Categories

اعلان

Loading…

زه د رب ته مې بنده ېې/ لیکواله: نویده خوشبو

کله زمونږ تمې دیرې شي سره له دې پوهیږو انسان له سهوې پاتې نه دې خو بیا هم د نورو په تیروتنو ډیر ژر خاندو ملنډې وهو او کله د عمر پیغور شي. انسان تل په یو حالت نه وي بې حده خوښي ، خفګان ، تشویش ، ویره او ځیني نور حالتونه په مستقیم ډول د انسان په اورا ، خبرو اترو ، فکر او کړنو اغیزه کوي. خو مونږ تل د ښو په تمه یو ، که چیرته په ویره یا بیړه کې له یو چا تیروتنه وشي نو د هغه د حالت درکولو وړاندې ژر خاندو خبرې ، نیوکه ان رټو یی . که په خفګان یا تشویش کې یو کس نه خبرې غلطې شي او د خبرو په لړ کې د لازمې کلمې پر ځاې بل څه و وايي نو په ختايي ملنډي وهو او په هر ځاې کې یادو او خپلو مجلسونه پرې ګرم ساتو .

که په ناپوهې کې یو کس غلطه کړنه وکړي نو د عمر پیغور یې شي . ډیره لیرې نه ځم ، د څه مودې په تیرېدو سره لا هم سیاستوال ، ګوندوال، د پلویانو او مخالفینو په مجلسونو کې په میلمستیا ، بازارونو او په موټرو کې ولسمشر په تیروتنه خبرې کیږي پرې ملنډې وهل کیږي، او ان له همدې تیروتنه څخه ځینې لوري د خپل ځان لپاره ګټه هم اخلي. ولسمشر په تیر شوي اختر کې د وینا پر مهال حضرت حسین په تیروتنه کې د خداې لمسې یاد کړ ، دا نا سم دلیل دې چې ولسمشر ته ناسم لیکل شوي وو ، خو منطقي دا ده چې د ځینو ستونزو له امله یا د کوم حالت له امله به د یو انسان په توګه ولسمشر نه هم لفظي تیروتنه شوي وي ، نو څه ؟ ایا ولسمشر تیروتنه نشي کولې ؟ ولې ولسمشر انسان نه دی؟

ولسمشر هیڅ ډول ستونزه نشي لرلې ؟ یوازې الله له ستونزو او ختا پاک دی ، دا د ټولو پوښتنو ځواب دی . او عاقلان پي یک نقطه نمیګردند… حدیث دی الله د بنده په توبه ډیر خوشالیږي ، یو صحابه چې په اوښ یې د خوړو ډیر بار ایښې و په یوې صحرا کې روان و له ستړیا وروسته ویده شو ، چې له خوبه پاڅیږي ویني چې اوښ یې نشته صحابه ډیر وږې وي نو حیران شي څه وکړي له توبې دعا وروسته یې اوښ راشي نو په تیروتنه و وايي چې یا الله زه د رب ته مې بنده یې !!!

په حدیث کې راځي چې الله په دې خبره هم خوشالیږي ځکه الله پوهیږي بنده تیروتې او له حیرانتیا یې لفظي ستونزه کړی ده.

85 total views, 2 views today

6 comments

  1. ایمل ساپی Reply

    نام خدا ښایسته او له معنی ډکه لیکنه، په لږو ټکو کې لویه معنی پرته وه رب مو بریالی لره د لا ښو لیکنو په هیله مو.

  2. Hayatullah Naizi Reply

    نویده جانې ډیره ښه لیکنه دې کړې ده دا سمه خبره ده چې انسان خطا کوی چې دغه هم په حدیث شریف کې راغلی فرمایی ټول انسانان له خطا سره مخ دي خو بهتر انسان هغه دی چې له خطا وروسته توبه وکړی . محترمې که تاسو دغه خپله لیکنه وګوري لګ ستونزه لری.

  3. Muhammad Tariq hotak Reply

    آغلی خوشبو په رښتیا سره انسان تیروتنه کوی خو ولسمشر چی د اولی ورځنی راغلی نو په دروغ یی شروع کړی دی دا چی د اهلی تشیو زړه لاسته راوړی نو غوښتل یی چی څه وایی خو تیروتنه یی وکړه

  4. خالد الهام Reply

    ښه تبصره په ګوتو مو برکت شه

  5. rawan zazai Reply

    ولسمشر په تیر شوي اختر کې د وینا پر مهال حضرت حسین په تیروتنه کې د خداې لمسې یاد کړ》》》》》》》》》》》》》

    پورتنۍ جمله کې تاسو هم تېروتنه کړې، ختا شوې يې…………….. په اختر کې نه د عاشورا په ورځ……..په هر حال له بنده څخه ختا کيږي.
    ښکلې او پر ځای لېکنه مو کړې، خورکۍ…………. او حديث شريف مو هم په ډېر ښه ځای کې راوړی
    مننه

  6. wali Reply

    د اختر وینا وه که له اختر نه وروسته د عاشوری ورځ؟

Leave a Reply to ایمل ساپی Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *