسي حال کې ده چې په افغانستان کې د هزاره ګانو سیمې حتي تر پلازمېنې کابل هم امن دي.

په زابل کې د ۷ هزاره ګانو بې رحمانه وژنه به مرسته وکړي چې هزاره ګان خپل مهاجرت توجیه کړای شي.

خو د سیاسي چارو امریکايي کارپوه بارنیت روبین بیا د سویډن راډیو ته وویل چې ښايي ایران مېشتي هزاره ګان به له دې بېرې اروپا ته مهاجرت کوي چې د اسد د رژیم د ملاتړ لپاره د سوریې جنګ ته وانه ستول شي.

ده وویل«اوس دوی تر سخت فشار لاندې دي چې د سوریې جګړې ته لاړ شي. ډېر افغانان په سوریه کې وژل شوي هم دي.»

خو د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې وویل چې ایران یوازې د پیسو او د اقامت ورکولو په بدل کې داوه طلب افغانان د سوریې جګړې ته لېږي.

روبین د نورو افغانانو په اړه، چې له خپل هیواده اروپا ته پناه وړي، وویل:«دا کسان زده کړي او روڼاندي افغانان دي، له خپل هیواده د هغوی وتل د افغانستان لپاره په اوږد مهال کې بدې پایلې لري.»

بارنیت روبین همداراز وویل چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د حضور په موده کې یوه نسبتاً تعلیم یافته او متخصصه طبقه رامنځته شوه چې په دغه هیواد کې د نړیوالو موسسو د کار په شرایطو برابر ول خو اوس چې دا موسې وځي، دوی هم کار له لاسه ورکوي او بله لار نه ویني مګر دا چې بهر ته ووځي.

د ناروې صدراعظمه: ټول تازه راغلي افغانان باسو

اروپا ته د افغان پناه وړونکو شمېر تر سوریه والو واوښت

افغانان د سوریې د رژیم د ملاتړ لپاره لېږل کېږي

5 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *