افغان محصل په ۱۰۰۰۰ هنديانو کې دويم مقام ګټلی

بسم الله عارف چې هند هېواد کې د انجينرۍ په برخه کې ماسټري کوي، د دغه هېواد په کچه يې دويم مقام او د سرو زرو مډال ګټلی.
راپور: بصيرالحق عادل –
د دې سياليو لومړۍ لړۍ د هندوستان هېواد په بېلابېلو ايالاتونو کې ترسره شوه، چې افغان محصل بسم الله عارف پکې لومړۍ مقام ترلاسه کړ.
وروسته د ټولو ايالاتونو ګډه سيالۍ ترسره شوه چې د ۲۵۰ پوهنتونونو ۱۰۰۰۰ محصلينو ګډون پکې کړی و.
د سيالۍ په دويمه لړۍ کې ښاغلي بسم الله عارف د ټول هندوستات په کچه دويم مقام ترلاسه کړ.
هغه ته د نغدي جايزې ترڅنګ د سرو زرو مډال هم ورکول شوی.
بسم الله عارف تر دې وړاندې هم په خپل مسلک کې ګڼې برياوې او مډالونه ترلاسه کړي، خو اوسنۍ بريا د ټولې نړۍ په کچه د افغانانو لخوا په ټولنيزو شبکو کې ستايل شوې او نوموړی هڅول شوی چې نورې برياوې هم ترلاسه کړي.
بسم الله عارف چې د افغانستان د سويلي ولايت هلمند اوسيدونکی دی اوس له هېواده بهر هندوستان کې د ماسټرۍ په زده کړو بوخت دی.
221 total views, 3 views today
8 comments
Salaam;
Excellent! Greetings & Heartfully congratulations!
We are proud of him. Wishing him more successes & may Eng. A`ref reconstruct the Infra-Strucure of Afghanistan in the next time!!.
Thanks.
ماشاالله
الحمدللہ اللہ رب العزت د همداسی نور زوانان زموژپه هیواد کی پیدا کی .
bismillah rora mubrak di v mung pa taso veyaro …tolo hewadwalo ta di mubarak we
بسم الله وروره موژ په تاسو ويارو الله (ج) مو تل همداسي برياوي ستاسو په نصيب كري د نورو برياوو په هيله مو. فيروز خان وزيري. له چين هيواد سخه
mubark
ماشاءالله
congratulation to you and your family we are proud of you and also have a successful feature