Categories

اعلان

Loading…

د نړۍ انسانیت او زموږ افراطیت / احسان الله ودان‎‎‎

کله چي د ځمکي پر سر د آدم له اولادې څخه د خپلو وحشتونو، وېرو، ظلمونو، بې رحمانه وژنو، غلاوو، فسادونو، غولډنګیو و بېننګیو څرکونه مالوم سول نو ستر رب (لوی الله ج) د دوی د اصلاح او جوړېدو لپاره قانون را واستاوه، چي عبارت دی له اسلام څخه یعني الهي قانون چي د بېلابېلو پیغمبرانو لخوا څخه د نړۍ انسان ته تبلیغېدی د انسانانو د ښه، خوشحال او اسوده ژوند لپاره وو او دی، نو کله چي لوی خدای ج د انسانانو د ښېرازۍ او اصلاح لپاره د پغمبرانو علیهم السلام په واسطه الهي قانون را واستاوه، د دې مانا دا وه چي الله ج ته تر ټولو ډیر مهم انسان دی، انسان تر ټولو ور ته محبوب دی، انسان یې خوښ دی، له انسان سره مینه لري. خو بدبختانه دلته نه الهي قانون پلی کیږي، نه د نړۍ انسانیت ته په کتو سره له هغه څخه زدکړه کیږي، د نړۍ د انسانیت او زموږ د وحشت فرق.

د نړۍ انسانیت:

د نننۍ نړۍ انسانان بشر خو پرېږده د بشر و نامه او انساني کرامت ته چي څومره صادق، رښتیني، د بشر خادم، بشر پال، انسان پال، مینه ناک او د نورو عالي و معنوي صفاتو درلودونکي دي موږ یې تصور هم نه سو کولای.

اوس په نړۍ کي انسانانو ته تر مذهب انسانیت مهم دی. نړیوال د هغه دین پر لور ډېر ور ماتېږي چې پیروان یې د صداقت، میني، بشري خواخوږۍ، ټولنیز خیر، اخلاص او دنیا ته د ګټې رسونې په چارو بوخت وي. کرکه و نفرت نه لري، نورو ته په درناوي قایل وي، ځان تر ټولو عالي نه ګڼي، د ښځې او نارینه جنسي تبیعض پکښي نه وي، د سپین پوستي و تور پوستي، قام و قامبازۍ خبره د وروسته پاتو ټولنو اصول بولي، د نوم او ځان ښودني پرځای یې معیار نیک عمل او غوره اخلاق وي، د تخریب پر ځای یې معیار د انسان تشویق او ستاینه وي، په هر څه کي پر ټولنیز عدالت ټینګار کوي، د هر انسان وژنه او سپکاوی ور ته ستر جرم او جنایت معلومیږي، پر انساني کرامت ټینګار کوي، هر ډول اخلاقي او انساني لارښوونې یې په دې هدف وي چي انسان ښه ژوند ولري،

زموږ وحشت

د یوېشتمې پېړۍ تر ټولو ستر وحشت، ظلم، د فحاشیو، بدرنګیو، قتلونو او نارواوو مختلفي جرمي صحنې د خرافاتي، افراطي، بې منطقه و بې دلیله مسلمانانو لخوا د بېلابېلو سټېجونو څخه نندارې ته وړاندي کیږي.

د تيرو څو لسیزو څخه په داخل د افغانستان کي پر افغان انسان خصوصاُ پر ښځو داسي جنایتونه وسول چي اوس یې په لیکلو قلم ماتیږي، لاسونه لړزیږي، زړونه دریږي، سترګي اوښکي تویوي، لنډه دا چي په نوره نړۍ کي د داسي کړنو په اړه تصور لا سړی لېونی کوي.

پرون فرخنده د یوه بېعقل ملنګ په یوه اواز ځینو جاهلو طالباني فکرونو په ژوندوني سنګسار، په لرګیو وهلو، موټر تیرولو، بالاخره په مړني سوځولو هم نه پرېښوده، د هغي بېچارګۍ دغه اواز چي نارې یې وهلې چي ((ګناه من چه است؟)) هیچا غوږ نه نیوی، وه یې وژله، په داسي حال کي چي دوی فرخنده نه بلکي انسانیت وواژه.

نن په غور کي همدې ته ورته یوه معصومه نجلۍ چي د اسلامي قانون مطابق یې یو ځوان خوښ کړی وو، هلک په دورو ووهل سو او نجلۍ بېچارګۍ د مغولي ږیرورو، بې منطقه و بېدلیله خرافاتي او افراطي صوفیانو لخوا سنګسار سوه، ګناه یې مینه وه.

سبا به همدې ته ورته یو بل وهشت هم وسي، میډیا به یې په ویډیو ګانو د ولس ذهنونه نور هم د دغسي دهشتونو سره عام کړي، د نړۍ به نور هم له افغان انسان څخه نفرت زیات سي.

اکثره وخت په دې فکر کي یم چي موږ د انسانیت، مظلومیت و اسلامیت په نامه ګرسره یو شی پېژنو؟ ښځي مو اوس هم بېله اسلامي محکمې د مغولي ږیرورو، طالباني فکرونو و وحشي ځوانانو لخوا په ژوندوني سنګساریږي، پر نس حلالیږي، په سرونو کي یې مېخونه ټک وهل کیږي، زیندۍ کیږي، سوځول کیږي، لنډه دا چي د ظلم په نامه هره نسخه پر افغان انسان خصوصاُ پرافغاني ښځو عملي کیږي.

کله- کله به په دې سوچ کي هم وم چي ظلم به په افغانستان کي د ځینو محدودو کړیو، ډلو و ټپلو لخوا تر سره کیږي، خو له بده بخته له ډېرو تجربو وروسته دې نتیجې ته ورسېدم چي دلته عام فکر طالباني دی، په افغانستان کي ځیني اذهان په دې فکر کي دي چي انسان باید و رټل سي، ووهل سي، ووژل سي لنډه دا چي د ظلم په نامه چي یوه نسخه سته هغه پر عملي سي.

کلونه – کلونه کیږي چي د بېرولو او پر نورو د تېري کولو فرهنګ اوس په ځینو افغانانو کي د فطري خاصیت یوه برخه ګرځېدلې ده. انساني فکر نسته، رحم نسته، زړه سوی نسته، ظلم، تېری، وژنه او همدې ته ورته نوري کلمې مو په اذهانو کي پېچکاري سوي دي، اخیر ولي؟ موږ ولي انسانیت هېر کړی دی؟ موږ ولي بشري فکر نه لرو؟ موږ ولي له انساني ذات څخه نفرت کوو؟

موږ هغه بدبخته ولس یو چي همېشه مو خور وهلې، مور مو له کوره شړلې، مېرمن مو وژلې، ښځه مو د ټولني وروسته پاته قشر بللی دی، ماشومانو ته د حیوانانو په سترګه ګورو، په داسي حال کي چي ښځه مېرمن ده، ښځه خور ده، ښځه مور ده، او ښځه انسان دی.

اې خلګو! انسان وژنه بس کړئ، انسانیت ته د الله ج د خلقت په خاطر چي مینه ورسره لري اخترام وکړئ، انسان بشر دی، انسان د لوی الله ج مخلوق دی، انسان انسان دی.

پای

Nov-05-2015

332 total views, 5 views today

4 comments

  1. aminullah Reply

    گرانه سلام په تاسو او ستاسو احساس لکه زما د زره هال چی دی بیان کری وی مننه د الیکنی نه دی ….خو چاته یی وایی …سوک به یی واوری ..

  2. احمد مفتون Reply

    ډیر ښه!

    ډیره ښه جمله بندي، ښه موضوع او ښه ټکی
    قلم دی روان او نوښتګر اوسه
    د لا بریا او قلمی معراج په هیله دی

  3. Ahmad Shah Reply

    Very impressive! Thank you for the good notes. Wish people practice and end violence against women.

  4. کفایت الله Reply

    له نورو ویلوبه مخ وړوم لکن سترګی می د اوښکو ډکي شوی یاربه ورحمیږی

Leave a Reply to کفایت الله Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2