Categories

اعلان

Loading…

تاسو ښی سترګي ياست که چپ سترګي؟ ژباړه: شکور کامران

کېدی شي په دې پوښتنې حيران شئ، ځکه چې ښی لاسی او چپ لاسی مو اوريدلي و، خو نه مو و اوريدلي چې څوک ښی سترګی يا چپ سترګی وي.

په هر حال، هماغسې چې انسانان ښی لاسي او چپ لاسي دي، ښي سترګي او چپ سترګي هم دي. په دې مانا چې يوه سترګه يې د بلې هغې په پرتله ډېره پياوړې او غالبه وي. په حقيقت کې کله چې تاسو مخامخ کوم شي ته په خلاصو سترګو ګورئ، دماغ مو يوازې هغه انځور اخلي چې ستاسو د غالبې سترګې په وسيله اخيستل شوی دی.

د دې موضوع د مالومولو لپاره، چې آيا تاسو ښي سترګي ياست که چپ سترګي، يو قلم خپلو سترګو ته مخامخ په عمودي ډول داسې ونيسئ چې له دواړو سترګو سره په يو مستـقيمه ليکه وي. دواړه سترګې مو خلاصې وساتئ او قلم په مستـقيم ډول د يو ديوالي ساعت، يو انځور يا د دروازې د يوه لاستي پر وړاندې ونيسئ. اوس په نوبت لومړی ښۍ سترګه او بيا مو چپه سترګه بنده کړئ.

آيا پام مو وکړ چې کله مو يوه سترګه خلاصه ده، قلم په يو ځای کې دی او کله چې مو دا سترګه بندوئ او بله هغه خلاصوئ، قلم حرکت کوي او خپل ځای بدلوي، په داسې حال کې چې قلم پر ځای دی؟ کله چې قلم په دېوال له يوه ټاکل شوي شي سره په يوه ليکه راشي، هره سترګه مو چې خلاصه وي هغه مو غالبه سترګه ده. نو کله مو چې قلم له ښۍ سترګې سره په يو خط راشي او چې چپه سترګه مو خلاصه کړئ، داسې وښکاري چې قلم ښۍ خواته حرکت کوي، مالوميږي چې ښۍ سترګه مو غالبه ده او تاسو ښی سترګي يئ.

يادونه

تقريباً په هرو درې کسانو کې دوه ښي سترګي او يو کس چپ سترګی وي يانې په دوه کسانو کې ښۍ سترګه او په يو کس کې چپه سترګه غالبه ده. سربېره پر دې د ښي لاسيتوب او ښي سترګـيتوب تر منځ هېڅ ډول اړيکه نه شته. پر دې اساس کېدلی شي د يو ښي لاسي کس، چپه سترګه غالبه وي.

849 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸