Categories

اعلان

Loading…

د څو شاعرانو څو شعرونه

رنګینه شپه – عبدالصبور روفی

ښــــــــــکلي وه رنګــــــــــــینه یوه شـــــپه وه

د خـــــــــوبونو شـــــهزادګي مــــي راسره وه

په خــــــندا او خوشـــــحالي یي غـــاړه راکړه

سور پالنګ کی چي مي څنګ کی دا پرته وه

د ژوندون کیســـــــی یی ټولــــی راته وکړي

وه خــــــوشحــاله خــو په سترګو کی خپه وه

د ګـــــــډ ژوند مبارکـــــــی یی ماله راکـــړه

خـــــــــو حــــــالاتو ته یـی لـــګه اندیښنه وه

باڼه غشی یی لــــــــرل کـــــــمان یــی نه وه

بــــــی کـــــــمانه یی ویشـتم نښه یـی ښه وه

د صـــــبور زړګــــی یی ځــانه سره یـــــوړ

د ا په اصــــل کی د زړونـــو یـوه غـــله وه

کابل ـ آریانا نیوز ۱۰-۷-۱۳۹۴

—————————————

د زیري په تمه

شین سهار دی، ما ته خوب راځي ملګرو!
بیا څپه د مینتوب راځي ملګرو

هره خوا د زنځیرونو شرنګا اورم
معلومیږي، لیونتوب راځي ملګرو

سترګې وتي، آینې ته ده ولاړه
پر هغې اوس پیغلتوب راځي ملګرو

یو بوډا دی، خپل تصویر ته وهي چیغې
ور ته یاد د زلمیتوب راځي ملګرو

ما خاپوړې کړې، چې کور یې را ته وسوو
اوس نفرت له ماشومتوب راځي ملګرو

   پر (نعمان) به داسې زیری کله وشي؟
چې دې چم ته سړیتوب راځي ملګرو

محمد نعمان دوست، جلال اباد

نن سهار، د تلې ۱۱مه، ۱۳۹۴

——————

د ژوند له هر ډګر سره ټکر دی او ژوندون
د درد له ماښامونو سره مل دی او ژوندون
سپیرې خاورې پرمخ راته راتوی کړي په دلیو
ماښام د تورو شپو سره سحر دی او ژوندون
له کوم کوره را ټول کړمه ټغر د ماتمونو
له اوښکو اسویلو سره سفر دی او ژوندون
تالا والا کړه واړه غمازانو ګلبڼونه
د تندر او سیلۍ لاندې مزل دی او ژوندون
بیلتون دې راته وښوده بدرنګ مخ د حالاتو
له تا لرې تیریږی دلته غر دی او ژوندون
اخر بدې نایابه د ژوندون ډیوه هم مړه شی
له تا لرې چې اوسی بس په چل دی او ژوندون
/////////////////////////////////////

له نیمو شپو راتیرې شوې زما د زړه خبرې
ځولۍ ځولۍ وریږی د آشنا د زړه خبرې
ماښام روڼ تر سهاره پورې یوسم
باران یې رانه پاکې کړي بلا د زړه خبرې
جامونه مې مات کړیدي پناه ځینې ګرځیږم
ساقی یې رانه غواړی د آشنا د زړه خبرې
سکون رانه ورک شوی لټوم یې
خاموشه آوازې غواړی رښتیا د زړه خبرې
په تار د ربابی سره تړلی دی زړګی
په ترنګ کې د تارونو کوی بیا د زړه خبرې
چینه د کلی وچه چیرې مشه
منګی راوړی پیغلوټې، په درزا د زړه خبرې
نایابه لیونتوب هم تر یوحده پورې کیږی
له چا به ځي تر چا پورې د چا د زړه خبرې
———————-

له خپل وجوده راوتلی یم بهر ولاړیم
که ته راځې راځه د کلی په ګودر ولاړیم
نایاب
——————–

غزل
داسې ژوبل داسې ړنګ یمه بس ښه یم
سوی سکور لکه پتنګ یمه بس ښه یم
د افغان خواره جونګړه یمه ځکه
داسې پروت پاس په ګړنګ یمه بس ښه یم
چې مې واړه لیونې زامن راوړي
ستړې پلار د هر اورنګ یمه بس ښه یم
چې پخپله ننګ غیرت پکی هیڅ نه وي
اوس له خپل ژونده په تنګ یمه بس ښه یم
د بدن وینه یوه ده فرق پکې نشته
له خپل ورور سره په جنګ یمه بس ښه یم
ما پخپله په ځان کړي څوګ ګرم ندي
چې له خپلو نه په څنګ یمه بس ښه یم
نایاب

————————

مینه، مینه یو رڼا یو کیفیات یو

زه او ته د ژوند جدت او روایات یو

خدايه بل يو باچا خان موږ کې پيدا کړې

ګني موږه پښتانه واړه ميرات يو

موږه شور د محبت پارول غواړو

موږه دواړه د دوو زړونو حرکات يو

دا چې ژوند ته وايو ژوند او رڼا غواړو

خدايه موږ هم سرچېنه د چا د ذات يو؟

ساقي ته ولې د ماتې پيالې غم کړې؟

موږ که غم کړو نو په زړه باندې مات مات يو

د دې ښار کوڅې به ولې ښکلې نه وي

زه او ته د رڼاګانو علامات يو

فريد احمد تسکين ـ کابل پامير سينما

————————-

غزل

شمه رویه اوښکه – اوښکه څڅېدلی دیم پښو ته

اوس حصه ستا د تصویر شوم اورېدلی دیم پښو ته

ګلستان غوندې ټول عمرګریوان چاک نه یمه ښه یم

رضا واره دې وږمه وم ،خورېدلی دیم پښو ته

هغه کاڼی دغره نه یم چې مې لمر پټاوه شا ه ته

لکه ریګ کړمه حالاتو چې لوېدلی دیم پښو ته

دوړې پېغلوټې نازه لوې – لوې حوصلې دي

دا واړه نازونه پـرېـږده ،چالېدلی دیم پښو ته

دتنویر دغزلونو وار خطا دی – وار خطا دی

داوبو په څېر روان وم رسېدلی دیم پښو ته

یونس تنویر

غزل

را ټوله شوه له تانه نن زما د نظر غېږه

پاچا نه وي چاپېره د پاچا دعسکر غېږه

ته پورته شوې سپوږمۍ مګر رسوا شوې ورکه نه شوې

زه تکه سپینه اوښکه شوم د ځمکې د سر غېږه

تقدیر لکه څپه نه دی چې را دي شي پلو ته

دڅاڅکي ظرافت دی،ماتوي د ګوهر غېږه

غربته! ستا له جوره لالهانده زندګي شوه

کرۍ عمر پرانیستې راته تا د سفر غېږه

که عشق په سیخو لارو تر منزله رسیدلای

فرهاد به په تیشه سورۍ کوله دغر غېږه؟

یونس تنویر

109 total views, 13 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *