Categories

اعلان

Loading…

ګارډین: افغانان د بشار اسد او ایران د جګړې لپاره سوریې ته لېږل کېږي

تاند- ګارډین ورځپاڼې په نننۍ ګڼه /پنجشنبه/ کې لیکلي چې ایران د بشاراسد د ساتلو لپاره افغانان د سوریې په جګړه کې قرباني کوي.

د ورځپاڼې له راپور سره سم، ایران د معاش او په خپله خاوره کې د دایمي اقامت د اجازې د ورکولو په بدل کې افغانان سوریې ته لېږي چې د اسد لپاره وینې توی کړي.

ایران دا جګړه د شیعه ګانو د مقدسو امکاینو لپاره بولي.

د افغان مهاجرو د فاطمیانو پوځي فرقه، چې په ایران او سوریه کې مېشته ده، اوس په سوریه کې د بشاراسد د رژیم په ملاتړ په بهرنیو جنګیالیو کې د لبنان له حزب الله وروسته دوهمه لویه پوځي قطعه ده.

د ایران له دولت سره تړلیو ادارو د سږ کال په مې میاشت کې وویل چې د سوریې د جګړې له پیله تراوسه پوري د فاطمیانو د فرقې لږترلږه ۲۰۰ غړي وژل شوي دي.

څرګنده نه ده چې له هغه وخته راوروسته به تر اوسه څومره نور وژل شوي وي.

د ګارډین په وینا، ایران تل ادعا کړې چې په سوریه کې یې رول د سلامشورې تر بریده لوړ نه دی، لوی قوماندانان یې لېږلي چې عملیات پلان کړي او ویې څاري، خو د افغانانو له لېږلو داسي ښکاري چې ایران له نورو شیوو هم کار اخلي.

ګارډین لیکي، د ایران په دوو ښارونو لکه مشهد او قم کې هره ورځ د افغانانو جلب و جذب روان دی.

ورځپاڼه وايي، داسي معلومات یې ترلاسه کړي چې ایران تر قانوني عمر (۱۸) کشر افغانان هم د سوریې د جګړې لپاره جلبوي. د سږ کال په مني کې لږترلږه یو افغان، چې عمر یې ۱۶ کاله و، په سوریه کې ووژل شو.

2ایران په سوریه کې وژل شویو کسانو ته د اهل بیت د حرم دفاع کوونکي وايي.

د مشهد ابوالفضل جومات، چې د ګلشهر په نوم د مشهد ښار یوه وروسته پاتې سیمه ده او افغانان پکې ډېر دي، د جلب و جذب مرکز دی.

د سږ کال د دوبي په یوه سهار شاوخوا ۵۰ تنه افغانان، چې اکثره ځوانان یا زلمکي ول، د دغه جومات مخته کتار ولاړ ول څو نومونه ثبت کړي.

د نوم ثبتولو شرایط ډېر ساده دي: څوک چې لېوالتیا لري باید ثابته کړي چې افغان دی، مجردان یا تر قانوني عمر کشران باید د پلار اجازه لیک ولري.

۲۴ کلن مجتبي جلالي، چې په ایران کې زېږېدلی افغان مهاجر دی، په وروستیو کې یې له مشهد څخه اروپا ته پناه وړې ده. دی عکاس دی او وايي چې په مشهد کې لږترلږه د لسو افغانانو د جنازې مراسمو ته ورغلی چې ټول په سوریه کې وژل شوي وو.

ګارډین ورځپاڼې د جلالي له لوري ځیني اخیستل شوي عکسونه هم خپاره کړي دي.

2جلالي په ایران کې د افغانانو د ستونزو د یادونې ترڅنګ وايي چې د ایران له لوري د بشاراسد د ملاتړ قیمت افغان کډوال پرې کوي. ایران د نورو په وینو خپل جنګ پرمخ بیايي.

ګارډین وايي چې په سوریه کې د افغانانو د فاطمیانو د فرقې رول هغه وخت څرګند شو چې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قوماندان قسیم سلیماني اډیو خپره شوه. په دې صوتي پیغام کې سلیماني په خپلو شخصي خاطرو کې په سوریه کې د افغانانو د حضور اهمیت ستايي.

د ګارډین تر دې راپور مخکې هم څو ځلي د ایران له لوري د سوریې جنګ ته د افغانانو د لېږلو او په دغه جګړه کې د افغانانو د وژل کېدو راپورونه خپاره شوي دي.

په سوریه کې د ۷ وژل شویو افغانانو مړي په مشهد کې خښ شول

په سوریه کې وژل شوي افغانان په قم کې ښخ شول

269 total views, 2 views today

1 comment

  1. حضرت Reply

    زه نه غواړم دا قضاوت وکړم چه آیا سورئې ته د افغانانو لېږدل ښه کار دی او که بد بلکه غواړم ووایم چه د لندن شیطانی مطبوعات هغه وخت ولی چپ وه چه د عربی ملکونو څخه په وحشت او تحجر او حماقت سمبال ځوان عربان د جهاد!!!!! پنوم زموږ ګران هیواد ته را استول کېدل او وروسته ئې د غربی شیطانت تر سسیوری لاندی په هر څه کی غول وکړه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2