Categories

اعلان

Loading…

له ( پتياله) به الهام اخلو!/ نثار احمد صالح

هیوادونه چي د تمدن کهکشان ته ختلي، یوازنی علت یې د ځوان قشر له استعداده مثبته ګټه پورته کول دي.

د اولي او دوهمي نړۍ په هیوادونو کښي د تقاعد دوره ډیره عامه ده، مګر په شاته پاته هیوادونو کي لکه افغانستان؛ که یو کس دوه واري هم د تقاعد دوره تکمیل کړي، بیا هم پر یاده چوکۍ سریښ وي، چوکۍ یې پر هیڅ ځوان حتی پر خپل زوی لا نه پیرزو کیږي. دلته خبره د کار او اهلیت نه؛ بلکي د خودخواهۍ د مرض ملوثتیا ده!

دا هغه هیواد دئ چي ظوابط د روابطو تر ګرز لاندي سوي، دلته استعدادونه د بې ثمره ککریو په توسط تر خاورو لاندي ښخیږي، موږ ځوانه انرژي په ډیري بې رحمۍ د زمیني دوږخ په اور لولپه کو او موږ هغه ملت یوو، چي سړي توږو او لرګي ځني جوړو!!

زما د پورتنیو خبرو د اثبات لپاره د ځوانیمرګ (پتیال) ژوند، کار او د ظالمانو په لاس د هغه شهادت مشاهده کړئ.

پتیال په دې تاریکفکره ټولنه کښي هغه روشنفکره هستي وه، چي د وطن او ولس په حال و قال تر ډیرو ښه پوهیدئ، هغه د نوي نسل د سقوط د ماتولو یوه روښانه الګو وه. پتیال د وطن د مبارزو اشخاصو په رمزونو او تخنیکونو پوه ځوان وو؛ نو ځکه یې هر دم و قدم په احتیاط او د ولس په خیر پورته کوئ. ځوانیمرګ به تل د وطن پر برباد حالت د حسرت اوښکي تویولې، د نامرده مشرانو تردید یې همېشه په قلم کړئ وو.

پتیال ددې در په دره هیواد د جنګونو همزولی نسل وو، هغه روغه ورځ د ژوند تر پایه په سترګو ونه لیدل؛ تر دې چي اخیر یې په سرونو وینو ګلګون بدن د قبرستان بندیوان کړ!

شهید پیتال څو اړخیزه ژوند درلود، هغه شاعر وو انکار یې ولولئ، هغه نثار وو، د زرپاڼي پاڼي پرله واړوئ، هغه څیړونکی وو، نتلی لیکوال او پردېس بېنوا یې ووایاست او په مجموع کښي پتیال یو روشنفکره ککرۍ وه، متفرقي هیوادنۍ لیکني او تنقیدونه یې وګورئ!!

بالزاک ویلي: تل په ژوند کي فرصت پيژندونکي اوسئ او له فرصتونو په ښه ډول ګټه پورته کړه.

د بالزاک هدف د ژوند د کږلېچونو سره د مبارزې چلند دئ، انسان یو ټولنیز موجود دئ او په ټولنه کښي له زر ډوله مشکلاتو سره مخ کیږي؛ نو سالم روش دا دئ چي د زغم تر څنګ پر حلچارو ډیر فکر وسي، نه دا چي سړی اندکترینه مشکل ته ځان تسلیم او ماته ومني.

شهید پتیال د توپکیانو د انډوخر په شپو کښي ځورېدئ، د طالبانو په درب و دروب کښي یې د مبارزې پیلامه وه او وروسته یې د ژوند تر اخیره د غلو، فاسدینو او غاصبینو سره ځان په تقابل کښي واقع کړ ترڅو یې ځان پرخپله مبارزه قربان او سر یې پر خپل وطن صدقه کړ.

د ځوانیمرګ همزولي او نوی نسل باید د پتیال له ژوند او مبارزې څخه الهام واخلي، هیڅ فرعون ته سرکوزي ونه مني او تل د وطن د بهبود په موخه خپلي هڅي کړندۍ کړي.

ویکتور هوګو تر بې ګټي ژوند مرګ ته اولیت ورکوي، پتیال به هم په مجالسو کښي د ملګرو انتقادونه چي دده پر دولتي ګدۍ به یې کوله همدا ویل(چي زه او ته ددې وطن واک و ځواک په لاس کښي وا نخلو، نو اسماني موجودات خو نه راځي).

هیواد د ولس ګډ کور دئ، په دې کور کښي چي سالمه اداره موجوده وي، هیڅ پردۍ خزنده به ددې کور غړي ته زیان ونه رسوي، مګر که د کور اداره د پردیو د غلام په لاس کښي وي، د سترګو په رپ کي به کور اور واخلي او غړي به یې د لمبو خوراک سي! لکه ګران افغانستان.

دلته دې نتیجې ته رسیږو، چي ناپیلیون د بحران پړه پر غلو او پرديپالو نه تاوانوي، بلکي د ولس هغه کتله ملامته بولي، چي سپېڅلي دي ؛ خو چوپ دي.

په افغانستان کي همېشه هوښیارو او پوه کسانو له محافظه کارۍ څخه کار اخیستئ چوپ پاته سوي، مګر برعکس ددوئ له چوپتیا ناکاره مخلوق ګټه پورته کړې او وطن یې انداړي-انداړي کړئ.

پتیال د کار ځوان و، هغه ته خاموشي پر ځان او وطن ظلم ښکارېدئ؛ نو یې ځکه په هیڅ وخت کښي افغان انسان تنها ندئ پرايښئ.

د ځوانیمرګ ژوند د ډیر بحث وړ دئ، ځکه د دا ټولو هاندونه سره-سره بیا هم له خپله کاره راضي نه وو، نو ځکه وايي:

سترګي سرې نه سوې دا شراب لکه چي زور نه لري

موږ به زړګي ته د سره جام یو سوځند اور راوړو

خو د حالاتو جبر موږ همېشه پر ملا غوټ مات کړي یوو، پتیال چي څونه کار کاوه، په هغه اندازه یې له خپلو وطنوالو او یارانو څخه د زړه سوي طمع لرل، نو ځکه یې ویلي:

له جانان سره په زړه کي تل دا غم وي

هسي نه چي زما ویشتو ته کاڼي کم وي

سترګي واړوي پر بل لور نه پوهیږي

که نې زور یې د نظر سور جهنم وي

قدیم خو د کاڼو د ویشتلو توقع هم نه لرل، خو خبر نه وو چي ددې عصر جلادان به دا د جمال هسک څلی وژني او د کاڼو پر ځای به یې ځیکر په پردیو مرمیو ور سری،سری کوي.

موږ تېر کال د عاشورا د مراسمو او د حضرت حسین په بې رحمانه شهادت فکرجن وو، خو خبر نه وو، چي د وخت یزیدان به زموږ د عصر د حسین په شان مظلوم (پتیال) په سرو وینو لژند خپلي محبوبې، نازکو ماشومانو او غمجنو والدینو ته ور استوي….

چــي اسمان په لپـــو ژاړي، زموږ د ښار شاعر شهید سو

ستا نازونه لولپه سول، د (انکار) شاعر شهید ســـــــــــو

د کردار د لاري یار وو، د وطـــــــــن پــه مینه مست وو

د شـــــــــــعار تر بریده نه وه، یوه د کار شاعر شهید سو

د منصور د دار د پړي، فلـــــــــــــــسفې ته سرنګون وو

د خــــــــــلوت ریاکار نه وو، یو هوښیار شاعر شهید سو

د ژوند په عشق نشه وو، د انســـــــــــــان د میني تږی

د فرهنګ پر اسمان هسک، سو سندرمار شاعرشهید سو

د (نثار) د هنر خیاــــــــــــــــل ته اختتام سو په سلګیو

هـــــــــنر ولاړئ له دې ښاره، یو فنکار شاعر شهید سو

پر ګور یې نور او روح یې ښاد سه

بدلون اوونيزه/لومړی کال/ ۵۱ مه ګڼه/چهارشنبه/ عقرب/۱۳/ ۱۳۹۴

93 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *