Categories

اعلان

Loading…

د ملي سرود پر ځای د ماشومانو د سرود د عامولو هڅه

تاند- د افغانستان له ملي سرود سر ه له هماغه پیله په دې خاطر ځینو کړیو اختلاف درلود چې په پښتو ژبه دی او لا یې هم نه مني.

اوس یوې کړۍ هڅه پیل کړې چې د ماشومانو د ملي سرود په نوم، چې په نړۍ کې ساری نه لري، د ماشومانو د ملي سرود سندره جوړه کړې او هڅه کوي چې د افغانستان پر کابینې یې هم تصویب او په ښوونځیو کې یې د ملي سرود پر ځای او یا ورسره په یووخت هره ورځ وږغوي.

دا سندره د موسیقۍ د ملي انستیتیوت په نوم د موسیقۍ یوې این جي او جوړ کړی او د سېف دي چلدرن د موسسې ملاتړ یې هم ترلاسه کړی دی.

د موسیقۍ (ملي؟) انستیتیوت ادعا کوي چې د افغانستان د پوهنې وزارت دا سندره تایید کړې او ټاکل شوې ده چې د وزیرانو د شورا له تاییده وروسته هره ورځ په ټولو ښوونځیو کې د ملي سرود ترڅنګ وږغول شي.

پرون /پنجشنبه/ په کابل کې د دې سندرې د معرفي کېدو په مناسبت غونډه جوړه شوې وه. په دې مراسمو کې فرهاد دریا او لومړۍ مېرمن رولا غني هم ګډون کړی و.

دوی د دې لپاره رابلل شوي ول چې د دې سندري ملي توب پرې ثابت کړي.

وروسته له دې چې د امریکا له لوري د طالبانو رژیم وپرزول شو، د شمال ټلوالې له پښتو د افغانستان د یوازینۍ ملي ژبې مقام واخیست.

سره له دې چې په اساسي قانون کې یې ملي ترمینالوژي ومنله خو هیڅکله یې رعایت نه کړه او تاکید کوي چې د ملي ترمنیالوژي په نوم کوم شی په رسمیت نه پېژني.

312 total views, 1 views today

9 comments

  1. شپون Reply

    زما رایه دا ده چې د اولمیر ( زیبا وطن )ملی سرود شي

  2. suliman zahid Reply

    په داسی کړنو سره پښتانه مجبور دی چه طالبان د ځان د نجات لپاره یواځینی لار و ګڼی

  3. ګهیځ Reply

    ډیر ښه وشول، بی غیرته پښتانه چې ټول عمر د مولا او دین په کونه ننوتي وي همدا یې حال او حتی حال یې له دې بدتربه شي، لږ راویښ شۍ او د مولا او مذهب له مینځه ووځۍ ګني نو تباه به وۍ پښتنو

  4. khan Reply

    remember in this situation that Taliban will control Kabul in near future

  5. shahed Reply

    د ژبې ویو نکې چې لکه څار وي په پیسو ځا نو نه و پلوري ( البته یو شمیر په اصطلاح د پښتنو ټیکه داران) نو د ژبې به یې حتما همدا حا ل وي الله د پر موږ و رحمیږي

  6. shakir Reply

    دا ځینی شیان چی ګورو یا یی اورو نو مو دې ته زړه جوړ شی چی طالبان راغلی وه ښه وو.
    د اشرف غنی په موجودیت کی هره ناجایزه د امکان څخه لری نه ده

  7. Hayatullah Naizi Reply

    سلیمان ذاهد صاحب تاسو طالبان پېژنۍ ؟ دومره کمزورتیا خو والله که ښه وی چې اوس په داسې خلکو ځان ساتې خپله درباندې څه شوی نر شه مبارزه وکړه .
    ګهیځ صاحب چا پیدا کړی یې ؟ د کوم ځای څخه راغلی یې او ولې دې دنیا ته رالیږل شوی یې؟ دغه درې پښتنې ځواب کړه بیا پوهیږی.

  8. mary luqmanie Reply

    هو له امکانه لیري نه ده چي همدا د شمال بیسواده ټلواله په خپلو بادارانو دا خبره هم ومني او هلته خو بیا په پارلمان کې هم یو څو ملي خاینان شته چې دې ته قانوني بڼه ورکړي لکه چې څو ځله په نړیوالو ورزشي سیالیو کې د همدې زور واکو له خوا د ملي سرود پر خای د همدې شمالي ټلوالې له خوا جوړ شوی سرود خپور شو خو هیڅ یو هم پرې خبر نه شو او که خبر هم شول نو د ځان د ساتنې لپاره یې سترګې پرې پتې کړي دا سې سرودونه هیڅکله هم نه شي کولی د هیواد دملي سرود ځای ونیسي نو ای رښتینو پښتنو او ای په هیواد مینو خپل کلک غبرګون په دې هکله را څرګند کړئ ځکه د استا سو د تاریخي برم د له مینځه وړلو لپاره یو بله دسیسه ده

Leave a Reply to Dr.HamidUllah Zrrlver Sapi T. Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2