Categories

اعلان

Loading…

ولسمشرغني: په افغانستان کې سوله دوه اړخونه لري، یوه له پاکستان سره سوله او بله له طالبانو سره

تاند- د افغانستان او پاکستان لپاره د چین خاص استازي دینګ شیجون پرون په کابل کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره ولیدل.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم د افغانستان او پاکستان لپاره د چین ځانګړي استازي وویل چې افغانستان د چین یو مهم شریک هیواد دی او په سیمه کې د تروریزم د له منځه وړلو او په افغانستان کې د تلپاتې سولې او اقتصادي ودې لپاره له افغانستان سره په ګډه هلې خلې کوي.

ده د ټولې سیمې د امنیت لپاره د افغانستان رول مهم وباله.

د چین خاص استازي تر دې مخکې په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره څو ځلي وکتل او د افغانستان د سولې د بهیر د بیا پیلېدو په اړه یې خبرې ورسره وکړې.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم، ولسمشر غني وویل:«د عزت او تلپاتې سوله د افغانستان اساسي اړتیا ده. په افغانستان کې سوله دوه اړخونه لري، یوه له پاکستان سره سوله او بله له طالبانو سره.»

ده په تاکید وویل:«د پاکستان حکومت باید د هغو ترهګرو ډلو خلاف، چې د افغانستان د خلکو پرضد جنګ اعلانوي، اقدام وکوي او په دې کار له ترهګرۍ سره په مبارزه او په افغانستان کې د تلپاتې سولې له ټینګېدو سره خپله ریښتینولي ثابته کړي.»

د چین خاص استازي په داسي حال کې په افغانستان کې د سولې له ټینګېدو سره همکاري او هلې ځلې زیاتې کړي چې طالبان په دوو ډلو وېشل شوي، د داعش نفوذ ورځ تر بلې زیاتېږي او وېره ده چې د افغانستان روانه جګړه لا پېچلې شي.

590 total views, no views today

3 comments

  1. معان الرحمن Reply

    کرزی او اشرفغنی هغه څه کوی چی یا خو افغان ملت تهپه کمزوره سترګه ګوری او یا خو دوی دواړه خمار دی نه ځان پیږنی نه هیواد وال ۰۰۰ کرزی هغه څوک دسولی مشر وټاکه چی هغه سوله نه غو شته او په نا ارامی کی یی خپله بقا لټوله او اشرفغنی هم ورته کار وکړ ۰۰۰نن ورځ نړیوال دسولی دراوستو لپاه ډیری پیسی ورکوی چی دا لاره قیوم کرزی او اشرفغنی پیدا کړی او هغه دسولی پیسی همدوی خپل هیف او میل کوی او بیرته یی امریکا ته ته خپلو اکونټو ته لیږی قیوم کرزی خپل هوټلونه کسټ هاوسونه چلوی او اشرفغنی قانونی هم هغه لاره خپله کړه تر څو بی فرسانه روفی خپلو جیبو کی واچوی ۰۰۰ سوله باید ۳ هم کس وکړی نه قانونی او ربانی سوله باید رشتیا والی ولری نه درواغ سوله باید بی سیاسته وی په سوله کی سیاست نه کیږی ۰۰۰ کرزی په غیر مستقیم ډول طالبانو ته خبرونه لیږی جنګونه تیز کړی داشرفغنی حکومت ورخطا ده شمالی وزبی تاسو نږدی یاست کا میاب شی او اشرفغنی وایی طالب باید وزبل شی ډیره دافسوس خبره ده افغانان به اخر څه کوی موږ به خپل جنګونه کوو کرزیان به هوټلونه جوړه وی عیش او عیشرت به کوی۰۰۰که افغانان سوله غواړی باید مصلح دریم وی ازاد وی غلام نه وی مسلمان وی عدل وی ثالث بالخیر وی ریښتیا ویونکی وی په دالرو سوله نکیږی

  2. ګل ځاځۍ Reply

    پاکستان که سوله غوښتۍ له اوله به یی غوښتی وه دا دالخواره به هیڅکله هم افغانستان کی سوله را نه ولي اشرف غني هسی لیوني سپي خوړلئ
    څه مودا مخکی د کابل غټه پیښه به د چا هیره شي چی خلک په خوب ویده په شهادت ورسیدل او زمونږ ریس جمهورانو په پاکستان هغه د کابل د سیاه سنګ حمله ور واړوله مونږ یی ستایو ولی پاکستان خدای که مونږ ارامه خوب ته پریږدي

  3. Dr.Atal Reply

    سوله د دوو مسلمانو ډلو تر مینځ دنورو مسلمانانو فریضه ده ،نور باید کتونکی ونه اوسی او ژر باید صلح تأمین شی د ٍثالث بالخیر په منځګړیتوب چه عادل وی او که په عدل فیصله ونشی صلح استقرار او پایښت نلری،او که په سوله لوبه وشی لکه تیر ۱۳ کاله چه مشریی د جنګیدلی ډلی مشر وی دا سوله نه بلکه یوه خوا نور هم تجاوز او ظلم ته هڅول دی چه مصیبتونه یی ملت ګالی ،اوس هم که دتیر په شان وشی بیا هم لوبه او تشدید دجنګ به وی چه جنګ اوږد او تباهی به یی ملت ګالی ،موږ د سولی لپاره هغی ډلی ته ضرورت لرو چه ثالث بالخیر او پدی پوه او تعهد ولری چه سوله فرض او په معصیت کی له هیچا هم اطاعت نشته که هغه داخلی لیوان وی یا بین المللی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2