Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان او ترکمنستان ولسمشران د ټاپي پروژې د جوړېدو کار رسماً پرانیزي

تاند- د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو موافقه وکړه چې د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ټاپي په نوم د ګازو د پایپ لاین پروژه په ګډه پرانیزي.

د فارن پالیسي د راپور له مخې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه ترکمن ساري قربان قُلي بېردي محمد اوف نن /سې شنبه/ موافقه وکړه چې د راتلونکې جمعې په ورځ د دې نللیکې د جوړېدو کار رسماً پرانیزي.

ترکمنستان د ګازو د زېرمو د لرلو له نظره په نړۍ کې څلورم ستر هیواد دی خو اوس ډېر ګاز چین ته صادروي.

تر دې مخکې روانه اوونۍ د ترکمنستان ولسمشر قربان قُلي بیردي محمد اوف ترکمن ګاز او ترکمن ګاز نفت ستروي شرکتونو ته امر وکړ چې د ترکمنستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د جوړېدو کار پیل کړي.

اټکل کېږي چې د دې۱۸۰۰ کیلومتره اوږدې نللیکې پر جوړېدو به شاوخوا ۱۰ ملیارد ډالره ولګېږي او د ۲۰۱۸ کال تر پایه به یې د جوړېدو کار بشپړ شي.

دا پروژه به په افغانستان کې تر ۵ زره زیاتو کسانو ته د کار موقع برابره کړي.

دې پروژې ته (TAPI) ځکه ویل کېږي چې (T) د ترکمنستان، (A) د افغانستان، (P) د پاکستان او (I) د هند لومړي توري دي.

8 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *