Categories

اعلان

Loading…

د امریکا سفارت د طالبانو د متحد بللو په اړه د پینتاګون د ویاند خبره لفظي خطا وبلله

تاند- په کابل کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفارت وايي چې د دغه هیواد د دفاع وزارت ویندوی سهواً وسله وال طالبان د امریکا متحدان بللي دي.

د امریکا د دفاع وزارت یا پینتاګون ویندوی د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وسله وال طالبان د افغانستان د سولې په پروسه کې د امریکا مهم شریکان یا متحدان وبلل.

خو په کابل کې د امریکا سفارت نن /یکشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې دا یوه لفظي تېروتنه وبلله، ویې ویل:«دوی یقیناً (متحدان) نه دي. زموږ دریځ نه دی بدل شوی. د امریکا متحد ایالتونه لا هم د افغانانو په مشرۍ د طالبانو په شمول د ټولو مخالفو خواوو ترمنځ د سیاسي بهیر ملاتړ ته دوام ورکوي. څو افغانان د خپل هیواد د راتلونکي په اړه خبرو ته کښېني او بالاخره د افغانستان لانجه حل کړي.»

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي:«دا د طالبانو خوښه ده چې د سولې د خبرو لپاره د افغانستان د حکومت بلنه مني او په نهایت کې د یوه خپلواک، متحد او د نړیوالې ټولنې له ملاتړه برخمن افغانستان د مشروع سیاسي نظام برخه ګرځي او یا له خپلو افغانانو سره جګړې او د خپل هیواد ورانولو ته دوام ورکوي.

د امریکا سفارت په عین حال کې ډاډ ورکړی او ویلي یې دي:«د امریکا متحد ایالتونه او نړیواله ټولنه به د هر هغه سیاسي بهیر د پایلو ملاتړ وکړي چې په هغه کې طالبان او د افغانستان د حکومت نور وسله وال مخالفان له جګړې لاس اخلي، له نړیوال تروریزم بېلېږي، د افغانستان اساسي قانون او په هغه کې د افغان ښځو او اقلیتونو ساتنه مني.»

د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې، چې د ملاعمر د مړینې تر اعلان مخکې تودې وې، او د لومړي ځل لپاره د دواړو خواوو د استازو ترمنځ د جولای په اوومه مخامخ او رسمي خبرې وشوې، اوس په ټپه درېدلي او د پاکستان له ضد ونقیض څرګندونو سره سره داسي نه ښکاري چې په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان حکومت او یا طالبان دې خبرو ته لېوالتیا ولري.

باور کېږي چې پاکستان غواړي چې په ژمي د طالبانو او د افغانستان د حکومت د استازو ترمنځ بل پړاو خبرې وشي.

11 total views, 1 views today

1 comment

  1. عمرخیل Reply

    لمر په دوو ګوتونه پټيږی دا یو حقیقت دی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *