Categories

اعلان

Loading…

د الکوزي شپږیزې سیالیو دریمه ورځ

د فیضي مجددي آمو نهنګانو لوبډلې د پټروجن بست ساتونکو او د الکوزي سپین غر زمریانو لوبډلې د مشعل کابل بازانو لوبډلې پر وړاندې بریاوې وکړې

د الکوزي شپږیزه سیالۍ چې د الکوزي – کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره کیږي، نن یې دریمه ورځ د پټروجن بست ساتونکو پر وړاندې د فیضي مجددي آمو نهنګانو او د مشعل کابل بازانو پر وړاندې د الکوزي سپین غر زمریانو په بریا سره پای ته ورسیده.

لومړۍ لوبه چې د فیضي مجددي آمو نهنګانو او پټروجن بست ساتونکو لوبډلو ترمنځ وه، پچه یې د فیضي مجددي آمو نهنګانو لوبډلمشر وګټله او د توپ اچونې پریکړه یې وکړه. د پټروجن بست ساتونکو لوبډلې د سیالۍ په ټاکلو شلو اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۴۰ منډې جوړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۴۱ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې عمران جنت ۵۲ او خیبرعمر ۴۳ منډې جوړې کړې. د فیضي مجددي آمو نهنګانو لوبډلې له لوري جاوید احمدي د سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي وسوځول.

2د فیضي مجددي آمو نهنګانو ورکړل شوی هدف د سیالۍ په ۱۹ اوور کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ چې له ډلې یې میرویس اشرف ۴۳ منډې جوړې کړې. د پټروجن بست ساتونکو لوبډلې له لوري عبدالله مزاري د سیالې لوبډلې ۲ لوبغاړي وسوځول.

د سیالۍ غوره لوبغاړی جاوید احمدي ونومول شو.

دوهمه سیالي د مشعل کابل بازانو او الکوزي سپین غر زمریانو ترمنځ ترسره شوه. ددغې لوبې پچه د مشعل کابل بازانو لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه. دوی د سیالۍ په ۱۹ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۰۵ منډې جوړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۰۶ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې زبیرشینواري ۴۱ منډې جوړې کړې.

الکوزي سپین غر زمریانو ورکړل شوی هدف د سیالۍ په ۱۶ اوور کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ چې له ډلې یې سمیع آفریدي ۴۴ منډې جوړې کړې. د مشعل کابل بازانو لوبډلې توپ اچونکو له لوري راشد ارمان د سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي وسوځول.

2د سیالۍ غوره لوبغاړی مسلم موسی ونومول شو.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش وویل چې، مونږ د شپږیزو په شپږو رنګونو کې هره ورځ د شپږو لوبډلو زړه راښکونکې لوبه وینو او د سیالۍ تر پایه به د سیالۍ هره شیبه له خوندونو ډکه وي.

اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي وویل چې، موږ د شپږیزې له هر رنګ څخه د سولې او ملي یووالي ښکلاګانې وینو او باور لرم چې د سولې په لور زموږ هڅه به غني پایلې راوړي.

ټاکل شوې سبا بلولاین بندامیر ښامارانو لوبډله د فیضي مجددي آمو نهنګانو لوبډلې پر وړاندې او د ایوامبایل مس عینک اتلان د مشعل کابل بازانو لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووځي.

249 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸