Categories

اعلان

Loading…

اروپا ته د پناه وړونکو افغانانو شمېر تر سوریه والو واوښت

تاند- سره له دې چې افغانان خپل هیواد ته د بېرته استول کېدو له خطر سره مخامخ دي، په وروستیو ورځو کې ناروې ته تر ټولو افغانان زیاته پناه وړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې اکثره افغانان له روسیې څخه د ارکتیک د شمالي څنډې له لارې ناروې ته پناه وړي.

د ناروې او نورو اروپايي هیوادونو چارواکي وايي چې د پناه غوښتونکو افغانانو شمېر تر سوریه والو هم اوښتی دی.

دوی د پناه غوښتونکو سږنی سېل له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته بې ساری بولي.

د سې شنبې په ورځ د اتریش کابینې دغه هیواد ته د افغانانو د ورتګ د مخنیوي لپاره د سختو اقداماتو او یوه نوي قانون د تصویبېدو وړاندیز وکړ.

د ناروې د مهاجرت د ریاست مشر فرود فورفانګ خبریالانو ته وویل:«له افغانستانه د خورا زیاتو خلکو راتګ اندېښمن کړي یوو. دوی باید (ترراتګ مخکې) دوه واري فکر وکړي. په دوبي ډېر مهاجر د سوریې ول چې په شمال (د ناروې) کې یې پناه غوښته. اوس هره ورځ د ټولو راتلونکو کډوالو په سلو کې ۶۰ افغانان دي.»

فورفانګ وویل، اکثره افغانان ناسم فکر کوي چې دوی په اتومات ډول د کار او زده کړې جواز ترلاسه کوي.

ده همداراز وویل، اکثره افغانان بېرته کابل ته د ستنېدو له خطر سره مخامخ دي. ناروې باور لري چې کابل امن دی.

د ناروې د مهاجرت د ادارې رييس وویل، د دوشنبې په ورځ له روسیې څخه له ارکتیک پولې څخه د ټولو ملیتونو ۱۹۶ تنه راغلل چې بې ساری شمېر و.

په ټول ۲۰۱۴ م کال له دې لارې ټولټال ۱۰ تنه پناه غوښتونکي ناروې ته تللي ول.

سږ کال تراوسه پوري ۲۲ زره تنو په ناروې کې د پناه غوښتنه کړې چې د هغو په منځ کې ۷۸۵۸ سوریه وال او ۴۰۷۹ افغانان دي.

فورانګ وايي چې د سږ کال ترپایه به ناروې ته د ورتلونکو پناه غوښتونکو شمېر ممکن ۳۰زره یا حتي ۴۰ زرو ته ورسېږي.

اړوند خبرونه:

د جرمني استخبارات: افغانانو اروپا ته د قاچاق شبکه جوړه کړې

اتریش د افغانانو د مهاجرت شرایط سخت کړل

74 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *