Categories

اعلان

Loading…

افغاني اوښکې ناچله سيکې /سيدشاه سقيم

د خدای کتاب وايي د خدای له فضل او رحمت څخه مه ناامېده کېږئ. ملا وايي دا ژوند او دا فاني نړۍ ستاسي د پاره دوزخ دی ، زړه بيا دواړه نړۍ جنتونه غواړي او زه د دې ټولو ترمنځ حيران ولاړ يم.

زمونږ په وطن کې هره شپه ډک زړونه خالي لاسونو ته ژاړي.

کلونه وشول چې دلته کونډې، بورې، واورې او يتيمان هره شپه خدای ته ژاړي، مظلومان تر سپېده چاوده پورې ظالم ته شپه په اوښکو تويولو رڼه کړي، پېغلې هر ماښام خولې ته په اوښکو لنده ګوله وړي. خو تر ننه پورې نه ددې وطن د خلکو د زړونو اوښکو د دوی د لاسونو تورې ليکې سپېنې کړې، نه د يتيمانو او کونډو اوښکو د خدای ليکلی تقدير بدل کړ او نه هم د کوم مظلوم اوښکو د ظالم توره زنګنه کړه.

کورش وايي درې غږونه دي چې زه ورته د ټينګې نه يم او سخت ورڅخه وېرېږم يو د بې موره يتيم د ژړا غږ، بل ده کونډې يا کونډ سړي کړيکه چې په خپل خاوند يا مېرمنې پسې ژاړي او درېيم د هغه بندي کريږې چې په خپله بې وسي او بې ګناهي ژاړي.

د دې وطن په کورونو کې هره شپه هم دغه درې غږونه له دېوالونو سره ډغرې وهي خو تر اوسه يې د يو انسان په غوږونو کې ازانګه ونه کړه. لکه دلته چې هيڅ انسان نه وي.

دېوالونه غوږونه لري. هره کړيکه اوري، ژبه هم لري ځکه چې هره کړيکه بېرته په هماغه شکل را غبرګوي زه خو وايم چې سترګې هم لري ځکه چې د دې خلکو د کوټو اکثره دېوالونه نمجن او لانده دي خو کاشکي يې لاس هم لرلای. بيآ به تر انسانانو ډېر ښه وای.

باور لرم چې په نړۍ کې به ډېر ليږ داسې انسانان وي چې دغه درې غږونه به يې د زړه غوږونه ور کڼوي خو داسې خلګ زښت زيات دي چې له دغو دريو غږونو خوند اخلي. هغوی لکه مارانو ته چې دروی خوند ورکوي دوی د يو بې وزله زګېروي ته همداسې له ډېره خونده ځنګېږي.

دلته له خلکو هغه نېټه اوس هېره ده چې له کله راهسې يې له رګونو څخه وينو داره وهلې ده. د دې وطن له خلکو د پلرونو د هغو کمېسونو شمېر ورک دی چې د اولادونو په وينو يې سره شوي دي. دلته له خلکو د وطن هغه يوه لوېشت خاوره هم ورکه ده چې تر اوسه لا پرې د دې وطن د کوم بچي وينه نه ده څڅېدلې

دلته هر څاڅکی وينه د خدای د خوشحالولو په تمه تويه شوې ده خو داسې ښکاري چې خدای لا اوس هم د دې وطن له خلکو نه دی خوشحاله شوی. د دې وطن د بې وزله بچيو وينو تر اوسه د تقدير ليکلې کرښې نه ورنګوولې او نه يې ورانې کړې.

دلته هره ورځ د يو خوار ځواکي مزدور خولې تويېږي، هر ماښام يوه غريبه مېرمن د خپل ستړي خاوند له خټو ډکې پښې ور چاپي کوي او ډاډ ورکوي چې خير دی که دي نن ظالم د مزدورۍ په پيسو خېټه واچوله سبا به داسې نه کېږي.

دلته ډېر وخت خټه د مزدور په وينو خيشته شي، خو د بل مزدور د پاره دغه په وينو خيشته خټه کار نه اسانوي. دلته هره ورځ مزدور کار کوي خو ظالم يې هره ورځ پسې ورانوي.

په دې وطن کې نه د وږي او بې وزله مزدور د پښو چاودو د کوم ظالم زړه وچو، نه يې د لاسونو تڼاکو د کوم ښامار سترګې وبرېښولې.

دلته لا د غريب د مېرمنې هغه ارمان نه دی ختلی چې يوه ورځ به له شکېدلې لوپټې څخه خلاصېږي.

کلونه وشول چې په دې وطن لا د خدای د فضل او رحمت هغه لمر نه دی راختلی چې د دې وطن وګړي يې په تمه د دوزخي ژوند جنازه په اوږو ګرځوي.

د دې وطن د خلکو په مخ کې لا د تقدير بلا غرونه او ګړنګونه ولاړ دي.

عقل وايي دغه خلکو له ځانه خدای مرور کړی دی. وخت وايي چې د دې وطن د خلکو اوښکې، خولې او وينې هغه ناچله سيکې دي چې د خدای په دربار کې هم نه چلېږي. زړه وايي عقل او وخت را باندې غمېدلي دي. ځمکه وايي نور مي د خپلو بچيانو په وينو او خولو خوا را ګرځي اسمان ويي (( ولا تئسو من روح الله )) زه بيآ هم حيران ولاړ يم.

16 total views, 1 views today

3 comments

  1. شيرمحمد وزيري Reply

    ماشاءالله

  2. داود حمید Reply

    داود حمید
    . پر ژوند او قلم دی برکت سه

  3. داود حمید Reply

    . پر ژوند او قلم دی برکت سه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *