Categories

اعلان

Loading…

پاکستان ولې طالبان نشي اداره کولی/ پرخه صافۍ

پاکستان وايي: په طالبانو نفو‌ذ لرو خو هغوی اداره کولی نه شو.
دا په دې مانا چې اوس طالبان په خپله د پاکستان حکومت ته هم يو ګواښ دی .خو د اندېښنې وړ پوښتنه دا راپيدا کيږي چې ايا د داعش د ترهګريزو کړنو په مقابل کې د طالبانو څخه د روسيې او نورو هيوادونو ملاتړ به د سيمې لپاره يو  بل لوی ګواښ نه وي؟
د سر تاج عزيز وروستی سفر کابل ته د دې لپاره و، چې  کابل ته ډاډ ورکړي چې دوی نور د طالبانو له ملاتړ څخه لاس په سر شوي کومې پېښې چې په کابل کې شوې دي د پاکستان حکومت پکې هيڅ ډول مداخله نه لري او  همدا راز يې له کابل  څخه هم غوښتنه  وکړه چې نور دې افغانان هم په ټولنیزو رسنیو (سوشيل ميډيا) کې د پاکستان پر ضد پرپاګنده بنده کړي.
په ورته وخت کې د طالب مشرانو ليدنې له ايرانی چارواکو سره د افغانستان حکومت ته يو څه ډاډ ورکړ چې اوس پاکستان په ريښتنې توګه د طالبانو له ملاتړ څخه لاس په سر شوی دى، او دا ورته په ډاګه شوه چې اوس طالبان د يو نوي ملاتړ کوونکي په لټه کې دي.
په دې وروستيو كې  د پاکستان دولت چې  کومې  څرګندونې  کړې تر يو حده راته ريښتنې ښکاري ځکه چې د روسيې وروستۍ لېوالتيا په سيمه کې د استخباراتي لوبې کولو لپاره شايد د طالبانو له ځان سره لرل وي چې پدې برخه کې افغان دولت هم را ته يو څه ښکېل ښکاري. د هيواد په شمال کې د طالبانو له خوا د يو مهم او ستراتيژيک ولايت کندز نيولو او سقوطولو دا څرګنده کړه چې د داعش په شمول طالبان تر اوسه هم د سيمې لپاره يو لوی ګواښ ده بل د دې پېښې په تر سره کولو کې دوی خپل ځان ته هم ښه مارکټينګ  وکړ ترڅو روسيه او نور هغه هيوادو ته چې غواړي له امريکا او اروپايي ټولنې سره لوبۍ وکړي له دوی سره دې نوی قراردادونه وکړي.
 بلې خوا ته د افغان دولت لپاره يې دا ګټه وه چې د نړيوالو پام يې ځان ته را واړو  او همداراز د غني وروستۍ غوښتنې له روسيې څخه يو بل پيغام هم دامريکايانو او د اروپايي ټولنو لپاره و، چې نور اروپا او امريکا د افغان ‌دولت د ملاتړ څخه لاس په سر شوي دي. د غني دې کړنې په امريکا او اروپا کې د دولت په مقابل کې د خلکو قهر را پا‌رولى.
 حتى د امريکا د ‌راتلونکو جمهوري رياست ټول ټاکنو احتمالي نوماندانو په خپلو پلويانو غږ کړی چې په هيڅ صو‌رت به روسيې ته اجازه و‌رنه کړي چې د امريکا ګټو ته په افغانستان او سيمه کې خنډ شي.
زما په اند دلته اوس يوه نوې لوبه پيلېدونکې ده چې دې لوبې ته پاکستان په ډېرې بې صبرۍ منتظر دی، اوس نو دا به ولسمشر غني او اجرائيه رئيس داکټر عبدالله د خپلې  سياسي پوهې  او رهبري  په مټ  خپل ملت ته په ډاګه کړي چې دوی څنګه پدې لوبه کې لوبيږي.

239 total views, 1 views today

1 comment

  1. aimal Reply

    ستاسی لیدلوری ډیر سطحی دی. رښتیا دا دي چه طالب ، القاعده او داعش ټول یوه پروژه ده چه د امریکا او د هغه د سیمه ایز ملګرو له لوری پر مخ وړل کیږی .پاکستان پدی پروسه کی د امریکا او انګلیس د برنامی چلونکی ده او همدی دندی لپاره تنخواه اخلی اما د برنامی اختراع کوونکی ندی! په افغانستان او دی ټولی سیمی کی د تروریزم پر نامه دا جګړه مطلق مصنوعي ده او هیڅ حقیقي بڼه نلري . دا پدی مانا چه غربیانو د خپلو ګټو او موخو لپاره دا مصنوعي جګړه او اخ او ډب ژوندی ساتلی ! هم طالب او داعش ته اکمالات ورکوی ( د پاکستان لا لاری ) او هم افغان اردو ته ..منځ کی مرګ او وینی تاسی وینئ ! د کندوز او د افغانستان د نورو ولسوالیو سقوط په لوی لاس تر سره کیږي او دا پروسه د امریکایانو په امر تر سره کیږی ځکه چه به نظام کی دننه خپل ځانګړی مزدوران لري .د سقوط د پروسی اساسی هدف د افغانستان به شمال کی دامریکايي طالب او داعش مصنوعی ځواک ډونډوره کول دی تر منځنی اسیا ته لاره پیدا کړی او روسیه ګواښ کړي خو پوتین ډیر بیدار دی او غربیانو دا لوبه نه بریالی کیږی . د همدی لوبی به تړاو په سوریه ، یوکراین او ان به افریقا کی د دوی تر منځ اخ او ډب روان دی ! دا ټوله یوه جګړه ده اما نومونه او محاذونه یی جلا دي خو دا ټولی جګړی امریکایي دي او تمویلونکی یی هم امریکا ده! سوال دا دی چه موږ خپل ولس د امریکا او بریطانیی د دغی شیطانی کړونو څخه څنګه ژغورولای شو؟ دا کار د امریکایی جاسوسانو لکه د اتمر او نورو په شتون کی امکان نلري . مننه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2