Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان په اړه د اسیا زړه کنفرانس په اسلام اباد کې جوړېږي

تاند- پاکستان د هند د بهرنیو چارو وزیرې ته بلنه ورکړه چې په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه په جوړېدونکي کنفرانس کې برخه واخلي.

د اسیا زړه په نوم کنفرانس د راتلونکي دسمبر په اوومه او اتمه د پاکستان، اذربایجان، ترکیې، چین، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، روسیې، سعودي عربستان، تاجکستان، ترکمنستان او متحده عربي اماراتو د استازو په ګډون جوړېږي.

د ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، پاکستان د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوارج ته بلنیک لېږلی دی.

په دې کنفرانس کې د هند د بهرنیو چارو وزیرې ګډون کېدای شي د هند او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې د ښه والي سبب شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د هند د بهرنیو چارو وزیرې په ګډون یې د ۲۵ هیوادونو د باندنیو چارو وزیران دې غونډې ته وربللي دي.

د هند یوه دیپلومات د بلنلیک د تاییدولو ترڅنګ وویل چې تراوسه پوري په دې اړه پرېکړه نه ده شوې چې هند په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه د اسیا زړه کنفرانس کې ګډون کوي او که یې نه کوي.

1 comment

  1. څارنوال علیزی Reply

    دافغانستان دولت پدغه کنفرانس کی باید دافغانستان دسولی دپاره دپاکستان دښمنانه او خاینانه لاس وهنه او بد نیت په مستندو دلایلو ، شواهدو اوقراینو کنفرانس ته وړاندی او دهغو قناعت پری حاصل کړی نه داچی په خوله ناری وهی مګر اسنا د اواثبات یی نشی کولای اوهم دحل لارو دپاره خپل سالم او دمنلو او عملی کیدلو وړ وړاندیزونه ورکړی .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸