Categories

اعلان

Loading…

د بریالیو کسانو د بریا کلۍ!/ ژباړه حمیدالله حمیدي

یو ځل مې له یوه کس څخه وپوښتل:« تر ټولو لوړه موخه دې څه ده؟» ویل یې: «زړه مې غواړي، چې یوه لویه مغازه جوړه کړم.» ومې پوښتل « دې موخې ته د رسېدو لپاره دې تر اوسه څه کړي؟» ویل یې:« څه مې نه دي کړي، ځګه نه پوهیږم څنګه او له کومه ځایه یې پیل کړم.» وړاندیز مې ورته وکړ، هغه څوک، چې دغه ډول مغازه لري د غرمنۍ لپاره یې دعوت کړه، د ډوډۍ خوړلو پر وخت ترې وپښته، چې څه ډول یې په لومړیو کې د مغازې جوړولو کار پیل کړ، په سر کې کومو شیانو ته اړتیا ده، د کار په اوږدو کې له کومو ستونزو سره مخ شو؟، څه ډول یې له ستنوزو د وتلو لاره پیداکړه او… ویل یې:« ایا کېدای شې داسې وکړم؟، بې له شکه چې دا کار امکان لري، په هره برخه کې، چې کار کوي د همدې برخې له ماهرو کسانو سره مشوره وکړئ ، خبرو ته یې غوږ ونیسئ او ګټه ترې پورته کړئ. کېدای شي پوښتنه درته پیدا شي، چې څنګه به دا ډول کسان له موږ سره خپلې تجربې شریکې کړي او خپل وخت به زموږ په واک کې راکړي؟ د مثال په ډول یوه کولال څنګه وغواړي، چې د کوزې جوړلو چل موږ ته را زده کړي او په خپل لاس د ځان لپاره رقیب وتراشي؟ دا خبرې مو له ذهنه لرې وغورځوئ، ډیری کسان غواړې خپلې تجربې، په کار کې لیدلې ستونزې، بریاوې او په ټوله کې د خپل کار په اړه له نورو سره خبرې وکړي او ډیره کله هغه کسان چې، په خپل کار کې بریالي وي له دا ډول خبرو خوند اخلي او یو ډول د خوښئ احساس کوي.
ولې ډېری کسان د بریاو په کلۍ پسې نه ګرځي؟
ډیر کله موږ د خپلو هیلو د پوره کولو لپاره هڅه نه کوو، کله چې نور کسان وینو، چې دا ډول کار نه کوي نو موږ هم ترې زړه توري شو، له ځانه سره فکر کوو، چې پلار مې دا ډول هڅه نه ده کړې، ملګري مې یې نه کوي او په کاري محیط کې مو هم همکاران تر ډیره د خپلو هیلو د پوره کولو په لټه کې نه دي، نو زه هم نه غواړم یا یې نه شم کولای. کله کله د دې ډول کلیانو موندل زحمت او تکلیف غواړي، باید کتاب پلورنځي ته ولاړ شي او یا د د پوهنتون له استادانو سره وګوري، د ملګرو سلا واورئ، د ښار په بېلا بېلو سیمو کې وګرځئ، تر څو له ځانه پورته، ښکته اوهر ډول کسان وګوري، د خلکو کار بار وګوري، زحمتونه یې وګوري، هغه خوارۍ، چې د پيسو پیدا کولو لپاره یې کوي هغه ته ځیر شئ، د یوه څه وخت لپاره د تلوزیون د بې ځایه پروګرامونو څخه ډه ډه وکړئ او خپل هدف ته د رسېدو په اړه فکر وکړئ ایا دا ټول زحمت نه دی؟ وېره لرئ، که له ماهرو کسانو څخه مشوره وغواړئ ، معلومات درکړي خو د کار کولو اجازه در نه کړي. دا چې ته غواړې بریالیتوب ته ورسېږي باید له دې ډول خطرونو وېره ونه لرې!
څه ډول کولای شو د بریا کلۍ لاسته رواړو؟
۱- تل د معلم، لارښود، د باور وړ ملګري، کتاب، ښوونیزې خپرونې او انټرنیټي منابعو په لټه کې د هغه څه لپاره واوسئ، چې خپله موخه مو ټاکلې او غواړئ ورته ځان ورسوئ ځکه پورته ذکر شوي موارد له تاسوسره پوره پوره مرسته کوي او د بریا پر لور مو بیایي، تصمیم د بري لومړی شرط دی، هغه څه ته، چې غواړی ځان ورسوی مینه ورسره ولرئ او د لاسته راوړلو لپاره یې هڅه وکړئ.
۲- د داسې کسانو په لټه کې شئ، کوم کار،چې تاسو غواړئ تر سره یې کړئ، دوی مخکې تر سره کړی وي، په اړه یې معلومات ترې وغواړئ او ترې و پوښتئ، چې څه ډول یې وکولای شول خپل ټاکلي هدف ته ځان ورسوي.
۳- له همدې ډول کسانو څخه و غواړئ، چې اجازه درکړي د یوې ورځې لپاره یې کار کول له نیږدې وګورئ او یا هم د یوې ورځې لپاره ور سره د ستیار په توګه کار وکړئ، ځکه عملی کار کول تر نظري ډیر اړین او مهم دي.

288 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2