Categories

اعلان

Loading…

د خوست ولایت د پاورلفټنګ لوبډله د پکتیا ولایت ته د لوبو په موخه ولاړه

نن ورځ دخوست ولایت دپاورلفټینګ رشتې شپاړس کسیزه لوبډله د خوست ولایت له ورزشي ادارې څخه دیوې غونډې په ترڅ کې پکتیا ولایت ته رخصت شوه .

یاده لوبډله ،چې مشري یې دهمدې رشتې مسؤول فیض محمد ګلابدوست پرغاړه لري دخوست کلید راډیو له لوري ورته ټول امکانات برابري شوي او دبریا له پاره دپکتیا ولایت ته ولاړه .

هغه مراسم ،چې په همدې موخه دخوست ولایت په ورزشي ادراه کې نیول شوي وو پرانسته دخوست ورزشي مدیر عزیزالرحمن ملنګ دقرانکریم په مبارکو ایتونو سره وکړه ، له تلاوت وروسته ملنګ پرانستونکې وینا وکړه .

نوموړي وویل ،چې موږ تل هڅه کوو پیاوړي لوبغاړي پیدا او دهېواد ملي لوبډلې ته یې وروپیژنو او دهېواد بیرغ مو په نړۍ کې اوچت وساتي.

نوموړي زیاته کړه ،چې موږ ته هغه څوک دستایلو وړ دي ،چې لوبغاړي راته نازوي او دوی ته دمسابقاتو په برخه لازم امکانات برابروي او دلوبډلو مالي ملاتړ کوي .

له ملنګ وروسته دخوست ولایت دکلید راډیو مسؤول نوراجان بهیر خبرې وکړې ،نوموړي وویل ،چې موږ تل له وروزشکارانو سره په مختلفو برخو کې مرسته کوو ،څو دوی په ځان بسیا شي او خوست ولایت ته قهرمانۍ راوړي .

له بهیر وروسته دپاورلفټینګ رشتې مسؤول فیض محمد ګلابدوست خبرې پیل کړې او دې سیالیو ته یې دپوره چمتوالي وویل او له کلید راډیو یې هم مننه وکړه ،چې ورسره یې ترخپله وسه همکاري کړې .

دپروګرام په وروستیو کې د دعایې په ویلو سره لوبډله دپکتیا په لور رخصت شوه .

268 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2