Categories

اعلان

Loading…

انسانیت څه شی دی؟ / مجید قرار

دی شیخ با چراغ همی‌گشت گرد شهر
کز دیو و دد ملولم و انسانم آرزوست
گفتند یافت می‌نشود جسته‌ایم ما
گفت آنک یافت می‌نشود آنم آرزوست

سره له چې انساني کردار ډېر کم او نادر د دې وړ و چې وستایل شي، خو انسانیت ته بیا بیا په اخلاقي، فلسفي او شاعرانه بحثونو کې معیار ویل شوی دی. حتی هغو خلکو هم انسانیت ته معیار ویلی چې د دې معیار د مصداق په نه موندل کېدلو باوري ول. مثلا، مولانا رومي په پورته بیت کې اول په انسان پسې ګرځي، خلک ورته وایي چې انسان نه پیدا کېږي، دی وایي، بس هماغه چې نه پیدا کېږي، هماغه مې آرزو دی.

د اوسنۍ زمانې ایتییزم، او ګڼ نور فکري مکتبونه پر انسانیت محورۍ را څرخي، او د انسانیت له وحشتونو څخه بیرته انسانیت ته پنا ور وړي.

اوس خبره دا ده چې که انسان تل حریص، قاتل، حسود، عجول، هلوع، منوع، جزوع، ظلوم، جهول، د زور په منطق باوري، وینې تویوونکی، فساد کوونکی او په عین وخت کې تل ځان ته د یوه بل خدای، د یوه مافوق، د یوه بادار په لټه کې، ځان ته په ټیټه سترګه کتونکی، ځان محکوم ګڼونکی، ګناهګار او ګمراه ګڼونکی ګڼونکی پاتې شوی نو بیا دې ولې دومره د سر تاج شي چې ټولې نېکۍ دې بیا هم پر همدغه را خلاصه شي.

سره له دې چې د ځمکې پر مخ هیڅ زنده سری دومره خپل نسل نه وژني لکه انسان، دومره کیسه او حسد نه ساتي لکه انسان، دومره له غیرانساني ځواکونو سره د خپل نسل پر خلاف لاس نه یو کوي، دومره په ځمکه کې کښت او نسل ته زیان نه رسوي لکه انسان، خو په دې ټولو سربېره بیا هم معیار ولې انسانیت دی؟

ولې یو چا ته وایو چې انسانیته زده کړه؟ ولې دا نه ورته وایو چې ملایکتوب، یا پېری توب زده کړه.
که یو څوک انسانیت زده کوي، خو معنا به یې دا وي چې خپل کردار به انساني کوي. یعنې دا چې تل به له بل انسان سره د تفوق، لاسبریتوب، قدرت او ډول ډول ناروا او روا سیالۍ کې وي. تل به حریص وي، تل به د بل په تاوان کې خپله ګټه ویني، او همدغه کار ته به تجارت وایي. د بل په ماتې کې به خپله سوبه ویني، د بل تباهي به خپله فتحه او له بل څخه په زور او غصب اخیستل شوی مال به غنیمت او خدایي داد ګڼي.

ته اوس دا مه را ته وایه چې داکارونه فاسد شوي انسانان کوي. نه، انسان چې له لومړۍ ورځې وزېږي، شیدې په ژړا غواړي، مور او پلار له خوبه وباسي، د هماغه چا غېږې ته ورځي چې خواږه ورکوي. د ماشومانو جنګونه د نیت، ارادې او ماهیت له لحاظه د لویو رهبرانو، فاتحانو او دیکتاتورانو له جنګونو چندان ډېر توپير نه لري.
د “یت” وروستاړی خو نسبتي دی. په هر نامه پورې چې وتړل شي، هغه نامه ته نسبت رامنځته کوي. کله چې موږ انسانیت وایو، خو حتما همدغه د زړو کابلیانو خبره، احمد او محمود او کلبي او مقصود ښیو، او کنه نه، بل څوک ښیو؟ آیا د دوی عملونه د دې وړ دي چې معیار وګڼل شي؟

آیا انسان په عالم مثل کې له تر څه چې اوس دی، ډېر بدل و؟

که یې دیني متنونو ته کړې، نو خدای پاک خو ښکاره وایي چې إن الإنسان خلق هلوعا، إذا مسه الخير منوعا، و إذا مسه الشر جزوعا… انسان ډارن پیدا شوی، چې مال او خیر ور ورسېږي، بخیل دی، او چې شر ور ورسېږي، بیا بې صبره او چیغه پار دی.

كه يې بودایي دین ته کړې، هغوی خو د انسان په اړه لا نورې نورې غږوی. عیسویان انسان تر دې حده مجرم او بد ګڼي چې له سره د بښل کېدلو نه دی.

که د انسان تاریخ ته هم وګورې، چندان تاریخ نه دی. د آدم له دوو زامنو، چې یوه یې بل قتل کړ، بیا د هارون الرشید تر دوو زامنو چې یو د بل خلاف وجنګېدل، بیا د سبکتګین تر دوو زامنو چې په جګړه کې یې تر منځ زرګونه ککرۍ ورغړېدې. د انسان تاریخ له وینې بهېدنې، سختو او وحشیانه سزاګانو، شکنجو، ظلم، تېریو او بربریته ډک دی.
له ډېرو محدودو او لنډو دورو پرته نور د انسانیت ټول تاریخ د انسانانو په وینو ککړ دی. هر سلطنت، هره واکمنۍ یې په ککریو ولاړه او په وینو او ژویو خړوبه ده.

که دا کارونه ټول انسانان کوي، نو دا کارونه بیا ولې انساني ونه ګڼل شي؟ بیا دې کارونو ته ولې انسانیت ونه ویل شي؟ که ظلم، تېری، وحشت، حرص، بخل، فریاد، بې صبرۍ، وهم او غلامي د انسان غالب کردار جوړوي نو بیا انسانیت ولې دغو شیانو ته ونه ویل شي؟

او که بیا دا کارونه انسانیت وګڼل شي، نو بیا هغه ایډیال او نېک حالت چې موږ ټول ورته رسېدل غواړو، څه وبولو؟

تر دې دمه د انسانیت لپاره په ګڼو نورو بدیلونو کې یو مشهور بدیل د خدایيتوب ورکړل شوی دی، خو هلته هم په تعبیرونو کې جدي ستونزه ده. په تېره دا چې انسانانو د خداییتوب په نامه څه څه ونکړل. همدا اوس هم چې انسانان د خپل قدرت او خپلو غوښتنو لپاره یو د بل په زړونو کې مرمۍ تشوي یا یو د بل پر ماشومانو، مېرمنو او سپین ږیرو د اور ورولو تکل کوي نو خدایي نعره، د تکبیره نعره او د الله اکبر ناره پورته کوي.

په بله لیکنه کې به په خداییتوب هم وغږېږو.

27 total views, 3 views today

3 comments

  1. لونګ Reply

    ژوند ژوند قرار صیب… په هره برخه کې مو قلم تر ټولو ښه ځلیږي…

  2. غلام حبیب مالیار Reply

    قرارصاحب کله چه رقابت دی همنوع جاری شی دا ډیربد رقابت دی چه بیولوژی کی ورته دهمنوع رقابت وایی که چیری څو مږکان په یوه وسپنیزقفس کی واچوو اوپریږدو چه ښه وږی شی نو ټول لاس یو کوی او کمزوی موږک خوری ترڅو چه دوه پاتی شی دوی دواړه چه وږی شی په خپلومینځو که سره جنګ کوی او یو پاتی کیږی نوکله چه هغه یو پاتی شو نو له قفس څخه یی وباسی او خوشی یی کړی ترڅو یی چه عمروی بی له موږکه بل څه نه خوری مونږ انسانانو هم 40 کاله کیږی چه خلک وژنو اوس که ټول ملکونه هم له وطنه ووځی نو رقابت به جریان لری الله دی په مونږ رحم وکړی

  3. څارنوال علیزی Reply

    عزتمندو لیکونکو اودرنو لوستونکو :
    تکړه اوغښتلی لیکوال اود مسایلوښه تحلیل کونکی ښاغلی قرار صاحب زموږ یعنی انسانانو دانسانیت خلاف کړنی او اعمال لکه څنګه چی دی کټ مټ یی همهغسی تشریح او ذکرکړی اودانسانیت دنوم سره یی په تناقض دسوال اوپوښتنی په ډول البته داثبات دپاره یادی اولیکلی دی . چی داټول رښتیادی مګر دغه خو فقطهغه اعمال دی چی فاعل یی انسان دی مګردا اعمال انسانی ضد یا انسانیت ضد اعمال دی چی دانسانیت او دانسان دپیدایښت څخه ترختم پوری دخالق المخلوقات چی انسان هم په دغوکی شامل دی منع او حرام بلل شویدی اوهم دبلی خوا ه دغه انسان اشرف المخلوقات ، اکرم المخلوقات اوافضل المخلوقات جوړشوی اودمځکی پرمخ دالاهی احکامو دتطبیق دپاره خلیفه ټاکل شوی اودهمدی مسولیت داداینی دپاره وقتافوقتا انبیا او پیامبران ع مبعوث کړیدی ترڅو انسا ن دانسان او انسانیت په لیاری جوړ او ولاړشی اوکه نه نودسختی جزا وړبه وی .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *