Categories

اعلان

Loading…

له رښتيا ناخبر خلګ/ ژباړه او زياتونې: نورالباري مل

 امريکا، اروپا او کاناډا هر کال سلګونه زره ټنه غنم سمندر ته غورځوي. دا غنم په داسې حال کې سمندر ته غورځول کېږي چې همدغه آن د وروسته پاتې نړۍ ۱۴ هېوادونو له لوږې او نېستۍ سره مخ وي. موږ چې کله له خپل ليدلوري څخه د امريکا، اروپا او کاناډا دغه کړنه څارو نو دا خلګ مو تر سترګو ظالمان، ډبرزړي، بې‌حسه، او بې‌ننګه ښکاري. موږ ښايي دوی ته زرګونه، او ميليونونه ښکنځاوې هم وکړو خو په حقيقت يې ناخبر يو. رښتيا بل څه دي.

د دنيا هر هېواد تر خپلې اړتيا ۲۰٪ زيات غنم کري، حکومت د ټول توليد شل يا دېرش سلنه له بازاره رانيسي، دا غنم بيا په دولتي ساتنځيو (ګدامونو) کې خوندي کوي، حکومت له دغو غنمو درې کاره اخلي، اول، دا غنم په هېواد کې د هر ډول قدرتي افت، زلزلې، سېلاب او وچکالۍ پر مهال ولس ته وړيا وېشل کېږي. دويم، دولت د دغو غنمو په زور په بازار کې د غنمو بيه ولکه کوي، د غنمو سوداګر عموما غنم پټوي او په دې توګه په هېواد کې مصنوعي کاختي رامنځته کوي او بيا چې يې زړه غواړي په هغه بيه خپل غنم پر خلګو خرڅوي. خو حکومت چې څنګه په بازار کې مصنوعي کاختي وويني نو خپل غنم ورباندې را وباسي، او بيه عادي حالت ته را وګرځوي. درېيم دولتونه له دغو غنمو څخه د سفارتکارۍ کار هم اخلي، کله چې په ګاونډيو او ملګرو هېوادونو کې نېستي، طبعيي پېښې، يا وچکالي راشي نو همدغه غنم ورته ډالۍ کوي.

اوس پوښتنه دا ده چې امريکا، کاناډا او اورپا هر کال زرګونه ټنه غنم غورځوي ولي؟؟ د دې دوه لاملونه دي، غنم د هغو توکيو له ډلې دي چې کروندګر ته ډېره ګټه نه ورکوي، که د غنمو پر ځای پټاټې، روميان، لوبيا، ماش… وکري نو ګټه يې ډېره ده، کروندګر تل له غنمو د تېښتي هڅه کوي. تاسې پاکستان ته د بېلګې په توګه وګورئ، دوی هر کال ۳۰ ميليونه ټنه غنمو ته اړتيا لري او تر اړتيا لس سلنه ډېر کري، فرض کړئ چې په دولتي ساتنځيو کې د ۲۰۱۴ د غنمو شل سلنه زېرمه پرته دا زېرمه تر ۲۰۱۵ پورې خوندي وه دولت په ۲۰۱۵ کې بازار ته وړاندې کړه، په بازار کې د غنمو بيه اغېزمنه او ټيټه شوه، کروندګر له جېبه تاوانيان شول، او راتلونکی کال يې د غنمو پر ځای لوبيا، نخود، پټاټې… وکرلې، پايله يې دا شوه چې په ۲۰۱۶ کې د غنمو توليد لږ او د هېواد ګرېوان ته د نېستۍ لاس ولوېد. بيې دوه چنده شو او اوړه ګران شوه… نو په داسې حال کې له حکومت سره دوې لارې دي. يا به له دباندې څخه غنم را واردوي چې تر ځايي غنمو څو چنده ګران تمامېږي او حکومت به مجبور وي چې په سلګونه زره ډالر له دولتي پانګې څخه پکې کښېږدي او ښکاره خبره ده چې دا به پر دولتي پانګه باندې ستر بار وي. دويمه لار يې دا ده چې حکومت به د غنمو بيه په زوره کنټرولوي خو کله چې حکومت پر سوداګرو او کروندګرو باندې زور اچوي نو د کروندګرو زړه وهل کېږي چې دا نو بيا په رښتيا د نېستۍ لامل ګرځي. نو په دې خاطر له دولت سره يواځې يوه لار ده او هغه دا چې اضافه غنم بحر ته وغورځوي او همداسې کوي هم.

بله پوښتنه دا ده چې امريکا، اروپا او کاناډا دا اضافه غنم نېستمنو هېوادونو ته ولي نه ورکوي؟ چې خبر شئ نو هېښ به شئ چې دا هېوادونو هر کال د خوړو نړيوالې ټولنې WHO ته وړانديز کوي چې “راشئ هر څومره غنم چې مو په کار وي وا يې خلئ” د خوړو نړيواله ټولنه نېستمنو هېوادونو ته ليک لېږي. خو نېستمن هېوادونه د خپلو ګټو په خاطر وړيا غنم نه غواړي او يا هم د سمندري بېړيو د کرايې ورکول توان نه لري. همدا لامل دی چې شتمن هېوادونه دا غنم ضايع کوي. نو تاسې خپله فکر وکړئ آيا يو هېواد په خپل مصرف باندې په ميليونونه ټنه غنم تر اووه سمندره تاته را اړولای شي؟ دا هېڅ امکان نه لري.

دا د غنمو د غورځولو اصلي عوامل وه خو دا چې موږ د حقيقت پر ځای احساساتو ته ډېر ارزښت ورکوو نو په همدې خاطر که سبا يو څوک را ولاړ شي او د غنمو د غورځولو پر سر امريکا، کاناډا او اورپا ته ښکنځل باد کړي نو تاسې به ګورئ چې مخ را ګرځوې هغه به بيا د هېواد اتل؟! وي او خلګو به خپل د فېسبوک پر پروفايل د هغه عکس لګولی وي. خو څوک چې بيا د رښتيا ويلو تېروتنه کوي هغه ته به ټول ولس په يوه خوله ښکنځل کوي.

بدلون اوونيزه/لومړی کال/ ۵۱ مه ګڼه/چهارشنبه/ عقرب/۱۳/ ۱۳۹۴

58 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *