Categories

اعلان

Loading…

د جګړې له غځېدو وروسته ولسمشر هلمند ته ځانګړی پلاوی استولی

خبریال: بصيرالحق عادل – دا پلاوی چې ولسي جرګې، د هلمند بانفوذه قومي مشران او د لوی کندهار د شورا غړي پکې شامل دي، نن شنبې هلمند ته ورسېد.

د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو، د ملي امنيت او استراري کمېټې غړي هم له دغه پلاوي سره يو ځای راغلي.

دا پلاوی به په هلمند کې له ځايي ادارو څخه ليدنه وکړي او دلته به د امنيتي ځواکونو په ليکو کې نيمګړتياوې، وړانديزونه واوري او خپل راپور به ولسمشر ته وسپاري.

هلمند ته له رارسېدو سره سم دوی د يو رسنيز کنفرانس له لارې خلکو ته ډاډ ورکړ چې دوی به د خپلو څېړنو په اساس چې ولسمشر ته يې سپاري دغلته د نا امنۍ کچه راټيټه شي.

دا پلاوی چې د دارلانشا مشري يې ډاکټر طوفان وزيري کوي وايي، ورسته له هغه چې هلمند کې امنيتي ننګونې ډېرې شوې نو دوی د ولسمشر د ځانګړي حکم په اساس هلمند ته راغلل.

نوموړی وايي، دوی به دلته له ځايي ولايتي ادارې د مسؤلينو، امنيتي ځواکونو، قومي مشرانو او د سيمې د خلکو سره ليدنه وکړي او هلمند کې د روانو امنيتي ګواښونو د ډېرېدو لاملونه به پيدا کړي.

ډاکټر طوفان وايي، دوی به د ځايي ادارې نيمګړتياوې، په امنيتي ليکو کې کمبوتات او دغه راز د جګړې پر غځېدو يو مکمل راپور چمتو کړي او ولسمشر ته به يې وسپاري.

دغه راز نوموړي وويل، مخکې تر دې چې ولسمشر ته خپل بشپړ راپور وسپاري نو د دوی ترڅېړنو دوه ورځې وروسته به ولسمشر سره د يو ويډيويي کنفرانس د هلمند روان وضعيت شريک کړي او پر نيمګړتياو به يې خبر کړي.

ډاکټر طوفان وزيری چې له کابله د راغلي پلاوي د درالانشا مشري کوي وايي، دوی سره د کورنيو او دفاع وزارتونو او ملي امنيت د عمومي رياست استازي هم راغلي دي چې له دوی سره به همکاري وکړي.

د يادونې ده چې راغلي پلاوي کې د هلمند بانفوذه قومي او جهادي مشران شامل دي، چې د لوی کندهار د شورا په هڅو همغږي شول او وروسته د ولسمشر د حکم پر اساس هلمند ته راغلل.

د ولسمشر د ځانګړي حکم په اساس هلمند کې د حالاتو د مالومولو په موخه دا پلاوی وروسته له هغه هلمند ته راځي، چې نږدې درې اونۍ وړاندې د هلمند څنګلوري سيمه باباجي کې د وسله والو طالبانو لخوا پر امنيتي پوستو بريدونو وشول چې ورسته جګړه د هلمند نادعلي، مارجې او ګرشک ولسواليو ته هم وغځېده او د خلکو اندېښنې ډېرې شوې.

6 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *