Categories

اعلان

Loading…

پاکستان وايي، د سولې د خبرو د بیا پیلولو لپاره د افغانستان ځواب ته انتظار دی

تاند- پاکستان یو ځل بیا له افغانستانه وغوښتل چې حاضر دی وسله وال طالبان خبرواترو مېز ته راولي.

پاکستان په تېرو دوو میاشتو کې څو ځلي وویل چې که طالبان او د افغانستان حکومت وغواړي نو حاضر دی چې د دواړو خواوو ترمنځ منځګړتوب وکړي.

وروسته له دې چې د افغانستان له لوري د پاکستان د دې غوښتنې په وړاندې غبرګون څرګند نه شو، پاکستاني چارواکو په خپلو الفاظو کې لږ څه بدلون راوست، ویې ویل چې که د افغانستان حکومت وغواړي نو پاکستان تیار دی چې له طالبانو سره د افغانستان د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي.

د افغانستان حکومت نه یوازې دا چې د پاکستان غوښتنې ته مثبت ځواب ونه وایه بلکې ویې ویل چې که طالبان خبرې کوي د افغانستان له حکومت سره دې مخامخ وږغېږي.

افغان چارواکو دا هم وویل چې په دې برخه کې د پاکستان منځګړتوب ته اړتیا نه لري خو که پاکستان غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي، په خپله خاوره کې دې هغه طالبان وځپي چې د جګړې لپاره افغانستان ته جګړه مار رالېږي او د هغو لپاره وسلې او پیسې برابروي.

پرون /دوشنبه/ د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز وویل چې لا هم د افغانستان د حکومت ځواب ته انتظار دی چې د افغان چارواکو او طالبانو ترمنځ د خبرو په بیا پیلولو کې مرسته وکړي.

سرتاج عزیز وویل:«زموږ په نظر پخلاینه تر ټولو ښه انتخاب دی خو د بریالیو پایلو لپاره مخکې ترمخکې شرطونه پکار دي، او لازمه ده چې انعطاف وښيي.»

پاکستان د سږ کال د جولای په اوومه د افغانستان د حکومت او طالب استازو ترمنځ اسلام اباد ته نژدې په مري ښارګي کې د خبرواترو امکان برابر کړی و. خو وروسته یې په دې هیله چې اوړی دی او له تودې هوا څخه په استفادې به طالبان ځیني ولایتونه ونیسي د ملا عمر د مړینې په پلمه دوهم پړاو خبرې، چې ټاکل شوې وه، د جولای په ۳۱مه وشي، وځنډولې.

اوس چې هوا په سړېدو ده او اکثره طالبان د ژمي او د تېرولو لپاره بېرته پاکستان ته ځي، پاکستاني چارواکي غواړي چې خبرې اترې وشي او په ځینو ولسوالیو کې د طالبانو له پرمختګ څخه د سولې په خبرو کې امتیاز ترلاسه کړي.

12 total views, 2 views today

7 comments

  1. shakir Reply

    دروغ دروغ بیا هم دروغ؛ لعنت شه د پاکستان پر دروغو

  2. شپون Reply

    دیندقسې یې یې په مرګ ونیسه چې په تبه را ضي شي. واوا کمیو ټر سریه

  3. سلیمان Reply

    د پاکستان هم د افغانانو نه شرم نه کیږي، طالباتو سره خبرو ته څه اړتیا ده. هغوی په پاکستان کې اوسیږي هملته تربیه او تجهیزیږي او د همدوی لخوا افغانستان ته رالیږل کیږي، نو هغوی سره ولې خېرې وشي؟ پاکستان ښه پوهیږي چې افغانستان ضعیف دی او دوی یې نه پریږدي چې په پښو ودریږي خو تل به حالات داسې نه وي او نه به داسې بې کفایته اداره په افغانستان کې د همیش لپاره بقا ولري. پاکستانه دا د احمدشاه، سلطان محمود او سردار داود خاوره ده. د هر افغان په زړه کې ستاسو لپاره نه هیریدونکې کرکه پرته ده. وخت به راشي زما جنګ د طالب سره نه بلکې له تا سره دی خو ته دومره سپين سترګې او تور مخی یې چې د هر چا سترګو کې خاورې اچوې.

  4. محمد داود یتیم یار Reply

    لکه څرنګه چی طالبان درسینو دراپور له مخی په دوه ډلو ویشل شوی چی دیوی ډلی مشری یی ملامحمد رسول اخوند او دبلی ډلی مشری یی ملا اخترمحمد منصورکوی
    دا اوس معلومه نده چی کومه ډله دسولی په ټینګښت اوپه نظامی ډګر کی دخپل حریف په مقابل کی برلاسه اوخپلی ژمنی عملی کولای شی
    افغان دولت باید دحالاتو دڅارلو په خاطر دصبر څخه کارواخلی ترڅو له یو ځواکمن ډلی سره دسولی خبری شروع اومثتبی نتیجی تری رابرڅیره شی

  5. څارنوال علیزی Reply

    عزتمندو: پاکستان نه دطالبانو په ګټه دی نه دافغانستان دحکومت په ګټه دی . بلکی پاکستان په سیمه کی فقط دغربی استعمار امریکا او انګریزداستعماری نقشو اوجها ن نیولو موخو ته درسیدلو اوپلانونودتطبیق ټیکه دار او ضمنا دخپلی بقا اوهغی خا وری دساتلو اود ځان کولو موخوته ورسیږی کومی سیمی چی دهندوستان او افغانستا ن دخاوری څخه دغربی استعمار دخوا څخه جبراجلا او پاکستان یی تری جوړکړی دی . نوځکه پاکستان هیڅکله دافغانستان سوله نه غواړی اوهم پدی لاره کی څوڅو ځلی ازمایل شوی اوبیا ازمایل شوی مګر عملا خبیث او ترخیث هم وړاندی دوه مخی او دروغجن او مضرثابت شویدی .نوبیا ازمایل یی خطا پرخطاوی که دسولی په اړوند کومه خبره او یا ناسته کیږی ښه به داوی چی په بل داسی هیوادکی چی دافغانستان دخلکو دپاره او هم په سیمه کی دجنګ اوجګړی ، نیولواو دځان کولو دپاره کوم شوم هدف او موخه ونلری اوپاکستان یی هم څه ناڅه تر تاثیر لاندی وی ښه به وی . .

  6. madina Reply

    هر انسان چه اله پاک وپېږنده مستقېمه پېږنې طالبان خداې بالکل نه پېږنې دا ېو څرګند خقېقت دې چه بلېګه مجاهېدېن غله او دې دېن رسول دښمن وو او دې اولېن دې پاکستان غلامان دوې وو او دې او په دا مردارو څېرو دې دوې نالت وې

  7. madina Reply

    او نمبر مجاهېدن دې پاکستان غلامان وو او اوس هم دې دوهم نمبر دې خدادې رسول نه منکره او شر اچونکې چه هم ځمکه ترې سوزې او هم اسمان چه ښه بېلګه دې ځمکو چور او نه ناخقه قسم خوړل او وږل او خلال کول دې چه هېچاته جوازاله پاک ندې ورکړې مجاهېدېنو دې خداې دوښمنو کړې دې ېا ډېره سخته ورځ به چه ستاسو محماکمې حاضرېږې دلته خو ددوې درشوتونو زور دې هلته نشته دې مرشال فهېم او ربانې به اېمانه او غولان مسعود ته ورشې چه دې هغې دونېا ټول قوانېن ورته معلوم دې ځان پرې خبر کړې چه دا اوس توبه وباسې خداې مهربان وبه بښخې ځکه دا اله دربار دې نه مخقېق مړتت ورسرهمرشال به اېمان او ورپسې ربانې او اخېر کې چې په دوې باندې دا خپلې ښځې دوه دوه وارې طلاقې دې
    ځکه دازامن ددوو ټول ارمونې دې

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *