Categories

اعلان

Loading…

احساسات څه شی دي؟ ژباړه: شکور کامران

ټول انسانان د حالاتو او شخصي افکارو پر وړاندې يو ډول غبرګون يا حساسيت څرګندوي، چې دا غبرګون د پارېدنې يا احساسات په نوم يادوي. احساسات کيدی شی مثبت وي چې يو انسان خوشالوي، لکه: مينه، نيکمرغي، خوند او ویاړ. خو کېدی شي احساسات منفي هم وي، چې د خلکو د ناخوښۍ لامل ګرځي لکه: غوسه، ډار، غـم، کـرکـه، درد، ناهيلي او مايوسي.

ډېری ډاکټران په دې باور دي چې کله ماشومان زيـږي، په لومړيو کې احساسات نه لري، خو کله چې تګ او خبرې کول زده کوي، احساسات هم زده کوي. د بېلګې په ډول، يو ماشوم ښايي په لومړيو کې له غوسه ناک سپي ډار ونه لري، خو کله چې هغه سپي ته ورنږدې کيږي څو لوبې ورسره وکړي يا يې خوشال کړي او سپی ورته وغوريږي او يا يې وخوري (په غاښونو ونيسي)، نو د ماشوم په وجود کې د سپي په اړه ډار پيدا کيږي او په راتلونکي کې ټولو سپيانو ته له نږدې کېدو ځان ساتي.

احساسات مو په بدن کې د کيمياوي بدلونونو سبب کېږي، څو له هغو سره له ځانه په دفاع کې مرسته وکړي. د بېلګې په ډول، که يو کس په وحشتناک او ډاروونکي حالت کې وي، ایدرنالین غـدې يې د وينې دوران په سيسټم کې ځينې افرازات ترشح کوي، چې د ایدرنالين په نوم ياديږي. کله چې وينه په جريان کې وي، دا ادرينالين لامل ګرځي چې د زړه ضربان لاتېز شي او مغزو او عضلو ته زياته اندازه وينه وليږي.

په همدې حال کې د خوږې زياته اندازه وينې ته ننوزي څو بدن ته يې لازياته انرژي ورکړي، چې له ستونزې سره مقابله وکړي.

5 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *