Categories

اعلان

Loading…

بې پښتو افغانستان/ مطیع الله عابد

وطن پلار او ژبه مور ده. نو که څوک د خپل پلار عزت کوي او د مور خدمت کوي نو نه د ورورنه اجازت نه غواړي او همسایه ته معذرت نه کوي . خو څه عجب زما د افغانستان فرزندان دي او د پښتو بچیان دي چې د خپل ملي سرود په ویلو هم شرمیږي او د پښتو په یادولو هم ډاریږي. افغانستان سره مینه کول د بل ستان سره دښمني نه ده او د پښتو زده کول،لوستول او خپرول د بلې ژبې حق وهل ،بد ویل یا ردول نه دي.خو دا خبره د افغانستان د مکتب استاذ ته او د معارف وزارت مامور ته څوک وښاي چې په مورنۍ ژبه ذدکړه د هر انسان په شان د هر افغان حق هم دی. خو داسې ښکاري چې یا خو ورته افغان انسان نه ښکاري او یا ځان ورته افغان نه ښکا‏ري. فاروق عدالت نه کوي .عمر سخاوت نه کوي. په سپینو پاڼو لیکل شوې پښتو کتابونه د غلطې املا او د ناپوه ملا دلاسه په کباړ کې خرڅیږي.

هغه افغانستان به خاورې اباد شي او هغه پښتو به خاورې ښاده شي . چې پښتو په مکتب کې اختیاري شي. استاذ ې نسواري شي او شاگرد ې بیزاره بازاري شي. د پرتوگ او پتلون په جنگ کې او بې پښتو او پښتون په ننگ کې د پښتو زړه تنگ دی. استاذ خپله پښتو نشي ښودلی نو شاگرد ته وايي چې دا د غرونو ژبه ده. لکه د کاڼو سخته ده. لاړ شه د درو ژبه وایو. د شعرونو او نغمو ژبه ذده کړه. دې نه څه نه جوړیږي. پښتو کې به دې پوختۍ ماتې شي. نو شاگرد چې گوري چې ټول هغه بل صنف ته روان دي. چې درسونه ې اسان دي. چارواکي ورباندې مهربان دي. ټول پکې همزبان دي. نو افغانستان به همداسې وران وي چې ښار ې ناپرسان وي او پښتو به ورکه د دربار او دیوان وي.

افغانستان د ټولو ژبو ډک کور یادیږي. خو یوازې نمایشي شیان پکې د پښتو سره تړلي دي. د کابل باچا، ملي سرود په پښتو غږیږي. اساسي قانون پیل او د تذکیرې د سر ټکي په پښتو لیکل شوي .همدې باندې خوشاله دي. خو دا نه گوري چې بورسونه چیرته روان دي. درسونه په کومه ژبه بیان دي. د زابل د مکتب شاگرد خپل سوزیدلي صنف ته ژاړي او د کابل په مکتب کې شاگرد خپل غولیدلي قسمت ته ژاړي. استاذ بې پښتو دی او تنخا د پښتو په نوم اخلي. امتحان کې ورته سوالونه بل څوک جوړوي .اخر نتیجه دا شي چې دی ناکام او همسایه ې کامیاب شي. بیا وايي چې کانگور کې د دوي شمیر کم دی. چې واکدار ې بې غمه وي. نو د پښتون برخه به همداسې کمه وي.پلار ې پیسو پسې ورک دی. ورور ې پروژو پسې ورک دی. نو ماشوم پښتون به څنگه د رحمان کلام ذده کړي او د حمزه دیوان ذده کړي. پټه خزانې به همداسې ورکې وي. د زمکې لاندې خزانې پردو یوړې او د پیر روښان کیسې ورنه تاریکو یوړې.

افغانستان یو سرته په لمبو کې سوزي .بلخوا دسیسو کې سوزي. ناخبره ملا ې کیمیا او هندسې ته نه پریږدي او بله بلا ې مکتب او مدرسې ته نه پریږدي. د دیرشو کالو بې مکتبه بې سیپارې ځوانان نن ټوپک او تمانچې گرځوي. نو د نن ورځې بې نتیجې هلکان به سبا ته کومې وسلې او داشکې گرځوي. پلار ماشوم ته د اختر په ورځ د قلم کتاب او کتابچې په ځای میله کې پلاستکي ټوپک او تمانچې اخلي. بیا وايي افغانستان نه جوړیږي. افغانستان به خاورې جوړ شي چې افغان نه جوړیږي. کاروان به څنگه مخکې لاړ شي چې کاروان مخکې نه ځي. ټول همدا ژړا کوي چې پښتو بې قدره شوه. پښتو به څنگه قدرمنه شي. چې پښتون بې قدره گرځي. خپله د یو ورو سر وهي او بل ورور ې پښې وهي. په ژبه گونگ. په سترگو وړوند او په غوږو کوڼ پښتون .په بله ژبه غږیږي. د نورو په سترگو لیدل کوي او د پردو په سندرو نڅیږي. نو افغانستان به همداسې بې پښتو وي او پښتو به همداسې بې بچو وي.

19 total views, 2 views today

3 comments

  1. pattang Reply

    قسم په خدای چې ستا لیکنې ډېر وژړه ولم نور بس دی وروره

  2. جمشید کاکړ Reply

    عابد صاحب ډیر په زړه پوری مطلب مو راخیستی دی الله دی په قلم کی برکت واچوه. بس داوطن بعضی څوتنه لیکوالانو ته پاته دی
    چایی پلو له مخه پورته نه کړ
    پښتو لا هماغسی بیکره پاتی ده

  3. شيرمحمد وزيري Reply

    عابد صاحب موژ ته بار بار وليکه موژ ويده يو موژ داسې په اسانه چيرته ويښيږو تا دوطن دبيا رغونې اواز په کليوالي ژبه دهرې لارې موژ ته راوه رساوه غاړه دخلاصه ده خو ته به دله ليکنو نه ستړي کيږي زه وينم چې ستا ليکنې دخپل قوم لپاره څومره الهام ورکونکي دي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *