Categories

اعلان

Loading…

د ګوربندي/ محمد ابراهیم سپېڅلی

 په بدن ډنګراوپه ونه میانه ځوان و.

د کندهارښار، موسی خان جامع جومات ته مخامخ يې د لوحه لیکني کوچني دوکان درلود.

همداسبب و، چي د قلم لیک يې هم ښکلی و.

له هرچاسره يې په ورین تندي خبري کولې، هغه د چا خبره له لوی سره لوی اوله کوچني سره کوچنی و.

ددیني کتابونو د لوست په زور يې عربي او فارسي ژبه هم زده کړې وه.

خدای تعالی (ج) د ښې ځوانۍ ترڅنګ، فصیح ژبه، ښه مطالعه او ترده مشر جرائت ورکړی و.

ددې ترمخه، چي په کندهارپوهنتون کي شامل سي، د ډېرو لیسانس ځوانانو په پرتله پربېلا بیلو علمي او اکاډمیک موضوعګانو غښتلی و.

په لومړۍ ځوانۍ کي د (کندهار) او بیا د (ښکلا) مجلې درانه مسؤلیتونه په پوره مېړانه سرته رسولي دي.

مست شعر يې لیکی او پرسټېج يې په داسي ډیکلمه کاوه، چي ټول حاضرین به يې اوریدولو ته غوږ غوږ وو.

دغه مستعد ځوان زرپاڼه ناول ترجمه کړ، د پښتون فولکلوریسټ محمد ګل نوري په اړه يې غوښن کتاب (نتلی لیکوال) ولیکی، د فاضل استاد عبدالرؤف بېنوا پر ژوند او اثارو يې (پردېس بېنوا) اثرلوستونکو ته وړاندي کړ.

د خپلي شرنګېدلي شاعرۍ لومړۍ ټولګه يې د (انکار) په نامه د شعر مینه والو ته ډالۍ کړه.

یاد لیکوال، شاعر، خطاط او رسام د کندهاري فرهنګیانو په غوڅ اکثریت د ۱۳۹۱لمریزکال په وروستیو کي دکندهار د اطلاعات او کلتور رییس وټاکل سو.

یوکال وروسته د خپلو پرمختللو کارونو پربنسټ د کندهارمرستیال والي سو.

د ریاست او مرستیالۍ پرمهال يې پنځه اویا عنوانه بیلا بیل علمي او ادبي اثار چاپ او خپاره کړل.

ددوی په زیار علمی سیمینارونو او د ځوانانو تشویقو ناستو ولاړو پرمختګ وکړ.

د طلوع افغان تاریخي ورځپاڼه په لومړي ځل په رنګینه بڼه خپره او کندهارمجله یوځل بیا د منځپانګي او صحافت له مخي بډایه سوه.

د اطلاعات او کلتور ریاست په چوکاټ کي میاشتنۍ مشاعرې او (انارګل ) دودیزه مشاعره د شاعرانو پرطبیعت جوړه او پردریځ د شاعرانو د شعر ویلو له لاسه وار نه کیدی.

اوس هم په کندهارکي فرهنګي غونډي او سیمینارونه جوړيږي، خو عبدالقدیم پتیال پکښي نه سته.

تریوکال یوڅو ورځي اوړي، چي زموږ د پښتنې خاوري دغه ادیب بچی په کندهارپوهنتون کي دننه ناڅرګند وسله وال له موږ څخه د تل لپاره بېل کړ.

د پتیال مور بوره سوه .

د پتیال مېرمن کونډه او درې کوچني زامن يې یتیمان سول.

اوس موږ پتیال نه لرو.

پتیال یې د ځوانۍ پرښاخ چپه کړی.

پتیال ځوانیمرګ سو، پتیال يې ترقیامته د ګوربندي کړی.

۰۷ – ۱۱ – ۲۰۱۵

دغه کالم د سرخط ورځپاڼي په اتیایمه ګڼه کي هم خپور سوی دی.

9 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *