Categories

اعلان

Loading…

د داعش د غړیو راکټي برید په یوه جومات کې ۵ تنه ووژل

تاند- په ننګرهار کې چارواکو نن /شنبه/ وویل چې د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې ۵ تنه په یوه جومات کې ووژل شول.

د اچین ولسوال حاجي غالب وویل، د داعش د وسله والې سخنتدریځې ډلې غړیو پرون /جمعه/ ماښام مهال د پندولۍ په سیمه کې پر یوه جومات راکټ وویشت چې په نتیجه کې یې لږترلږه ۵ تنه لمونځ کوونکي ووژل شول او ۸ نور ژوبل شول.

ولسوال ښاغلی غالب وايي چې داعشیانو د امنیتي ځواکونو د اډې لور ته ۶ راکټونو وویشتل چې یو یې پر جومات ولګېد.

اچین او د ننګرهار یو شمېر نورې ولسوالۍ د داعش د فعالیت پر مرکز بدلې شوي دي.

داعش د ننګرهار د شینوارو په ولسوالیو کې طالبان هم پسې اخیستي او له خلکو سره خورا بې رحمانه چلند کوي چې له کبله یې په سلګونو کورنۍ اړ شوي څو کور- اور پرېږدي.

افغان امنیتي ځواکونو په وروستیو کې د داعش پر ضد عملیات پیل کړي خو لا یې هم دا ډله له سیمې څخه نه ده شړلې.

290 total views, 1 views today

1 comment

  1. استاد ګل نبي صادق Reply

    د شینوارو دهسکی مینی په ولسوالۍ کی د داعش ضد عملیاتو نتیجی د یو معمی شکل غوره کړیدی، حتی ځینی وخت د امنیتی قواو د نا تماموعملیاتو څخه سړي ته داپه زړه کی وګرزي چی، حکومت قصدا نه غواړی چی داعش د منطقی څخه وشړل شي ، ځکه چی امنتي قواوی ددشمن دځپلو په نیت لاړی شی، یوڅو فیرونه وکړي ، هوای قواوو بی ګناه ملکي خلکوته تلفات واړوي، د مقابل دشمن غصه را وپاروی او بیرته جلال آباد ته واپس شي ، حتی دنرۍ او بو قریه چی همیش داعشانو څخه ډکه وي او دجلال آباد په ۲۰ کلومترۍ کی موقعیت لري ، امنیتي ځواکونه ورڅخه تیریږي هسکی مینی ولسوالۍ ته ځی او د نرۍ اوبو قریی ته چی په لاره کی پرته ده نه راګرزي،نه پوهیږم چی ولی،دا څووم کرت دی چی ناکام او ناتکمیل عملیات ترسره کیږي، او د والي صاحب ویاند په راډیوګانو کی اعلان کوی چی فلان او فلان ډاګونه د دداعش د موجودیت څخه پاک شول.متاسفانه که په نورو ولایتونو کی هم دهسکی مینی دعملیاتو په څیر، عملیات صورت نیسي ، نو وطنوال دی د ارآم ژوند امیدونه د زړونو څخه بالکل ډیلیټ کړ او بس
    .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2