Categories

اعلان

Loading…

د کورنیو چارو وزیر له سلب اعتماد کېدو وژغورل شو

تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزیر جنرال نورالحق علومي، چې د سلب اعتماد کېدو له خطر سره مخامخ و، په خپله دنده پاتې شو.

ولسي جرګې د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي د وروستیو ناامنیو په استیضاحیه غونډې ته وربللی و خو وروسته له دې چې د کورنیو چارو وزیر خپل دلایل بیان کړل د جرګې اکثرو غړیو د وزیر په توګه د علومي پاتې کېدو ته رایې ورکړې.

په نننۍ غونډه کې د ولسي جرګې ۱۴۱ غړي حاضر ول خو د هغو له منځه یوازې ۳۸ فیصدو د علومي د استعفا غوښتنه وکړه.

ویل کېږي چې د ولسي جرګې غړي عموماً د دې لپاره چې له وزیرانو پیسې یا امتیازونه واخلي، په دې ډول غونډو یې تر فشار لاندې راولي.

ولسي جرګې ویلي و چې د کورنیو چارو وزیر یې د وروستیو نا امنیو او په کورنیو چارو وزارت کې د سلیقه یي ګومارنو په خاطر استیضاح کړی دی.

77 total views, 1 views today

1 comment

  1. Safirullah Reply

    پارلمان کی بیا ډالر باد شوی او داد وکیلانو عادت دی کله چی جیب خالی شی نو بیا وزیر استحضا کړی او بیرته مثبت رایه ورکړی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *