Categories

اعلان

Loading…

د بې پولې ډاکترانو ټولنې تحقیقات ښيي چې د هوايي حملې په مهال په روغتون کې هیڅ راز پوځي فعالیت نه و

تاند- په کندوز کې د امریکا د هوايي ځواک له لوري د بمباري شوي روغتون په اړه د بې پولې ډاکترانو ټولنې تحقیقاتو وښودله چې د بمبارۍ په مهال په روغتون او شاوخوا کې یې نه وسله واله جګړه روانه وه او نه وسله وال موجود ول.

د بې پولې ډاکترانو په راپور کې، چې د پنجشنبې په ورځ /نوومبر۵مه/ خپور شو د اکتوبر په درېمه د امریکايي الوتکې حمله بې رحمانه بلل شوې او راغلي دي:

«په روغتون کې د وسلې د نشتوالي په شمول د بې پولې ډاکترانو مقررات اجرا کېدل او درناوی یې کېده. د بې پولې ډاکترانو ټولنه د هوايي حملې په وخت پر روغتون بشپړه واکمنه وه.»

په راپور کې همداراز ویل شوي:«په روغتون او انګړ کې یې هیڅ وسله وال موجود نه و. د هوايي حملې په مهال روغتون پوره فعال و، ۱۵۰ تنه پکې بستر ول او جراحي عملیات روان ول.»

پر دې سربېره د بې پولې ډاکترانو ټولنه وايي:«د نړیوال بشري قانون پر اساس روغتون د بې پلویتوب طبي موافقې ته درناوی کاوه او تر حملې مخکې یې له ښکېلو خواوو سره موافقه کړې وه چې په جګړه کې به پوره بې پرې وي.»

خو له بې پلویتوب سره سره امریکايي الوتکې پر روغتون حمله وکړه.

د بې پولې ډاکترانو د ټولنې ريیس کریستوفر ستوک وايي:«د دې بې رحمانه او بوږنوونکې حملې هدف وژل او د روغتون نړول و.»

ستوک وویل چې د کندوز د شخړې له پیله په دغه روغتون کې ۶۵ طالبان بستر شوي خو د حملې په مهال ۲۰ طالبان تداوي کېدل.

ده همداراز وویل چې د امریکايي پوځیانو او د غوڅ ملاتړ د ماموریت د ځواکونو په شمول یې ټولو خواوو ته د روغتون نقشه او د جي پي ایس نقشه ورکړې وه. همداراز د روغتون پر ودانۍ څو بېرغونه رپېدل.

د روغتون پر بام هم بیرغ درول شوی و څو له پاسه الوتکو ته ښکاره شي چې دا روغتون دی.

د امریکا ولسمشر د دې حملې په خاطر، چې ۳۰ تنه پکې ووژل شولو بخښنه غوښتې او هغه یې سهوه بللې خو د بې پولې ډاکترانو ټولنه دا خبره نه مني چې دا برید سهواً شوی بلکې هغه یو قصدي عمل بولي.

روغتون له حملې یوه میاشت وروسته لا هم ویجاړ پروت دی.

309 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2