Categories

اعلان

Loading…

د الکوزي شپږیزې سیالۍ پنځمه ورځ

د الکوزي سپین غر زمریانو او فیضي مجددي آمو نهنګانو په بریا سره پای ته ورسیده

د الکوزي شپږیزې سیالۍ په پنځمه ورځ د پټروجن بست ساتونکو د الکوزي سپین غر زمریانو او د فیضي مجددي آمو نهنګانو د مشعل کابل بازانو پر وړاندې سیالۍ ترسره کړي.

لومړۍ سیالي د الکوزي سپین غر زمریانو او پټروجن بست ساتونکو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه د الکوزي سپین غر زمریانو لوبډلمشر وګټله او سیاله لوبډله یې توپوهنې ته راوبلله. د پټروجن بست ساتونکو لوبډلې د سیالۍ په شلو اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۶۹ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې منیراحمد ۶۹ منډې جوړې کړې. د الکوزي سپین غر زمریانو توپ اچونکو له لوري طارق ۲ او عبدالله عادل، مسلم موسی، باطن شاه او شفیق الله یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

الکوزي سپین غر زمریانو لوبډلې ورکړل شوی هدف د سیالۍ په شلم اوور کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ چې له ډلې یې شبیرنوري ۶۹ منډې جوړې کړې. د پټروجن بست ساتونکو توپ اچونکو له لوري عبدالله مزاري، شاپور ځدراڼ او رحمت شاه یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

شبیرنوري د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو او خپله ډالۍ یې ترلاسه کړه.

دوهمه سیالي د فیضي مجددي آمو نهنګانو او مشعل کابل بازانو ترمنځ وه. د لوبې پچه د فیضي مجددي آمو نهنګانو لوبډلمشر وګټله او د توپ اچونې پریکړه یې وکړه. د مشعل کابل بازانو لوبډلې توپوهونکو د سیالۍ په ۲۰ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۴۱ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې شهزاد محمدي ۶۲ منډې جوړې کړې. د فیضي مجددي آمو نهنګانو توپ اچونکو له لوري جاوید احمدي ۳ لوبغاړي وسوځول.

فیضي مجددي آمو نهنګانو ورکړل شوی هدف د سیالۍ په اتلسم اوور کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره ترلاسه کړ چې له ډلې یې جاوید احمدي ۳۶ منډې جوړې کړې. د مشعل کابل بازانو توپ اچونکو له لوري کریم جنت د سیالې لوبډلې درې لوبغاړي وسوځول.

جاوید احمدي چې هم د توپ اچونې او هم د توپوهنې په برخه کې وځلیده، د سیالۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش وایي چې، (د سولې لپاره یو شئ) تر شعار لاندې شپږیزه په بریالیتوب سره پرمخ روانه ده او بې مخینې رنګونه یې ځلیږي.

اجرییوي رئیس شفیق الله ستانکزی وایي چې، مونږ د شپږیزې په هر رنګ کې د ملي یووالي د پرمختګ رنګونه وینو او تیر په تفاوت دا ځل شپږیزه د شپږو لوبډلو په ګډون سره لا ښکلې شوې ده.

56 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *