Categories

اعلان

Loading…

د اوبو د تنظيم شورا ۹۰ فيصده غيرقانوني واټرپمپونه له منځه وړي دي

خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩۴-٨-١٨

کندهار، افغانستان _ د اوبو د تنظيم شورا نن سهار له کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي او مرستيال والي عبدالعلي شمسي سره د کتني پر مهال وويل چي ۹۰ فيصده غيرقانوني واټرپمپونه يې له منځه وړي، تر څو ټولو ولسواليو ته په مساويانه ډوله اوبه توزېع سي.

د اوبو د تنظيم د شورا مشر انجنېر شېرمحمد عطايي وويل چي د یادو واټرپمپونو په له منځه وړلو سره يې د اوبو د توزېع مسئله تر ډېره هواره کړې ده او اوس ټولو ولسواليو ته په مساويانه ډول اوبه توزېع کيږي. هغه وايي اوسمهال اوبه ولسواليو ته د شورا په موافقه توزېع کيږي. نوموړي زياته کړه چي دغه شورا تر دې مهاله دوې غونډي کړي او وخت پر وخت تماس سره نيسي.

د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د يادي شورا په جوړېدو خوښي وښوده او ويې ويل چي کندهار يو له زراعتي ولاياتو څخه دی چي د اوبو د تنظيم چاره پکي خورا مهمه ده. نوموړي په عادلانه شکل د اوبو پر توزېع ټينګار وکړ او ويې ويل چي فوډ زون پروګرام په پنجوايي ولسوالۍ کي د ۹ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت پرمختيايي پروژې پلي کوي چي زياته برخه يې د زراعت ودي ته ځانګړې سوې ده. هغه زياته کړه چي په دې کي به ۱۵سوه باغدارانو ته روزنيز ورکشاپونه هم جوړ سي.

د کندهار والي وايي په نژدې راتلونکي کي به په ډنډ، دامان او ارغنداب ولسواليو کي يوه بهرنۍ مرستندويه اداره د شنو خونو او د چرګانو د فارمونو د جوړېدو په برخه کي په کار پيل وکړي.

د يادوني وړ ده چي د اوبو د تنظيم شورا د اوو ولسواليو پر سر له هري يوې څخه پنځه پنځه تنه غړي لري چي درې تنه يې قومي مشران او دوه ميرآبان دي.

249 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2