Categories

اعلان

Loading…

پاکستان د چین خاص استازي ته وویل، د افغانستان سوله د سیمې لپاره حیاتي ده

تاند- په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم ځانګړي سلاکار سید طارق فاطمي د افغانستان لپاره د چین خاص استازي ته وویل چې د افغانستان سوله د سیمې د ثبات لپاره حیاتي ده.

د افغانستان لپاره د چین تازه ټاکل شوي ځانګړي استازي دینګ شیچون (Deng Xiju)) د جمعې په ورځ /نوومبر۶مه/ په اسلام اباد کې د پاکستان د صدراعظم له ځانګړي استازي سره ولیدل.

داسي ښکاري چې کابل ته د چین د مرستیال ولسمشر له سفره وروسته دغه هیواد د افغانستان د مسلې د حل په هلوځلو کې لا فعال شوی دی.

دینګ، چې یو تجربه کاره دیپلومات دی، په اسیايی چارو کې زیات بوخت پاتې شوی دی. ده په ۲۰۱۳ میلادي کال په افغانستان کې تر سفیر کېدو مخکې په میانمار یا برما، فلیپین، مالیزیا او سینګاپور کې د چین د سفیر په توګه کار کړی دی.

چین د افغانستان لپاره لومړی پلا په ۲۰۱۴ میلادي کال خاص استازی وټاکه.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په وینا دینګ د افغانستان له چارو سره ښه بلد دی. دینګ شیچون (Deng Xijun)، چې د سږ کال د اکتوبر په پای کې یې د افغانستان د سفیر په توګه دنده پای ته ورسوله، د افغانستان د چارو لپاره د چین خاص استازی نومول شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له یوې خبرپاڼې سره سم د دغه هیواد د صدراعظم ځانګړي استازي چینايي استازي ته وویل چې پاکستان او چین په افغانستان کې ورته هدفونه لري او اسلام اباد په افغانستان کې د سولې د ټینګښت او د دوو هیوادونو د اړیکو د پراختیا لپاره د هلوځلو هرکلی کوي.

د افغانستان او چین اړیکې وروسته له دې مخ په غوړېدو شوې چې ولسمشر محمد اشرف غني چین ته سفر وکړ او دا هیواد یې په سیمه کې د اقتصادي او تجارتي اړیکو پراختیا ته وهڅاوه.

د افغانستان حکومت هیله لري، هغه نفوذ ته په پام چې چین یې پر پاکستان لري، اسلام اباد به، چې ویل کېږي د افغانستان د جنګ او سولې کیلې یې په لاس کې ده، په دې هیواد کې له سولې سره مرستې ته تشویق کړي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج تېره اوونۍ وویل چې اوس وخت مناسب نه دی چې پاکستان وسله وال طالبان د افغانستان له حکومت سر ه د سولې خبرو ته وهڅوي او اسلام اباد په دې برخه کې د منځګړي رول ولوبوي خو د نوموړي له څرګندونو دوې ورځې وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وویل، که افغانستان وغواړي پاکستان تیار دی چې طالبان د سولې خبرو ته تیار کړي او پاکستان د دواړو خواوو د سولې په خبرو کې د منځګړي رول ولوبوي.

47 total views, 1 views today

1 comment

  1. څارنوال علیزی Reply

    ډپاکستان هیڅ ډول خبره دافغانستان دسولی په اړوند دمنلو وړنده ځکه دپاکستان ایجاد منطقا اوعملا دسیمی خاصتا دافغانستان دسولی او ثبات په ګټه ندی ددی سره سره چی افغانانو اونړیوالوټه په دروغواودفکرونو دغلطولو او اړولو دپاره دافغانستان دسولی ناری وهی خو په عمل کی پخپله همداجنګ جوړه وی ، دجنګ حمایه ،تمویل ،تجهیز اوروزنه کوی او حتی سر بازان او استخباراتوموظفین یی په جنګ کی عملا برخه اخلی . او په لسګونو نړیوالی، جنګی ډلی او ګروپونه حمایه کوی . دبلی خوا پاکستان کوم مستقل تاریخ نلری بلکی دغربی استعماری قدرتونو دخوا څخه دهند اوافغانستان دخاوری څخه دیوی برخی جبرا جلاشوی خاوری څخه جوړشویدی . ترڅو په سیمه اوخاصتا افغانستان کی داستعمار نقشی اودنړی نیولوپروګرامونو تطبیق اوعملی کړی نودداسی چا څخه دسولی طمع دخپل ځان اوخپلو خلکو خطا ایستل او تاوانی کول دی . .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *