Categories

اعلان

Loading…

د الکوزي شپږیزې سیالۍ شپږمه ورځ

 د الکوزي سپین غر زمریانو او پټروجن بست ساتونکو په بریا سره سرته ورسیده

د الکوزي شپږیزې سیالۍ په شپږمه ورځ د الکوزي سپین غر زمریانو د ایواموبایل مس عینک اتلانو او د بلولاین بندامیر ښامارانو د پټروجن بست ساتونکی ترمنځ ترسره شوې.

لومړۍ لوبه د الکوزي سپین غر زمریانو او د ایوامبایل مس عینک اتلانو ترمنځ وه چې پچه یې د الکوزي سپین غر زمریانو لوبډلمشر وګټله او د توپ اچونې پریکړه یې وکړه. د ایوا مبایل مس عینک اتلانو د سیالۍ په ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۰۶ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې ګلبدین نایب ۲۵ منډې جوړې کړې. د الکوزي سپین غر زمریانو توپ اچونکو له لوري عبدالله عادل، ظاهر شیرزاد او سمیع الله شینواري دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

2د الکوزي سپین غر زمریانو ورکړل شوی هدف د سیالۍ په ۱۶ اوور کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ چې له ډلې سمیع آفریدي ۴۲ منډې جوړې کړې. د یوامبایل مس عینک اتلانو توپ اچونکو له لوري ګلبدین نایب او ضیاءالرحمن اکبر دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

سمیع آفریدي د سیالۍ غوره لوبغاړي جایزې ترلاسه کړې.

دوهمه سیالي د پټروجن بست ساتونکو او بلولاین بندامیر ښامارانو ترمنځ وه چې پچه یې د بلولاین بندامیر ښامارانو لوبډلمشر وګټله او د توپ اچونې پریکړه یې وکړه. د پټروجن بست ساتونکو لوبډلې د سیالۍ په ۲۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۱۱ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې خیبرعمر ۴۴ منډې جوړې کړې. د بلولاین بندامیر ښامارانو توپ اچونکو له لوري محمدنبي عیسی خیل ۳ او افتاب عالم او نصرت الله دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

بلولاین بندامیر ښامارانو ورکړل شوی هدف بشپړ نه کړای شو او د سیالۍ په ۱۸ اوور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۹۹ منډې جوړې کړې. د پټروجن بست ساتونکو توپ اچونکو له لوري سیدشیرزاد ته ۳ او عبدالله مزاري او نسیم بړیڅ دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

سیدشیرزاد د سیالۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو او د مسئولینو لخوا یې جایزې ترلاسه کړې.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش الکوزي سپین غر زمریانو لوبډلې ته مبارکي ورکړه چې مخامخ نیمه پایلوبې ته یې لار ومونده او د نورو ټولو ګډون کوونکو لوبډلو له لوبو یې ستاینه وکړه.

اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي د شپږیزې په سیالیو کې د ځوانو لوبغاړو ځلیدل د کرکټ په برخه کې د افغانستان روښانه راتلونکې بولي او د سیالۍ مسئولینو له هلوځلو قدرداني کوي.

94 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *