Categories

اعلان

Loading…

افغان ملي نولس کلنه لوبډله د سیالیو لپاره هند ته درومي

د کرکټ بورډ د رسنیو د څانګې خبرپاڼه –

ټاکل شوې د افغانستان کرکټ ملي نولس کلنه لوبډله په درې ګونو سیالیو کې چې د هندوستان په ممبی کې د روان زیږدیز کال نومبر له ۲۰مې نیټې څخه تر ۳۰مې نیټې پورې ترسره کیدونکو سیالیو کې ګډون وکړي. په دغو سیالیو کې به افغان ملي نولس کلنه لوبډله د هندوستان او بنګله دیش ملي نولس کلنو لوبډلو پر وړاندې سیالۍ ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ ټاکونکې کمیټې په دغو سیالیو کې د اغیزمن ګډون لپاره ملي نولس کلنې لوبډلې لپاره پیاوړې لوبډله وټاکله چې په لاندې ډول ده.

حضرت الله ځاځی، نوید عبید، احسان الله جنت، طارق ستانکزی، سید وحیدالله شفق، پرویز ملکزی، راشد خان ارمان، مسلم موسی، کریم جنت، محمد سردارولي، ناصرخان عمر، ضیاءالرحمن اکبر، محمدظاهر احمدزی، نوین الحق مرید، شمس الرحمن ولي خیل، اکرام علي خیل، نجات مسعود او رحیم سهاک.

2د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش وایي چې، موږ په افغانستان کې د کرکټ ودې ته ژمن یو. د کرکټ له مخکښو لوبډلو سره لوبه کول زموږ د ملي نولس کلنې لوبډلې مهارتونو ته وده ورکولی شي ځکه نو موږ دوی ته د نړیوالو فرصتونو برابرولو لپاره هلې ځلې کوو.

اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزی وایي چې، ملي نولس کلنه لوبډله د ملي لوبډلې لپاره حمایوي قوې په توګه رول په غاړه لري. موږ د خپلو نولس کلنو لوبغاړو ودې لپاره ستر پلانونه په پام کې لرو او انشاءالله زموږ ځوان لوبغاړي به د نړۍ په کچه ځلیږي او ویاړونه به راوړي.

9 total views, 1 views today

1 comment

  1. Afghan Reply

    Salaamona
    How we can watch live match?from which tv chinal ? or from internet?Date and time plz?

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *