Categories

اعلان

Loading…

بې خاورې او بې لمره څو منزله کرونده

تاند- دا د امریکا له شیکاګو ښاره ۶۵ کیلومتره لېري په ۲۸۰۰ مترمربع (تقریباً یو نیم جریب) مځکه کې جوړه شوې ساینسي کرونده ده.

ساینسي مو په دې خاطر وبلله چې بوټي په خاورو کې نه دي کرل شوي او لمر هم نه ویني.

بوټي په په قفسچو کې یو د بل دپاسه کرل شوي او د ایل اي ډي (LED) د سرې او شنې رڼا په وسیله وده کوي.

خاوره نه لري او دې شیوې ته هایدرو بونیک وايي خو د اوبو بهیر یې دایمي دی.

د قفسچو لوړوالی یې ۸ متره دی. د هغو لاندې د ایل اي ډي ځانګړي ګروپونه بل دي چې په منظم ډول د کمپیوټر له لوري څارل کېږي.

په دې کرونده کې له دڼیا، کاهو، کرم، ګوبي، رومي رانیولې تر ویلنې پوري راز راز سابه کرل شوي او په اوونۍ کې دوه ځلي ورڅخه حاصل اخیستل کېږي.

د پاپولر ساینس (Popular science) د راپور له مخې، دا کرونده د تېر کال په ژمي کې په داسي حال کې جوړه شوه چې پر له پسې وارو ټوله مځکه پوښلې وه او د سبزیجاتو د کرولو هیڅ امکان نه و.

خو د دې بې خاورې کروندې خاوند رابرت کولینګلو وايي چې په دې شیوه په لږ مځکه کې د کال په ټولو ۳۶۵ ورځو کې د سبزیو زیات حاصل ترلاسه کېدای شي.

د رابرت په وینا واړه سبزیانې په هرو ۱۳ ورځو کې رسېږي خو ځیني نورو ته میاشت پکار ده. د کرم او ګوبي (ګلپي) په څېر سبزیو ته ۳۵ ورځې پکار دي. حال دا چې په عادي یا معموله کرونده کې په هر فصل کې یو یا دوه ځله حاصل ترلاسه کېدای شي.

75 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *