Categories

اعلان

Loading…

د ناروې صدراعظمه وايي، ټول تازه ورغلي افغان پناه غوښتونکي به کابل ته ولېږي

تاند- د ناروې صدراعظمه وايي، مهمه ده چې یو شمېر افغان پناه غوښتونکي بېرته کابل ته واستول شي څو نور ناروې ته زړه ښه نه کړي.

تېره اوونۍ ناروې ته د ورتلونکو پناه غوښتونکو تر ټولو زیات شمېر د افغانانو و. هغوی له روسیې څخه د دغه هیواد شمالي پولو ته ځانونه ورسول.

د ناروې د مهاجرو د چارو ریاست مخکې خبرداری ورکړی و چې له دې لارې ناورې ته ورتلونکي افغانان له ناورې څخه د ایستلو له خطر سره مخامخ دي.

د ناروې صدراعظمې ایرنه سولبرګ (VG) ته وویل، تمه لري چې د مهاجرت ریاست به د ناروې د عدلیې وزارت اوامر په ځای کړي او دا پناه غوښتونکي (افغانان) به ژر تر ژره بېرته خپل هیواد ته ولېږي.

دې همداراز وویل، کله چې مهاجر له روسیې راځي معنا یې دا ده چې هغوی د اقامت اجازه لري، خو دوی ممکن د دې لپاره راځي چې په روسیه کې ښه اقتصادي شرایط نه لري او په دې اوازې یې باور راغلی چې په ناورې کې ټولو ته پناه ورکول کېږي.

د ناروې صدراعظمې تاکید وکاوه چې ټول به بېرته کابل ته واستول شي.

15 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *