Categories

اعلان

Loading…

د ازموینې فشار څنګه کابو کړو/ ژباړن: نجیب الله ژمن

د ازموینې فشار هغه فشار ته ویل کیږي چې د ازموینې له پیلېدو مخکې پیدا او په ازموینه کې خپلې لوړې کچې ته لوړیږي. د ازموینې د فشار پیدا کېدو په برخه کې بیلابیل عوامل اغیزمن دي: په زده کوونکو کې د فشار رامنځته کېدو تر ټولو مهم عوامل د والدینو او ښوونکو فشارونه دي.

کله کله والدین غواړي خپلې پخوانۍ ناکامۍ د خپلو ماشومانو په واسطه جبران کړي. ښوونکي هم د خپلې هڅونې او پر نورو د ځان منلو له امله د ښوونې او روزنې په ځایونو کې له دغو کړنلارو کار اخلي. پر زده کوونکي تر توان پورته فشار راوړي او د هغوی ذهني فشار زیاتوي. البته دا باید ووایو چې فشار د پرمختګ ښه محرک دی، خو که دغه فشار له عادي کچې لوړ شي، په ښوونه او کړنو کې به ستونزې رامنځته کړي.

       سپارښتنې:

۱.والدینو ته سپارښتنه کیږي چې په خپلو اولادونو کې د مناسبې مطالعې عادت وروزي.

۲. خپلو اولادونو ته د سپارښتنه وکړي چې ډېر درسونه غونډ نه کړي او د هرې ورځې درس د په هغې ورځې ولولي.

۳. د ازموینې په شپه د یوازي د درس لنډیز او جوړي شوې پوښتنې ولولي.

۴. کورنۍ باید له خپلو اولادونو څخه د هغوی د هڅې او توان په اندازه تمه ولري.

۵. زده کوونکو ته سپارښتنه کیږي چې د امتحان په وخت کې تمرکز ولري او د ټولګي مختلفو برخو ته له کتلو ډډه وکړي.

۶. د والدینو فشار زده کوونکي ته لیږديږي. نو والدین د خپله ارمتیا وساتي.

۷. غوره دا ده چې زده کوونکي پوښتنو ته تر لنډ کتو وروسته، لومړی اسانه پوښتنې حل کړي.

۸. د پوښتنو په حلولو کې ډېره بېړه دقت کموي. په صبر، زغم او د وخت په ښه مدیریت پوښتنې حل کړئ.

۹. هڅه باید وشي چې زده کوونکي ته د مطالغې غوره لارې او روهي ارامتیا ور وښودل شي.

6 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *