Categories

اعلان

Loading…

افغانستان؛ د ورېښمو د لارې زړه/ نورالباري مل

تر ميلاد ۳۰۰ کاله دمخه يوه لاره وه چې نه يوازې يې د لرغوني يونان، چين، هندوستان، روم، شمالي منځنی آسيا او افغانستان ملتونه او کولتورونه يو له بل سره نښلول بلکه دا یوه بشپړه نړيواله تجارتي شبکه هم وه. په ۱۸۷۷م کال کې د المان اوڅار ځمکپوهاند ريچتوفن دې شبکې ته “د ورېښمو لار” نوم ورکړ چې نن هم په همدغه نامه يادېږي. د ورېښمو پر لار باندې له تلونکو کاروانونو سره به د لارې په اوږدو کې د بېلابېلو هېوادنو سوداګر ملګري کېده او د خپل هېواد توکي به يې د نړۍ تر بازارونو پورې وړل، له هندوستان څخه د پيل غاښونه، د سايبريا او منګوليا آسونه، د افغانستان ياقوت او نورې ارزښتناکې ډبرې، او د ايران او شمالي منځنۍ آسيا غالۍ به د دغه کاروانونو په ملتيا د نړۍ تر ګڼو هېوادنو رسېدل.

د ورېښمو لار د روم د بحيرې او چين تر منځ په تاريخي لحاظ تر ټولو مهمه نړيواله تجارتي لاره ده. د تېرو دوو لسيزو په موده کې د چين اقتصاد خورا چټکه او بې‌ساري وده کړې ده، وسمهال يوازې د چين د ګانګدونګ ولايت د توليداتو ټوليز ارزښت GDP په ګډه د بنګله دېش، کولمبيا، لاوس، منګوليا، ميانمار، پاکستان او تاجکستان هېوادنو د کورنيو توليداتو تر ټوليز ارزښت ډېر دی. دغې بې‌جوړې اقتصادي ودې ته په کتو چين يو ځل بيا خپلو پولو ته پام اړولی او د ورېښمو لرغونې لارې ته د نوي روح ورکولو په لړ کې چټک ګامونه اخلي.

څو اونۍ وړاندې د هسپانيا په کوربتوب په ماډريډ ښار کې د “ورېښمو لار” په نوم يوه نړيواله غونډه جوړه شوه چې له ۳۰ هېوادنو او نړيوالو څېړنيزو ادارو څخه ۳۰۰ مېلمنو برخه پکې اخېستې وه. د چين هېوادمشر په هغه غونډه کې ويلي وه چې د ورېښمو لار به نړيوال اقتصاد د ښېرازۍ يوه نوي پړاو ته داخل کړي. په دغه نړيواله غونډه کې دا پرېکړه هم وشوه چې له دې وروسته به هر کال د ورېښمو د لارې په اړه يوه نړيواله غونډه جوړېږي چې کوربتوب به يې د ورېښمو د لارې غړي هېوادونه کوي چې افغانستان هم کې شامل دی. تر اقتصادي ارزښت ور ها خوا د ورېښمو لار د چين لپاره ډيپلوماټيکي او نظامي ارزښت هم لري او بيجنګ ته دا زمينه برابروي چې درسته آسيا تر خپل اقتصادي او سياسي نفوذ لاندې راولي.

د اسيا په کوګل کې پروت افغانستان د ورېښمو د لارې زړه هم بلل کېږي، او د دې لارې بيا فعالېدا ته تر هر چا ډېر افغانستان اړ دی. د ورېښمو دلارې په جوړېدو به افغانستان د سيمې تجارتي او ټرانزيټي مرکز وګرځي چې دا به د افغانستان پر عايداتو باندې څرګند مثبت اغېز ولري. د منځنۍ آسيا او سويلي آسيا تر منځ پروت افغانستان به په خپل اقتصادي سياست کې د يوه نوي او لوړ موقف څښتن شي.

د مارچ پر ۲۶مه ولسمشر غني د CFR په نوم له يوې څېړنيزې ادارې سره په خبرو اترو کې وويل چې افغانستان به خپله ټوله هڅه وکړي چې د سيمې هېوادونه د ورېښمو د لارې د بيا فعالولو لپاره همغږي کړي. ډاکټر غني وويل چې د ورېښمو د لارې فعالېده به د ايران، چين او هندوستان په مرسته د افغانستان اقتصاد او اقتصادي سياست يوه نوي پړاو ته داخل کړي. ډاکټر غني د دغه نوي سيمه ايز اقتصادي جوړښت په لړ کې د پاکستان هېڅ يادونه نه وکړه. شننونکي وايي چې ښايي له همدې امله اسلام آباد طالبان دې ته هڅولي وي چې د افغانستان په شمال کې درنې جګړې وکړي چې په دې توګه د ورېښمو د لارې په جوړېدو کې خنډ واچوي. ولسمشر اشرف غني کندز ته د سفر پر مهال هم وويل چې طالبانو له سويل څخه ځکه شمال ته جګړه انتقال کړه چې د ولسمشر غني د اقتصادي برنامو مخه ډب کړي.

646 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2