Categories

اعلان

Loading…

د امنيت د ټينګښت په موخه هلمند ولايتي شورا مسؤلينو ته ۴۸ ساعته وخت ورکړ

د ولایتي شورا غړو د یوه خبري کنفرانس له لارې وویل چې په دې ورستیو کې ددې ولایت په یو شمېر سیمو کې جګړه روانه ده او د ښار په څلورمه حوزه کې يې جګړه په ۱۸ ورځو کې نه ده کابوکړې.

دوی ویل که په ټاکل شوي وخت کې په باباجي او مارجې ولسوالۍ کې حالت عادي نه شي نو دوی به د راتلوونکي شنبې څخه د ولایتي شورا دروازه وتړي او مرکز کابل ته به د اعتراض په توګه ولاړ شي.

اوس مهال دهلمند په یو شمېر ولسوالیو او سیمو کي جګړه روانه ده د لښکرګاه ښار څلورمه حوزه باباجي چي شاوخوا ۱۸ ورځي کیږي له جګړې نه ده خلاصه سوې .

ولایتي شورا همدې ستونزي چي په لوړ قوت ولي په دومره وخت کي جګړه نه ده کابو سوې اندېښمن کړي دي او اوس يې د هلمند ټولو امنیتي چارواکو ته تر ۴۸ ساعته پوري وخت ورکړ ترڅو حالت عادي کړي کنې دوی د شنبې په ورځ د شورا ټول غړي کابل ته ځي او د اوسنۍ وضعي په اړه به لوړپوړو دولتي چارواکو ته مالومات وړاندي کړي .

د ولایتي شورا ریس او غړو يې داهم وویل چي د ځواکونو ترمنځ نه همږغي او د ښه مدېریت نشتون ددې لامل سوه چي جګړه اوږده سوه .

ددوی په خبره باباجې چي د لښکرګاه ښار ۴حوزه بلل کیږي د جګړې تر دوام وروسته يې مارجې ولسوالۍ کي هم جګړه پیل سوې ده او دوه ورځي کیږي هلته سخته جګړه روانه ده ولي امنیتي چارواکي يې په کنټرول کي پاته راغلي دي .

باید وویل سي چي په دا ورستیو کي د هلمند په یو شمېر سیمو کي د جګړې له امله سلګونه کورنۍ هم بېځایه سوې ده او په سخت حالت کي شپې سبا کوي .

300 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2