Categories

اعلان

Loading…

مارکسيزم او ادبيات/اسدالله غضنفر

بدلون اوونيزه/لومړی کال/ ۵۱ مه ګڼه/چهارشنبه/ عقرب/۱۳/ ۱۳۹۴

د برلین دیوال په ۱۹۸۹کې ونړید او له هغه وروسته ګڼ مارکسیست نظامونه په لنډه موده کې ونړیدل. په ادبیاتو کې هم هغه خبرې کمې شوې چې مارکسیزم ته ښې ښکاریدې. د ادبیاتو په مارکسي نظریه کې درې ټکي ډیر جوت دي: یو دا چې محتوا تر فورم مهمه ده.بله دا چې د مخکښې طبقې ملاتړ د ادبي اثارو لپاره یو لوی امتیاز دی. دریم دا چې ریالیزم تر نورو ادبي مکتبونو بهتر او اصیل مکتب دی.

په ادبي اثر کې فورم د وزن، قالب، جوړښت او لحن په شان ټولو هغو عناصرو ته وایي چې له ښکلا سره تعلق لري خو محتوا د ادبي اثر هغه اړخ دی چې د ښکلا پیژندنې په لحاظ خنثی وي.

مارکسي ادبیاتو او په تیره بیا د دې ادبیاتو رسمي بڼې تر ډیره حده محتوا ته اهمیت ورکړی او په دې ډول یې د فورمالیزم مخالف لوری نیولی دی.

د ادبیاتو مارکسي نظریې ځکه محتوا ته اهمیت ورکاوه چې له ادبیاتو یې د مخکښې طبقې د ملاتړ غوښتنه لرله. مارکسیستو کره کتونکو د ادبي اثر د مطالعې په وخت دې ته خامخا کتل چې دا اثر د کومې طبقې په ګټه دی. که به اثر د خواریکښې طبقې په ګټه و، دوی ته ښه ښکاریده.

نورمحمد تره کي د ۱۳۵۶ کال د دلوې په پنځه ویشتمه نیټه د سلیمان لایق د شعرونو په یوه کتاب ( یادونه او درمندونه ) باندې دغه تبصره لیکلې ده: ( ملګری لایق زموږ د هیواد یو پیاوړی او معاصر شاعر دی. د ده یوه برخه شعرونه د زیارایستونکو طبقو او اقشارو له ګټو څخه دفاع کوي او د هغو منافع تمثیلوي.

په دې کتاب کې هم یوه برخه داسې اشعار شته چې هغه په ټولنه کې د طبقاتي تضادونو د څرګندولو په نسبت ویل شوي دي.

هیله ده چې دا کتاب زموږ د زلمي نسل پر ذهنیتونو په زړه پورې اثر وښندي او د نورو زلمو شاعرانو او لیکوالو د پاره به یو ښه مثال شي.)

دلته وینو چې د کتاب د هنري اهمیت په اړه څه نه ویل کیږي. د مبصر اصلي توجه دې ته ده چې دغه شعرونه د زیارایستونکو طبقو په ګټه څه وایي او په ذهنیتونو ( نه په ذوقونو) څنګه اثر پریباسي.

د ادبیاتو په مارکسي نظریې باندې لویه نیوکه دا ده چې که د ادبي اثر پیغام او مضمون تر ښکلا مهم وګڼو، نو ادبي لیکنې به شعارونو او تبلیغاتو ته ورته شي. دې نیوکې ته یو مشهور ځواب روسي مارکسیست پلخانوف ورکړی دی چې وايي ، لیکوال اجتماعي پیښې او واقعیتونه په هنري ژبه بیانوي او کره کتونکی یې موږ ته په واقعي ژبه ژباړي.مانا دا چې د ادبي اثر لپاره ښکلا خامخا پکار ده.

اکثرو مارکسیستو کره کتونکو ته ریالیزم په دې دلیل تر نورو غوره ادبي مکتب ښکاري چې لوستونکي ته بشري ټولنه او په هغې کې موجودې بې عدالتۍ په واضح ډول ورښودلی شي. دوی به نور ادبي مکتبونه او سبکونه په دې وجه ښه نه ایسول چې یو خو ګڼ لوستونکي ورباندې په اسانه نه پوهیدل او بل د فرد او ټولنې رابطې ته یې دومره توجه نه کوله، لکه د فرد ذهني او داخلي دنیا ته . مارکسیستو کره کتونکو ډیر ځله ویلي دي چې په شلمه پیړۍ کې د لویديځ د ادبیاتو پیچلي سبکونه د پانګوالې دنیا د ذهني پریشانۍ ښووندوی دي.

مارکسیستان د ادبي اثر په اجتماعي اړخ باندې ځکه ټینګار کوي چې د دوی په نظر ، اقتصادي او اجتماعي نظام د وګړیو د فکر، ذوق او شخصیت په جوړولو کې اصلي برخه لري. د دوی برعکس د ارواپوهنیزې کره کتنې پلویان د وګړي ذهني دنیا ته ډیر اهمیت ورکوي. د ارواپوهنیزې کره کتنې د پلویانو په نظر، د وګړي شخصیت تر ډیره حده په کورنۍ کې د ماشومتوب د خاطرو او تجربو تر اغیز لاندې جوړیږي ،مګر مارکسیستان وایي چې د ماشوم کورنی ژوند هم د خپلې زمانې د مادي او تاریخي شرایطو پیداوار دی. د مارکسي نظریې پلویان د ارواپوهنیزې کره کتنې په پلویانو تور لګوي چې د خلکو پام د پیښو له اصلي عواملو نورو خواوو ته اړوي او له خلکو لاره ورکوي.

د مارکسي نظریې ګڼ پیروان چې په نورو نظریو باندې تبصره کوي، تبصره یې تونده او ترخه وي او دا ځکه چې دوی ته نورې نظریې تر ډیره حده په شعوري یا لاشعوري ډول د ظلم او بې عدالتۍ خدمتګارې ښکاري.

موږ اکثره چې ایدیولوژي یادوو نو منظور مو د باورونو هغه ټولګه ده چې ښه په فکر سره مو منلې او زړه ته لویدلې ده؛ مګر مارکسیستان له ایدیولوژي څخه یوه بله معنا هم اخلي. دوی وایي چې د طبقاتي ستم د ادامې لپاره په ټولنه کې کاذبه پوهه خپریږي او په دې ډول ډیر ځله یوه ایدیولوژي د حقیقت د بیان په ځای د حقیقت د پټولو دنده تر سره کوي.

متل دی وایي چې د بټیارۍ زوی نه پتې خان کیږي. د مارکسیستو په نظر دغه متل چې د بیوزلو طبقو ګڼ کسان هم ممکن د یوې واقعي تجربې په سترګه ورته وګوري، د بیوزلو د محکوم ساتلو لپاره جوړ شوی دی. دغه راز دا متل چې وایي هر چا ته خپل نصیب رسیږي؛ د مارکسیستو په نظر، د دې لپاره جوړ شوی دی چې د هستمنو هستي او د نیستمنو نیستي د خدای له خوا او په ازل کې ټاکل شوې وښودل شي او په دې ډول د اعتراض او شکایت مخه ونیول شي.

د مارکسیستو کره کتونکو په اند، ادبي اثار د بشر د کلچر د نورو اړخونو په څیر تر ډیره حده د هغو اقتصادي او اجتماعي شرایطو معلول دي چې دغه اثار پکې لیکل کیږي. دوی فرهنګ مخبنا او اقتصاد بیخبا بولي.

له مارکسیستو څخه پوښتنه کیږي چې که فرهنګ مخبنا وي او دا مخبنا د اقتصادي بیخبنا تابع وي، نو مثلا په فیوډال یا پانګه وال نظام کې لیکل شوي اثار که شهکارونه هم وي، ولې د ټولنې د هیندارې په حیث ومنو؟ ولې د پلخانوف خبره ومنو چې لیکوال اجتماعي پیښې او واقعیتونه په هنری ژبه بیانوي؟ بله پوښتنه دا ده چې که اثار له لویه سره د اقتصادي، اجتماعي نظام تابع وي ،دغه تابعیت یې ولې وغندو؟ برخې ازلي دي شیخه څه راسره جنګ کړې!

په پښتو ادب کې د شلمې پیړۍ له دویمې نیمې وروسته د مارکسیزم اغیز ډیر شو. دې مسلک پښتو ادب ته نوې جلوه ، نوې جذبه او نوې مفکوره ورکړه. که دغه نظریه نه وای د اجمل خټک ( د غیرت چیغه ) به په اوسنۍ بڼه نه وه او په ( یادونه او درمندونه ) کې به د سلیمان لایق شاعري هم داسې نه وه لکه ده چې. دا دواړه د پښتو د شلمې پیړۍ د شاعرۍ نه هیریدونکي کتابونه دي، خو د مارکسیزم په تول پوره نه دي، یوازې سیوری یې ورباندې پروت دی او شاید همدا وجه به وه چې نورمحمد تره کي په ( یادونه او درمندونه ) باندې په خپله تبصره کې د سلیمان لایق یوازې یوه برخه شعرونه د زیارایستونکو مدافع بللي دي. ګومان کوم د نورمحمد تره کی ضمني مقصد دا و چې د لایق ټول شعرونه له مارکسي ایدیولوژي سره سمون نه خوري.

نورمحمد تره کي پخپله هڅه کړې ده چې مارکسي نظریې ته وفادارې کیسې ولیکي. ځینې کسان یې د کیسو ستاینه کوي. د ده اثار څو ځله چاپ شوي دي. ما له ځینو کسانو اوریدلي دي چې د ده کیسو او ناولونو د چپي مفکورې منلو ته مایل کړل. دا د یوه ادبي اثر لپاره لویه نیکمرغي ده چې د لوستونکو فکر او احساس وربدل کړي. زه پخپله د ده د کیسو ستایونکی نه یم. زما په نظر، د ده کیسې د اسانې لیکوالۍ بیلګې دي. تجربه او مفکوره پکې چوکاټي او تخیل پکې برسیرن دی. نثر یې که څه هم د غزنیوالې پښتو د خاصو کلمو او ترکیبونو د ثبتولو په وجه تازه والی لري او ستایل شوی دی، خو د هغې لیکوالۍ نخښې پکې کمې دي چې په زحمت او دقت لیکل کیږي او ظرافت پکې ځلیږي.

نورمحمد تره کي د خپلې ولسشمرۍ په وخت یو ځل وویل چې د اووم نمبر فرمان له نافذیدو وروسته په سندرو کې د هجران خبرې کمې شوې دي. ده ته د کلتورد مخبنا او د اجتماعي، اقتصادي بیخبنا تر منځ رابطه ډیره مستقیمه ښکاریده.

د کره کتنې په اوسنو کتابونو کې مارکسي نظریه مهم ځای نه لري. اوس شاید ډیر لږ کسان د ادبي اثارو د پیژندلو لپاره په دې نظریه تکیه وکړي، خو د دې معنا دا نه ده چې د ادبیاتو د کره کتنې مارکسي نظریه له پامه وغورځوو. د کره کتنې هره نظریه مو بصیرت زیاتوي او د لا ژورې شننې لپاره نوي امکانات راکوي.

که زه د ډاکتر له سپارښتنې سره سم، عینکې په سترګو کوم، دا زما د عینکو یو ډول ارزښت دی خو که یې د اکت کولو لپاره په سترګو ږدم ، دا بیا زما د عینکو یو بل ارزښت دی. د مارکسیزم په نظر په پانګه واله ټولنه کې په وسایلو او امکاناتو باندې ویاړیدل او اکت کول، ډیر دودیږي. که اوسني افغانستان ته وګورو، د ښاري شتمنو ډیره توجه دې ته ده چې وروستی ماډل موټر او ډیر لوکس کور ولري.دوی په دې ډول هم تر نورو خلکو ځان بر ثابتوي او هم د لا لویو سرمایه دارو، د هغو کسانو چې فابریکې لري، خدمت کوي او د تولیداتو بازار یې تود ساتي. دا خدمت ضرور نه دی چې شعوري وي. د مارکسیزم په اند،په طبقاتي ټولنه کې د شتمنو د ګټو لپاره مفکورې، باورونه او ذوقونه په شعوري یا لاشعوري ډول جوړیږي او ګڼ خلک، که هغه شتمن وي یا بیوزلي، ګومان کوي چې حقیقت همدا دی.

په اوسني کابل کې په وزیر اکبر خان کې کور لرل، له سرمایه دارو سره مرسته کوي چې ځانونه اصیل او له پلار نیکه شتمن وښیي. د ډاکتر نجیب د حکومت له ړنګیدو وروسته یو شمیر قومندانانو کوښښ وکړ چې د ارګ شاوخوا ته د سردار خیلو کورونه په لوړه بیه رانیسي. دا کورونه له موده لویدلې او زاړه وو خو په ټولنه کې یې دا تصور پیدا کاوه چې نوي مالکان یې هم هماغسې اصیل زاده ګان دي.

اوس چې د متوسطې طبقې د غوړیدو او د تګ راتګ د اسانیدو په برکت ، ډیر خلک حج ته ځي ، د افغانستان شتمنو د حج لپاره د مصرف د زیاتولو نوي دودونه رواج کړل. د وروستیو کلونو ځينې حاجیان ممکن په هوټل یا کور کې په زرګونو کسان ډوډۍ ته وروبولي او ټولو راغلیو کسانو ته قیمتي تسپې او موسلې ورکړي. د مارکسیستي تعبیر په اساس، دغه لوی شتمن غواړي چې ځان تر متوسطې طبقې لوړ ثابت کړي او په خلکو دا ومني چې دوی نور دي.

که شاعر، کیسه لیکوال، د اجتماعي او سیاسي پیښو مبصر یا کره کتونکی د ټولنپوهنې له مارکسي تعبیرونو سره بلد ويٍ، ممکن ځینو نویو ګوټونو ته یې پام شي او په ژوند کې هغه څه وویني چې تر اوسه یې نه وو لیدلي.

مخکې مو د مارکسیسانو د کاذبې پوهې اصطلاح یاده کړه. دوی وایي چې د ستمګرو طبقو د ګټو د ساتلو لپاره په ټولنه کې کاذبه پوهه راپیدا کیږي. که د همدې مفکورې په رڼا کې اوسني افغانستان ته چې د دنیا دوهم نمبر فاسد هیواد بلل کیږي، وګورو نو پام به مو شي چې د غلا د کلچر د حمایت لپاره معمولا د قومي احساساتو له پارولو څخه کار اخیستل شوی دی . تیر کال مې په فساد باندې د یوه تورن شوي کس په باب د اخبارونو او انټرنیټ پاڼو په ځینو مقالو کې ولوستل چې نوموړی کس پښتون دی او کومې ادارې چې دی یې نیولی دی، معمولا پښتانه په غلا نیسي. د مارکسي نظریې په اساس، د قومي اختلافونو له عینکو د غلا او اختلاس پيښو ته نظر کول، د اختلاس د زغملو لپاره د واکمنې طبقې یوه غولوونکې ایدیولوژي ده چې د خلکو پام له واقعیتونو په بل لور اړوي.

په اوسني کابل کې ممکن د یوه قصر ډوله کور په دیوال باندې د شربت ګلې عکس ووینو؛ د هغې دولس کلنې افغانې مهاجرې عکس چې د شوروي نیواک په کلونو کې د پیښور د ناصر باغ په یوه کمپ کې اوسیده او مور و پلار یې روسانو وروژلي وو. د شربت ګلې پریشانه څیره دومره اثرناکه ده چې په ځینو خارجي لیکنو کې د افغانې مونالیزا نوم ورکړ شوی دی. په همدې کور کې ممکن هغه چا ته میلمستیا وشي چې د زرګونو کسانو د وژلو تور به ورپورې وي. کوربه به په خپل تقریر کې ووایي چې افغانان تر هر څه ړومبی سولې او د اختلافاتو هیرولو ته ضرورت لري، موږ باید تیر هیر کړو او یو بل ته د وحدت لاسونه ورکړو. اکثره ناست کسان به د کوربه په پراخ نظرۍ افرین ووایي خو د مارکسي نظریې په اساس، دا ټوله لوبه د مادي او طبقاتي ګټو د خوندي کولو لپاره جوړه شوې ده.

زموږ په شعر، کیسې، کره کتنې او ادبي بحثونو باندې د مارکسیزم د اغېز مطالعه یو جالب او ناسپړلی باب دی. زموږ لیکوالو له مارکسي ادبه څه معنا اخیسته؟ دوی د دې نظریې تر اغیز لاندې کوم اثار ولیکل؟ هغه کوم ادیبان وو چې مارکسي نظریه یې له بیوزلو طبقو سره د خواخوږۍ د احساس د بیدارولو او ادب ته د نوې ښکلا او نوې جذبې د ورکولو لپاره وکاروله او له بلې خوا هغوی څوک وو چې دغه نظریه یې د شخصي ګټې وټې په ذریعې بدله کړه.

په افغانستان کې د چپیانو د حکومت په دوران کې د لیکوالو د اتحادیې او انجمن کتابونه، د ژوندون، ادب، خراسان، کابل او وږمې مجلې، د ثور انقلاب، حقیقت انقلاب ثور او درفش جوانان ورځپاڼې او ځینې نور مطبوعات د چپي او شوروي پلوه ادبیاتو ډیرې بیلګې لري چې د شننې لپاره سترګه ورو کره کتونکو ته انتظار باسي.

239 total views, 1 views today

2 comments

  1. ع. شريف زاد Reply

    سلام استاده
    بښنه غواړم زه پوهيږم چې ته څه وايې ستا ادبې ليکنه په زړه پورې ټکي لري ولي هېر نه کړو چې­
    د ټولنې د بدلون او پر مختګ مبادي مارکسيزم ته د نظام په سترګه نه ګوري ځکه يو رښتينى نظام د ټولنې ټول عوامل او ابعاد په نظر کې ساتي او د يوې ټولنې ادبيات هم د فرهنګ هغه غني برخه ده چې له دروغجنې،محدودې، پټې او نه پيژندل شوې خيالي ايديالوژي نه تښتي او هېڅ وخت چاته په دروغو او پلمو د سرو او شنو باغونو وعدې نه ورکوي

    مارکسيزم زموږ په ادبياتو کې هېڅ ځاى نه لري ځکه زموږ ټولنه يوه مسلمانه ټولنه ده او مارکسيزم زموږ د ټولنې له باوره وځي نو کله چې داسې انديښنه چې په غير مذهبي ټولنو کې ځاي ونه لري څنګه کيداي شي چې زموږ په ادبياتو راګډ ه شي. زه دا درسره منم چې د مارکسيزم دغه دروغجنه سندره زموږ ټولنه کې د يوه الګو په بڼه راننوته او هغه هم دداسې خلکو په واسطه چه له وخته مخکې ټولني استفراغ کړل مهمه نه ده ترکي وه او که اکاډيمسن ، شاعر، سليمان لايق خو د اخلک ولس ښه پيژني پروا نه لري چې د اريانا تلويژن يې د نخبګانو لقب هم ورکوي

    داډول پېښي کله ناکله دتاريخ په اږدو کې په تولنه کې رامنځ ته کيږي شپه که تياره هم ده مڼې په شمار دى

  2. باچا Reply

    اسد غضنفر صیب، تر ډېره ژوندی اوسي! په زحمت مې وکولای شول، ستاسو دا لیکنه تر پایه ولولم. په لیکنه کې دې خورا ښو ټکو ته هم اشاره شوې، خو لیکنه بې عیبه هم نه ده! زما په دې لنډه تبصره کې طبیعي ده چې ستاسو په ټوله لیکنه تبصره نه شي کېدای او هغه اوږدې لیکنې او تبصرې ته اړتیا لري چې دلته اړینه نه ښکاري. خو بیا هم ستاسو د تېروتنې یوه نیمه بېلګه به دلته یاده کړم: تاسو یوځای لیکلی دي« نورمحمد تره کي په ( یادونه او درمندونه ) باندې په خپله تبصره کې د سلیمان لایق یوازې یوه برخه شعرونه د زیارایستونکو مدافع بللي دي. ګومان کوم د نورمحمد تره کی ضمني مقصد دا و چې د لایق ټول شعرونه له مارکسي ایدیولوژي سره سمون نه خوري»دلته ښايي د تره کي مطلب دا وي چې سلیمان لایق د انقلابي شعرونو سربېره عشقي او نور اجتماعي شعرونه هم ویلي او لیکلي دي. دا حکم چې تاسو صادرکړی چې د تره کي نظر دا و چې د لایق ځینې شعرونه د مارکسیستي ایدیولوژۍ مطابق او نور يی بیا نه دي، ستاسو خپل حکم دی نه د تره کي، خو تاسو پر تره کي ورتپلی دی. زه مارکسیست نه یم، خو د مارکس یو څه اثار مې لوستي دي، هغه هم په افغانستان کې دننه نه، بلکې له هېواده بهر.ستاسو په پاتې مقاله کې مې داسې کوم څه چې پر مارکسیسزم د انتقاد جوګه وي، پيدا نکړل. بلخوا ستاسو د انتقاد دریځ ډېر زوړ او د ډېرې لیرې ماضي څخه دی، نه د راتلونکي او اینده له دریځه. تاسو د مارکس او د هغه د اثارو په اړه د وروسته پاتې اندیښنو، په مذهب او سوفیزم لړلو اندونو له دریځه ګوتنیوی لرۍ، نه د علم ، ساینس او معصرو علومو له کړکۍ څخه. په ټوله کې ستاسو لیکنه د شیرزاد ورور د تبصرې او لیکنې یو بل اړخ او انځور دی. زه باور لرم چې غضنفر صیب تاسو به د مارکس د اثارو کومه پاڼه هم نه وي لوستي، او زموږ په هېواد کې خو دا دود ده چې هرڅوک پر هر څه تبصره او نیوکه کولای شي. ملا انست، که چوپ نماند! هغه څه چې چپیانو په افغانستان کې د مارکسیزم په نوم ترسره کړې، هغو ته ورته دي لکه اوس چې داعش، طالب، القاعده، مجاهد او نور تروریستي ګروپونه يي د اسلام په نوم ترسره کوي. د مارکس اثار بل څه دي او هغه چې تفسیرشوي او یا په عمل کې دلته پلې شوي بل څه دي. کټ مټ لکه څنګه تاسو چې له تره کې څخه د لایق صیب د اشعارو په اړه تبصره کړې، چې حقیقت سره سر نه خوري! مننه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2