Categories

اعلان

Loading…

د شعر مانیز تسلسل/ لیکوال : یونس تنویر

   د ادب تر ټولو وزمینه ونډه د مصر تر منځه ارتبات او تسلسل دی.شعري، ارتبات د مانا په جوړښت کې کلکه ونډه لري او په بیت کې معنوي تړاو رامنځته کوي. د ادب با ذوقه او لا متنافره لوستونکي ، د همدې، زاویې نه د شعر تول کوي.همدغه ارتبا ت شعر لطیف کوي او د شعریت اعلی غوښتنه دبیت نننی شکل دی.شاعر مجبور دی چې له همدې زاویې د شعر په ما هیت غور وکړي.

     لوستونکی د بیت داخلي ماهیت د دواړو مصر تر منځ د تسلسل کیفیت ته متوجې وي.شاعر ته دا لا زمه ده چې دمصر و ترمنځه همدغه لطیفه زاویه او د بیتونو تر منځ، وحدت غښتلې کړي.اکثره بې مطالعې شاعران د دغو اصولو سره موازي نه دي او دشعرانسجام یې شعري نه وي. خوند او رنګ یې پیکه او د لیل یې د نه منلو وي.

   د شعر انډول دانه دی چې کلمات او مانا دې هیڅ ارتبات سره ونه لري؛ بلکې دا دی چې کلمات باید مانا ته محتاج کړو؛ ځکه چې د شعر باطني خصلت همدې ته اړتیا لري.او دا هغه شی دی چې مضمون لطیف کوي.

   دمصروترمنځه همدغه تسلسل او انډول ابهام نه پیدا کوي ؛ بلکې ابهام هغه وخت زیږي چې دا اصول پکې نه وې ساتل شوي . دځانه دیوې مانا ارایه کول ابها م نه دی؛ ابهام هغه وخت پیدا کیږي چې دمصرو ترمنځ خواص،وجه او تسلسل نه وي موجود شوي. کله چې خواص سره موازي شي دا بیا نوښت راځي. دمثال په توګه لاندې بیتونو ته ځیرشئ:

زموږپه محرومو سترګو شپه راولي

سیوري چې غیږې یو پربل غوړوي

بیا مې په زړه باندې تیارې راغلې

څوک په هنداره کې وربل غوړوي

استاد محمد صدیق پسرلی

   په پورتنیو بیتونو کې د(شپه )او (سیوري) ترمنځ دتوروالي وجه ده.چې په یوه نوي بڼه باندې ورسره تناسب لري.کله چې سیوري راشي نو تیرې ضروري راځي.داچې مطلق تناسب نه دي دا دي معاصرې دورې یونوښت دی.

مګر دوهمه مسره کې( تیرې) او (اوربل) سره متناسبې کلمې دي.ددغو( تیرو) او(اوربل )تناسب ډیر پخوانی دی.چې په کلاسیکه شاعرۍ کې یې ژوندي مثالونه لرو.

     کومه شاعري چې سلا ست او رواني نه لري،سندریزه نه شي کیدای.ځینې ملګري وایي چې: یاره ساده شاعري ډیره روانه لوستل کیږي.خبره په ساده توب کې نه ده.تاسې په ساده و خلکو ریشخند وهئ ؛ نو په شاعري کې د سا ده توب، معیار به څه ارزښت ولري؟ اصل کې دوی چې څه شي ته ساده وایي هغه دکاروان صیب شاعري ده. هغه د درویش دراني شاعري ده.دغه شاعري خو ساده نه دي؛ بلکي بلیغې او فصحې شاعرۍ دي.مګر د سلاست او موسیقۍ معیار دا نه دي چې یوازي دې عام فهمه مانا ولري .سلاست او موسیقي هغه وخت په غزل کې را تلای شي چې دمسرو تر منځ مانیز تړاو ته متوجې شو.او یا د داسې کلمو، داستعمال قدرت ولرو چې ضوف تالیف ونه لري.دمثال په توګه:اشرف خان هجري دمیرزاخان انصاري په ستاینه کې ویلي دي:

تکلف په داکې نشته باور وکړه

په دا فن کې یې ګوی وړی له یوهر دی

اشرف خان هجري

   په پورته بیت کې دژبې او مهاورې جوړښت تغیر کړی دی.په ځای ددې چې لیکل شوي وای(هریودی.)نو ( یوهر دی)لیکل شوي دي.چې په معاني کې ورته دقیاس مخالفت وایي.او همدې        دسلا ست او موسیقي مخه ډب کړې ده.او په بیت کې یې ضوف تالیف رامنځ ته کړی دی.داچې پورتنۍ کلمې سره نا انډوله دي نوموسیقي او سلاست مخه همدې ډب کړې ده.

   سلاست او رواني دسادګۍ معیار نه دی.ساده تو ب خو شډل وي.تو خدای چې شډله شاعري به خوند وکړي.دوی هغه شاعري ښيي چې د پردې تر شا دې هیچ ونه.مګر داسې نه ده.ښه شاعري یا ښه غزل هغه دی چې نفسیاتي علتونه موراڅرګند کړي.دنازک اشاریت نوم وي.دحسن دنازکۍ راڅرګنده کړي.دعشق نازک احساس موانځورکړی وي.جذبه پکې په وجد راغلې وي…نوپه دې ، وجه ډاکتر سید عبدالله به شاعر ته صاحب جذب، جنون وایه.

   سلاست د ساده شاعري معیارنه دی. دسلاست معیار، صیقل شوې کلمې دي.دلفظ او مانا اړیکه ده.دانډول شویو کلمو راوړل دي. همدا موسیقي ده اوپه کلام کې همدا شی موسیقي راولي.

   دلفظ اومانا ترمنځ د ادیبانو مخالفت شته ، څوک یې لفظ تر مانا مهم بولي اوڅوک مانا ته ترجع ورکوي.خوزموږبحث دلفظ او مانا اړیکې دي.په شاعرۍ کې .دابن رشید خبره :چې (لفظ جسم دی او مانا یې روح ده چې په دې ډول دغه دوه نه سره بیلیږي)دغه جګړه په ادبي مکتبونو کې هم، شتون درلود.سیمبلیزادبي مکتب انځوراو شکل ته ډیره توجو کړې وه.ددې پر خلاف رومانتیک مکتب بیا ترلفظ مانا ته ارزښت ورکاوه.او ویل به یې چې هر هغه عبارت سم دی چې مانا یې سمه وي .مګرریالیزم بیا مضمون ته توجو وکړه او دشکل له اهمیته یې هم مخ نه دی اړولی.

   په اوسنۍ شاعرۍ کې تناسب اومانیز تړاو په یوه نوې بڼه راڅرګند شوی دی.دمثال په توګه :که پخوا خال ستایل کیده یا راوستل کیده ؛نویا به له ستورو،زخم،غاټول …او نوروسره یې تناسب ورکا وه.اوپه دې ډول به یې دشعر مانیزجوړښت غښتلی کیده.مګرپه اوسني دور کې همداغه لطا فت یوڅه غښتلی شوی دی.او په یونوي شکل متعارف شوی دی.ددې پیدا کول یوڅه ځېرکي غواړي.بعضې شیان یا نومونه دظاهري شکل له مخې سره یو څه تړاو لري.موږ دمطلق تناسب خبره نه کوو.د کلا سیک سره موتوپیر په همدې کې دی چې په اوسني دور کې هرشی په مطلق یا په کولي توګه دبل شي سره نه مشابه کوو.بلکې په خپله یو وییکي ته تناسب ورکوو.دمثال په توګه دسالک په دغه بیت کې:

دداغونومې څه شمار دی

چې جامه یې زر زري ده

مصطفی سالک

   په پورتني بیت کې داغونه دزري جاموسره تناسب لري.په دې وجه زري جامه خالداره وي .یا دخالونو په څیر وي.اوپه کلاسیکه شاعرۍ کې دا غونه له خال سره مطلق متناسب دي.مګرپه پورتني بیت کې مطلق شباهت نه شته. د یوې متقاطع زاوې په واسطه ورسره اړیکه پیدا شوې ده. یا دسالک صیب په دې بیت کې:

چې یارنه څوک دخالونو پریږدي

دا شین اسمان له سړي مخ واړوي

مصطفی سالک

چې په کلاسیکه شاعرۍ کې همدغه خال د داغ سره شیدا داسې را وستلی دی:

دلاله غوندې مې داغ دبدن جز دی

درته چاوې چې زما دسوز دوا کړه

کاظم خان شیدا

   دنه مانیز تړاواو دکلمو نه انډول یا دتناسب نه شتون دبیت په داخلي جوړښت کې ابهام داسې را ولاړوي لکه په تیرې کې چې ستنه درنه ورکه شي.یا په خړ سیلاب کې چې دځمکې تل نه ښکاري. دمثال په توګه درحمت الله حکیمي دا بیت ګورو:

یوه شیبه چې مینه او رڼا غاړه غړۍ وي

هغه دم به ښکلا او پکتیکا غاړه غړۍ وي

رحمت الله حکیمي

     په پورتني بیت کې مینه او ښکلا متناسبه خبره نه ده.بلکې که مینه اوښکلا غاړه غړۍ وای نو له یوې مخې به يوڅه ، تناسب پیدا شوای وای او بل به دبیت مانیز جوړښت،غښتلی شوی وای.تاسې دمرحوم پسرلي صیب دا بیت ، نه دی اوریدلی؟

حسن به ساه وبولو جند یې مینه

ښایست وي پټ خو کړي څرګند یې مینه

محمد صدیق پسرلی

     دپسرلي شعر دمانیز تسلسل په لحاظ څومره غني او دقیق دی.مګر حکیمي صیب یو ابهام رامنځ ته کړی دی.او دوهمه مسره خو یې هیڅ ارتبات ورسره نه لري.

   دشعر په مانیز تسلسل کې دمضمون حق ادا کول هم ډیر مهم دي.دمثال په توګه یومضمون یو شاعر غواړي چې انځور یې کړي؛ مګر هم هغه شان یې حق ادا نه شي کړای. دغه دحق نه ادا کونه، د لفظونو سکښت، د نا انډوله کلمو پیوند. یا دانډول شویو کلمو نه متناسبتوب دی.دمثال په توګ داجمل ښکلي دغه بیت چې وایې :

شیبه مې وشوله چې کور ته مې راورسیدم

بیرته روان یمه سامان راټولوم لګیایم

اجمل ښکلی

همد غه مضمون ریاض تسنیم داسې اداکړی دی.

خلکو کډې ګرځول له مانه زده کړئ

په اوږو باندې مې زوړ دکور سامان شو

ریاض تسنیم

په پورتنیو بیتونو کې دمضمون یوالی یو دی.مګرد ریاض تسنیم بیت د اجمل ښکلي د بیت څخه زیات تناسب لري.هغه په دي وجه چې د ښکلي متنا سبې کلمې دوې دي.اوبله خبره د( شیبه) او (رسیدلو) انډول دکور او سامان سره تر( کډه ګرځولو) او( زوړ) ډیر نا انډوله دی.همدا شان دریا ض تسنیم متنا سبې کلمې دری دي. کډه ،کور،سامان. او د(کډه ګرځولو) او( زوړ) انډول له متناسبو کلموسره ډیر جذباتي دی، نسب (رسیدلو) او( شیبه) ته.نو په دې لحاظ ریاض تسنیم په تناسب کې له ښکلي صیب څخه غښتلی او مانیز تړاو یې زیات دی.خو خبره داهم نه ده چې دښکلي بیت دې تناسب ونه لري یا دمانیز تړاو ونه لري.دا دواړه لري ولې دتسنیم په څېر،غښتلي نه دي.

پای

اخځونه:

۱: د نثرلیکلو هنر،غضنفر،اسدالله،خپروندویه ټولنه:په نیدرلیندکې افغان کلتوري ټولنه،چاپچارې مومند خپروندویه ټولنه.۱۳۸۹

۲: نوی عربي شعر،پسرلی،اجمل،مومند خپروندویه ټولنه،جلال اباد۲۰۱۲.

۳: معاني ، دننګرهار پوهنتون،ژبو او ادبیاتوپوهنځی، تدریسي لیکچرنوټ. پوهندوی فضل ولي ناګار.

20 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *