Categories
اعلان

کابل د هند د ثبات مورچل/ عصمت قانع

د سلیمان زو ساوزاده صاحب په پوزه کې غږېدلو، غوڼی او بنګن وو. د کټوازو او شلګرو ترمنځ د بډۍ د کلي پرسر د سلیمان خېلو او اندړو سره جګړه وه.

جګړې زیات انسانان تلف کړل، خو دا فیصله یې ونه کړه چې د بډۍ کلی د سلیمانخېلو دی، که د اندړو؟ بالاخره د اندړو او سلیمانخېلو مشرانو پرېکړه وکړه چې نه جګړه د بډۍ د کلي د مالکیت سرنوشت ټاکلی شي او نه هم مرکه. راځئ چې د سلیمانزو پر ساوزاده صاحب باندې شریعت وکړو.

د سلیمان زو ساوزاده صاحب د رد المختار فقهې کتاب درلود، چې د قربانۍ د اوزګوړي د وژغنو پوست یې ورته وقایه کړی وو او ده په خپله بنګنه لهجه وژغن زین شریف بللو.

دواړو خواوو د پرېکړې واک ساوزاده صاحب ته وسپارلو چې د بډۍ د کلي د مالکیت فیصله دې د شریعت له مخې وکړي.

ساوزاده د اندړو او سلیمان خېلو مشران راوبلل او ورته ویې ویل، چې ما د شریعت له مخې فیصله کړې ده او شریعت مې هم په وژغن زین شریف کې کتلی دی.

په وژغن زین شریف کې یایي چې بډۍ د سلیمان خېل دی، اندړ بد کړي چې څه یایي.

د اندړو او سلیمان خېلو مشرانو دواړو د وژغن زین شریف پرېکړه ومنله او تر اوسه پورې د بډۍ په کلي کې د سلیمان خېلو قبیله ژوند کوي.

زموږ افغانانو لپاره هم د وخت وژغن زین شریف دا پرېکړه کړې ده، چې د هند نیمه وچه په جغرافیایي او بشري لحاظ د واحد مفاد او متحد اقتصادي دریځ درلودونکې ده.

پاکستان او هند دواړه هېوادونه پوهېږي چې په نوي اقتصادي پړاو کې چې د اسیایي مارکېټ د حاکمیت پړاو یې هم ګڼلای شو، یوازې باثباته سیاستونه کولای شي په مرکزي اسیا او لېرې ختیځ کې د جنوبي اسیا ګټو ته خوندیتوب ورکړي.

له سیمې څخه د برتانوي هند د واک له ختمېدو سره سم د هند او پاکستان ترمنځ ترینګلو حالاتو د دواړو هېوادونو ګټو او مفاداتو ته پاټک اچولی دی او کله چې چین د اسیایي اقتصاد د یوه ستر موتور په توګه د اسیا اقتصادي اهمیت د درک وړ پړاوونه ووهل، اوس باید اسلام اباد او نوی ډیلي دواړه وپوهېږي چې کابل د هند د نیمې وچې د اقتصادي، تجارتي او جغرافیایي ثبات لپاره همدومره مهم دی لکه د هند د سمندر اوبه چې د هند د نیمې وچې اقتصادي رګونه له نړۍ سره نښلوي.

نوي ډيلي ته د افغانستان د ملي امنیت د شورا د سلاکار سفر د سیمې په ثبات کې د کابل او ډيلي ترمنځ ګډو ګټو ته د افغان تعهد پر باور باندې یو ځل بیا د ټينګار ښودل دي.

موږ افغانان پوهېږو، څومره چې اسلام اباد له منفي لارو حرکت وکړي هغومره به د ډیلي او اسلام اباد اقتصادي شریان ته د نوې وینې د پمپ کېدلو جریان له ځنډ او خڼډ سره مخامخ کېږي.

افغانستان د اوسني جغرافیایي او اقتصادي اهمیت مالک هېواد دی. افغانستان د خپل وجود د مالکیت له سټېج څخه نوی ډيلي او اسلام اباد دواړو ته په زغرده وایي، چې موږ هېڅکله هم پدې هڅه کې نه و، چې د هند نیمه وچه یعنې پاکستان او هند دواړه دې بې ثباته شي.

افغانستان د خپل مفاد له زاویې څخه یوازې په هند او پاکستان کې غوړېدلی ثبات ویني، نه ترورېزم، بې ثباتي، جګړه او بشري ناورین.

همدارنګه د افغانستان جغرافیا یوازې په هغه وخت کې د هند او پاکستان لپاره د مقابل مفاد په رنګینه تابلو تبدېلېدلای شي، چې د ثبات سیاستونه د کابل ـ اسلام اباد او نوي ډيلي ترمنځ د اسیایي نوي غوړېدونکي اقتصاد لپاره د مشترکو تعاملاتو په سیاستونو بدل شي.

پاکستان دې دا هېڅکله نه انګېري چې ګویا د کابل اړیکي به له نوي ډيلي سره د پاکستان د مفاداتو لپاره په خطرناک جهت تبدېلې شي، بلکې څومره چې د کابل او نوي ډيلي ترمنځ اړیکي زیاتېږي همدومره د دغو اړیکو د ثمر لپاره د اسلام اباد اهمیت زیاتېږي.

له تېرو پنځه دېرشو کالو راهیسې د اسلام اباد د نیابتي جګړو او استخباراتي معاملو سیاستونو ونه شوای کولای چې کابل د پاکستان د ستراتیژیک عمق د زیوراتو خیالي غمی کړي. همدارنګه هېڅکله به هم داسې یو تصور په حقیقت بدل نشي.

یوازې او یوازې د هند او پاکستان مشترک سیمه ییز مفادات هغه وخت د خوندیتوب تضمین ترلاسه کولای شي چې افغانستان د افغان ملت د غیر متنازع ملکیت په نه بدلېدونکي حقیقت باندې بدل شي.

دا ځکه چې دا د وژغن زین شریف فیصله ده، دا د دغې جغرافیا د طبیعت او فطرت فیصله ده او دا فیصله نړیوال تائید تر شا لري.

2 comments

  1. جذباتی ملا Reply

    په پکتیا کی د احمدزیو او توتاخیلو تر منځ هم دا کیسه شوی وه، هغه ملا ته یی په منځ کی ډیره ځمکه هم ورکړی ده اخوند صاحب یی بولی، اوس یی هلته قبر ده البته فیصله یې د احمدزیو په ګټه پای ته رسولی وه

  2. A.Halim Hakimi Reply

    ” دواړو خواوو د پرېکړې واک ساوزاده صاحب ته وسپارلو چې د بډۍ د کلي د مالکیت فیصله دې د شریعت له مخې وکړي.
    ساوزاده د اندړو او سلیمان خېلو مشران راوبلل او ورته ویې ویل، چې ما د شریعت له مخې فیصله کړې ده او شریعت مې هم په وژغن زین شریف کې کتلی دی.
    په وژغن زین شریف کې یایي چې بډۍ د سلیمان خېل دی، اندړ بد کړي چې څه یایي.
    د اندړو او سلیمان خېلو مشرانو دواړو د وژغن زین شریف پرېکړه ومنله او تر اوسه پورې د بډۍ په کلي کې د سلیمان خېلو قبیله ژوند کوي”

    The moderate tribe of ” Ander ” are still awaiting for the ” Slaimankhail ” to wake up and block freeloaders “Peer” and “Hazrat” that often find a way entering Afghanistan under the cover and power of Slaimankhail great tribe.

    After the new comers find a foot step, in no time elevating themselves on top of the food chain and politic, mostly against the interest of Afghanistan.

    As you can see, ” Sliamankhail ” still owe ” Ander ” a big one !!!

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *