Categories

اعلان

Loading…

د ترکیې امنیتي ځواکونو د ۳ افغانانو په ګډون ۳۸ تنه ونیول

تاند- د ترکیې رسنیو د دوشنبې په ورځ وویل چې د دغه هیواد امنیتي ځواکونو ۳۸ بهرنیان، چې درې یې افغانان دي، نیولي دي.

د ترکیې حریت او زمان ورځپاڼو راپور ورکړ چې د دغه هیواد امنیتي ځواکونو په جنوبي ولایت ادانا کې ۱۴ اذربایجانیان، ۷ اندونیزیایان، ۵ عراقیان، ۵ قرغیزان، ۳ افغانان،۲ ترکان، ۲ ایرانیان او ۲ تاجکان نیولي دي.

په راپور کې ویل شوي چې د نیول شویو کسانو په منځ کې ۱۵ ماشومان او ۱۰ ښځې هم شاملې دي.

ترکي رسنیو ادعا کړې چې دا کسان د دې لپاره د ترکیې ادانا ولایت ته تللي ول چې په ډله ییز ډول په سوریه کې له داعش یا اسلامي دولت سختدریځې ډلې سره یوځای شي.

تر دې ۳ ورځې وړاندې (د جمعې په ورځ) د ترکیې پولیسو ۲۰ تنه په انتالیا او د دغه تفریحي ښار په شاوخوا کې نیولي ول.

9 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *