Categories

اعلان

Loading…

زه د رب ته مې بنده ېې/ نویده خوشبو

کله زمونږ تمې دیرې شي سره له دې پوهیږو انسان له سهوې پاتې نه دې خو بیا هم د نورو په تیروتنو ډیر ژر خاندو ملنډې وهو او کله د عمر پیغور شي.

انسان تل په یو حالت نه وي بې حده خوښي ، خفګان ، تشویش ، ویره او ځیني نور حالتونه په مستقیم ډول د انسان په اورا، خبرو اترو ، فکر او کړنو اغیزه کوي. خو مونږ تل د ښو په تمه یو ، که چیرته په ویره یا بیړه کې له یو چا تیروتنه وشي نو د هغه د حالت درکولو وړاندې ژر خاندو خبرې ، نیوکه ان رټو یی . که په خفګان یا تشویش کې یو کس نه خبرې غلطې شي او د خبرو په لړ کې د لازمې کلمې پر ځاې بل څه و وايي نو په ختايي ملنډي وهو او په هر ځاې کې یادو او خپلو مجلسونه پرې ګرم ساتو.

که په ناپوهې کې یو کس غلطه کړنه وکړي نو د عمر پیغور یې شي . ډیره لیرې نه ځم ، د څه مودې په تیرېدو سره لا هم سیاستوال ، ګوندوال ، د پلویانو او مخالفینو په مجلسونو کې په میلمستیا ، بازارونو او په موټرو کې ولسمشر په تیروتنه خبرې کیږي پرې ملنډې وهل کیږي ، او ان له همدې تیروتنه څخه ځینې لوري د خپل ځان لپاره ګټه هم اخلي. ولسمشر په تیر شوي اختر کې د وینا پر مهال حضرت حسین په تیروتنه کې د خداې لمسې یاد کړ ، دا نا سم دلیل دې چې ولسمشر ته ناسم لیکل شوي وو، خو منطقي دا ده چې د ځینو ستونزو له امله یا د کوم حالت له امله به د یو انسان په توګه ولسمشر نه هم لفظي تیروتنه شوي وي ، نو څه؟ ایا ولسمشر تیروتنه نشي کولې ؟ ولې ولسمشر انسان نه دی ؟ ولسمشر هیڅ ډول ستونزه نشي لرلې ؟ یوازې الله له ستونزو اوخطا پاک دی ، دا د ټولو پوښتنو ځواب دی . او عاقلان پي یک نقطه نمیګردند… حدیث دی الله د بنده په توبه ډیر خوشالیږي ، یو صحابه چې په اوښ یې د خوړو ډیر بار ایښې و په یوې صحرا کې روان و له ستړیا وروسته ویده شو ، چې له خوبه پاڅیږي ویني چې اوښ یې نشته صحابه ډیر وږې وي نو حیران شي څه وکړي له توبې دعا وروسته یې اوښ راشي نو په تیروتنه و وايي چې یا الله زه د رب ته مې بنده یې !!! په حدیث کې راځي چې الله په دې خبره هم خوشالیږي ځکه الله پوهیږي بنده تیروتې او له حیرانتیا یې لفظي ستونزه کړی ده.

70 total views, 1 views today

11 comments

  1. شریف Reply

    ګرانې خورې
    او ګرانو لوستونکو
    السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
    خورې کله چې په یوه داسې موضوع لیکنه کوې چې په هغې کې لوستونکي تېروتنو ته متوجه کوي نو بیا په خپله لیکنه کې خپلو تېروتنو ته هم خورا ځېر اوسه. په کومه ورځ چې ولسمشر لفظي تېرونه کړې وه، هغه د اختر ورځ نه بلکې د عاشورا ورځ وه.
    د احادیثو په استناد کې هم خورا دقیقه اوسه او هروخت یې منبع یا ماخذ ذکر کوه ترڅو په حضرت محمد صلی الله علیه وسلم باندې په درواغ ویونکو کې شمار نه شې!
    د ټولو د هدایت او سمون په هیله
    آمین ثم آمین

  2. shahed Reply

    خو شبو خورې خدای د اوږد له بر کته ډک ژوند در په برخه کړي، تا سې سمه خبره کوۍ خو غلطي تر غلطۍ، دا د یو ملک د رییس جمهور لپاره هیڅ د بښلو نه ده چې امام حسین ته د خدای لمسۍ ووایي، دوهمه خبره داده چې که د رییس جمهور خبرې تعقیب شي په ډیرو خبرو کې یې غلطۍ شته ، مثلا یوه ورځ یوه ژو ر نا لیست پو ښتنه وکړه آیا ته غواړې ستا په تذ کره کې د افغان کلمه و لیکل شي؟ ده په ځواب کې وویل زه رییس جمهور یم ما له خلقو سره مه مصادف کوه ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ هغه کولۍ شوای ووایي چي ما له خلقو سره مه موا جه کوه ، زما غلطي ستا غلطي او د رییس جمهور غلطي تو پیر لري، مننه

  3. mohammad ehsan ehsan Reply

    نویده جانې ! تاته دې خیروی ډېرښه لنډ خوله معني ډک مطلب دې لیکلی ،ډېر مې خوښ شو ،ځکه په واقعي بنسټ ولاړ دی . زه درسره سل سلنه موافق یم ،هغه کسان چې له دغسې خالیګاوو څخه ګټه پورته کوي او ورپسې ګرزي ،هغوی ته الله هدایت وکړي او که په هدایت هم نه کېږي الله یې دې تباه او په خپل غم ګرفتار کړي .

  4. واحـــــــــــــــــــــــــدالله وســــــــــــــــــــــــیم Reply

    نویده جانی خوری ډیره په زره پوری معلومات او ښکلی مطلب ته دی اشاره کړی دی هر انسان د سهوی او حطا سره مخامخ دی هو موژباید په هغی دومره ټینګار ونه کړو چی د یو مشر مو پری سپک شی مونژاو تاسی ټول مسلمانان یو او لومړی هدف مو داسلام لپاره خدمت او بیا وطن او خپل ولس دی.

  5. مومن Reply

    سلامونه،
    ښه لیکنه ده. یوه تیروتنه شوي ده، چې ښایي اصلاح شي. اشرف غنی دا وینا په تیر اختر کې نه، بلکې د عاشوري د ورځي په مراسمو کې کړي وه.

    مننه

  6. pakeza arzu Reply

    سلام ! په دغه لیکنه کې لیکوالې تر ولسمشر نه هم بده حظا کړې د عاشورا ورخې ته یې د اخار ورځ لیکلې. درنښت

    1. pakeza arzu Reply

      سلام ! په دغه لیکنه کې لیکوالې املایي غلطي کړې او د عاشورا ورځ یې د اختر ورځ لیکلې. درنښت.

      1. Wali zaman Reply

        شه فكر لري ما په لوستلو كي فكر نشو ورته

  7. سیداغا ژمن Reply

    خورجانی باید مخکی ترمخکی دغه لیکنه ولسمشر لوستلی وی او یا بیخی دی غونډی ته نه وی ورغلی

  8. ع. شريف زاد Reply

    سلام
    راځي چې د ابکر صديق ( رض)په دې وينا ېې ختمه کړو چې وايي :
    زه خبر نه وم،
    لوړوالى په تقوى کې
    دولت په توکل کې
    عظمت په تواضع کې

    ستا ليکنه کې اخلاقا تقوي،توکل او د اسلامي فرهنګ عظمت ليدل کيږي. سره ددې چې ولس مشر بايد دغ ډول سهو او خطا نه واى گړې
    مننه

  9. عمرخیل Reply

    سلام
    وایی چی یوعادل بادشاه ته روژه نیول هم معاف دی دا خو عادل نه دی خو بیا هم هغه به دی خاطر چی کومه تیروتنه ونه کړی او خپل ولس د ستونزو سره مخ نه کړی ځکه د یو ولسمشر لفظی تیروتنه ډیر بدبختی منځ ته راوړی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *