Categories

اعلان

Loading…

د ډاکټر عبدالقيوم ذکي ژوند ليک/محمد اقبال خيبر

زما يوه ملګري څه وخت مخکې کيسه راته کوله چې تاجيکستان ته په سفر تللی ووم اړتياپيدا سوه چې ډاکټر ته ورسم ، ډاکټر ته مې ځان وښود نسخه يې راته وليکله را ولاړ سوم دخپل وطن دډاکټرانو دډيرې دوا دورکړې له امله مې په ذهن کې تصوير جوړ وو چې بيا به څو ورځې ګولۍ او شربتونه دخوړو پر ځای کاروم دروح مې هم دا غوښتنه وه چې په درملو کې مې ښه ډيرې پيچکارۍ ، سيرومان ، دغټو پاکټانو له ګوليو سره لوی لوی شربتان شامل وي په همدې فکر کې درملتون ته ورسيدم چې ورننوتم په شمار مې څو شربتان اويوه لږ اندازه درمل وليدل چې له دې څخه زموږ د يوه لرې کلي ديوه کنډواله درملتون دوا هم ډېره راته ښکاره سوه ، نسخه مې ورکړه او په شمار يې څو ګولۍ راکړې عقيده مې ځکه خرابه سوه چې ما ځان په ډيرو درملو عادت کړی وو، له دې سره جوخت زما يوه ملګري دهلمند ديوې لرې اولسوالۍ کيسه کوله چې طبيب ته ناروغ راغی ده ورته پوډري پيچارۍ جوړوله ،دپيچکارۍ دښورولو سره يې ناروغ ته وویل: څنګه سوې يو څه ګټه يې درته وکړه ،ناروغ بيچاره دنزاکت له مخې ورته وويل هو يو څه ښه سوم حال دا چې تر اوسه يې ستنه ورته لګولې هم نه وه .

زموږ په هيواد کې د صحي مافیا له وجې زموږ اولسونه په دې کچه کې دي چې يوه مهربان ، زړه سواند ، پاک او پوه ډاکټر ته اړتيا لرو هغه ډاکټر ته چې له فراغت څخه وروسته يې دهپوکرات سوګندليک په ياد وي او ټولو ملي او نړايوالو صحي قوانينو ته ژمن وي.

راځم له دې يادونو سره ډاکټر عبدالقيوم ذکي ته ، ډاکټر عبدالقيوم ذکي شاوخوا ۳۷ کاله مخکې دهلمند ولايت دزرغونې او په پوهې مينې اولسوالۍ ګرمسير په هزارجفت کې ،د حاجي زقوم خان په کلي کې دحاجي وزير خان په کور کې زيږېدلی دليسانس ترکچې يې زده کړې کړي دي ،ايم بي بي ايس يې دپښتونخوا په خيبر ميډيکل کالج کړی، دوه کاله يې داړتيا له مخې په پاکستان کې ديو اين ايچ سي آر په چوکاټ کې د داخله ډاکټر په حيث دنده تر سره کړې ،دوه کاله يې په پي ډي ايچ کې دنده تر سره کړې ددې تر څنګ يې په خپل ګران هيواد افغانستان کې د اې ټي ايف په چوکاټ دصحت د امر په حيث دنده تر سره کړې او له ۱۳۸۹ لمريز کال راهيسې دهلمند ولايت دمرکزي زندان دصحت دامر په حيث دنده تر سره کوي دصحي چوپړتياوو تر څنګ په ټولينيزو اولسي او مدني چارو کې هم دلچسپي لري له دې سره سره دژبو دزده کړې ارزښت ته په کتو له پښتو سره سره په دري ، انګريزي، اردو ،بلوچي او براهوي ژبو خبرې کولای سي ددې تر څنګ يې ځينو هيوادونو ته روغتيايي سفرونه هم کړي همدا راز يې په ډيرو مهمو صحي ورکشاپونو او سيمينارونو کې هم ګډون کړی دی تمه لرو چې ډاکټر عبدالقيوم ذکي به ددې وطن دانسانانو دبې شمېره زخمونو له ډلې يو څو ټپه پټۍ کړي.

بدلون اوونيزه\لومړی کال/ ۵۱ مه ګڼه/چهارشنبه/ عقرب/۱۳/ ۱۳۹۴

220 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸