Categories

اعلان

Loading…

داعش ډلې په زابل کې د ۳ ښځو په ګډون ۷ تنه ووژل

تاند- د اسلامي دولت یا داعش وسله والو سختدریځو د افغانستان په جنوب کې د ۳ ښځو په ګډون ۷ تنه وتښتول او بیا یې ووژل.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د داعش وسله والې سختدریځې ډلې په زابل ولایت کې، چې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ پکې سخته جګړه روانه ده، دا اووه تنه یرغمل کړل.

په وروستیو کې داعش پلوو ډلو په افغانستان کې نفوذ زیات کړی دی، په ننګرهار کې یې یو شمېر سیمې له طالبانو نیولي او اوس داسي ښکاري چې جنوبي ولایتونو ته هم د پرمختګ په حال کې دی.

د زابل ولایت د امنیه قوماندانۍ مرستیال غلام جیلاني فراهي د یکشنبې په ورځ ناوخته وویل، پولیسو د هغو ۷ تنو قربانیانو مړي موندلي چې د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ په رساني کلي کې تښتول شوي ول.

فراهي وویل:«دا کسان د داعش جګړه مارو په بې رحمۍ وژلي او مړي یې د شاه جوۍ ولسوالۍ روغتون ته راوړل شوي دي.»

د فراهي په وینا وژل شوي کسان په خټه هزاره دي او پولیس د پېښې په اړه تحقیقات کوي. له عکسونو داسي ښکاري چې د ټولو وژل شویو کسانو غاړې پرې شوي دي.

داعشیان له شیعه مسلمانانو سره په ځانګړي ډول دښمني لري. دا ډله غواړي چې په افغانستان کې د مذهبي جنګ اور بل کړي.

له دې جلا د زابل په درو نورو ولسوالیو کې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ سخته جګړه روانه ده او د رویټرز خبري اژانس په وینا په دې نښتو کې تراوسه لږترلږه ۶۰ تنه وژل شوي دي.

ځیني نور راپورونه وايي چې دا جګړه د طالبانو او داعشیانو ترمنځ ده چې په لړ کې يې ۶۰ داعشیان او ۱۵ طالبان وژل شوي دي.

267 total views, no views today

1 comment

  1. شيرمحمد Reply

    چې دالله تورې ته لاس تير نکړۍ دخداي ج په عظيم ذات که خو دادبشر دحقو قو په مراعاتولو ملک کې ارامي راولۍ
    دي مې حلالوي ته يې تش په نوم بندي کوې

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸