Categories

اعلان

Loading…

تغزل/ لیکوال: یونس تنویر

 که د ښکلا رایه په جمعیت پورې وتړل شي، ممکن هیڅ ښکلا پیدا نه کړو؛ ځکه چې د ښکلا رایه د ذوق مسئله ده. ذوق په فطري لحاظ ،په روحیاتو پورې اړه لري  چې د انسان داخلي، وجوهات هم روح دی؛ مګر روح یو غیر مادي څیز دی. انسانان د روح په واسطه ژوند کوي؛ خو د روح  وجود  تر اوسه د لمس کیدو وړ نه دی. دا یو مجرد او نه لیدونکی شی دی؛ خو د محسوساتو او معقولاتو په واسطه یې درک  کولای  شو.

    د روح ازادي او سکون د انسان د ژوند اړینه خاصه ده. او د هنر آزادی د هنرمند اړتیا ده. کنه هیڅکله به دغه سړی د هنرمند په سترګه ونه ګورم، تر څو چې هنر یې د ذوق  تخلیق نه وي ګرځولای. شعر هم د هنر آعلی ټولګی دی، چې لطیف احساسات  مو را پاروي. او په دغه ټولګي کې غزل هغه ممتاز شاګرد دی، چې د هنر ټولې، ځانګړنې  یې خپلې کړې دي.

    کله چې په غزل خبره کوو نو تغزل مو فکر ته نیغ  ودریږي، چې دا کوم کیفیت دی؟ مګر دا کیفیت رایج شوی روایت نه دی چې د تعریف غيږې ته ځان  وسپاری. هغه د ویکتور ویګو خبره 🙁 څه ګټه نه لري؟ ښکلی دی آیا همدغه کفایت نه کوي.) بلکې داسې یې  ګڼلای  شو چې تغزل د غزل روح دی.

     د غزل فني بارکي او سوري جوړښت: چې د تورو صوتیت، د کلماتو او معنا تناسب د فکري، عاطفي، تخییلي واهمو څخه ترکیب شوی او د موزون کیدا سره یې په موسیقیت، قافیه، ردیف او تصویر کیدو هم اډانه لري. او د دغه توکو په رڼا کې د عشق هغه نازک احساس او د حسن هغه نازک انداز چې د وینا انداز یې فطري راښکاره شي، د تغزل اهمې باریکۍ دي.

    په عام ډول تغزل د حسن او عشق عملي انځورونه، د نفسیاتو ترجماني، د نازکو او لطیفو مضامینو تمثیلول د غزل د نازکۍ  محتوا ګرځي او همدغه ملایمت مو د تغزل له کیفه برخمن کوي.

     په خاص ډول همدغه داخلي تمایلات او مشاهدې، چې د جمال نازک انداز او د عشق نازک احساس چې د بیان پیرایه یې په تلازمه انداز سره شوې وي، تغزل دی. لکه: په لاندی بیتونو کې د حسن او مینې مشاهدې:

ځي پلو لره دې لاس بې اختیاره

جوړ څوکۍ ته دې حسن ځواني راغله

(حمزه بابا)

وسوسه دې د حیا اخیر تقوا شوه

ما چې خوله درنه غوښته تا استغفار کړ

(ناګار)

نیم نظر یې دومره پوی کړم په محفل کې

مجبوري لري د عشق غوندې ښکلا هم

(پسرلی)

کله چې د غزل لغوي معنی 🙁 د ښځو سره خبرې کول دي ) او د حمزه بابا قول : ( غزل د نازک اشاریت نوم دی ) او د استاد مرحوم پسرلي په وینا : ( په شیدا کې تخیل زیات او تغزل کم دی ) او د استا د ناګار دغه بیت چې وایي:

د میدان د تکبیرو انځورګري ده

د ناګار د تغزل کیسه تمامه

ځیر شو او د دغو نظریو پلټنه وکړو؛نو د تغزل په درک به وپوهیږو. هغه له دې وجې چې غزل د نازک  اشاریت نوم دی.د ښځو سره خبرې کول دي. مګر تغزل د غزل د ندرت او نازکیت تر ټولو لوړ جواز لري او لغوي منعا یې له اثر او تاثیر سره نظم کونه ده، عشقیه مضامین دي.

که د شیدا کلیات په غور سره ولیدلای شي، په دې به پوی شئ چې همدغه د حسن او عشق عملي تجربې، مشاهدې او د جمال آزادنه اظهار او د مینې ملایم احساس به ډیر کم وي.

استاد پسرلی د شیدا د تغزل کمی، د هغه زیات تخیل اندازي ګڼي، دی زیاته وي چې: په لفظونو کې د فارسي خوا ته زیات میلان لري او جمله بندي یې هم د فارسي بڼه  غوره کړې ده لکه :

هرګز مه نغاړه لمن زما کشتن ته

دي مې وچې لکه برق د صورت وینې

شیدا

په توندی کوه علاج د سرکشانو

د آتش لمبه په آب د ګوهر نه مری

(شیدا)

ما لباس ورپسې رنګ د ګل په شان کړ

لکه بوی هسې مې ووت له آغوشه

(شیدا)

      خو د دې سره سره شیدا د غزل استاد شاعر دی؛ ځکه چې  ده  د هندي سبک ټولې ځانګړنې پښتو شاعرۍ ته بشپړې کړې دي.

   د استاد پسرلي په وینا: ( هغه څوک چې د هندي سبک ریښتینی پیرو دی، هغه کاظم خان شیدا دی. )

    مګر د شیدا  لوړ تخیل یو داسې ملایمت لري چې د تغزل ګمان پرې  کیدای شي. تاسو یې لاندی بیتونه وګورئ:

د زرې په شان یې وجد کړم له شوقه

په نظر چې مې هر چیرته آفتاب راشي

(شیدا)

سترګې پورته په ادا زما آفتاب کړې

که فتنه شوه د سحر په وخت بیداره

(شیدا)

مګر تا دی ارایش د جمال کړی

د تمام شهر نن در و دیوار زیب کا

(شیدا)

 او که شیدا  تغزل هم وړاندې کړی، نو په ډیره استاذۍ سره یې تر سره  کړی دی. د مثال په توګه:

ستا نګاه به څه اثر کا په خاکسارو

چې له کبره دې باڼه ګوري اسمان ته

او یا

التفات یې راتــه سترګې همره نه کا

لکه شوخ آهو چې وګوري په رم کې

   او که د استاد ناګار همدغه غزل پوره وکتل شي ؛ نو د مقصدي شاعري ،یوه نمونه ده او کوم انځورونه چې لري، هغه په خپل ذات کې آعلی شاعري ده. خو د تغزل کیفیت چې استاد هم ورته قایل دی نه لري. چې یو څو بیتونه یې دادي:

اور د ســــترې قربانۍ لاپخه نه کړه

د مـــــــلت د سرنوشت خبره خامه

د اسلام له واکمنۍ پرته سازش دی

پر تــاریخ د انقلاب نـــه کــړې بدنامه

چې پــرې تل جهان د ظلم نـــړیدلی

غږ وه هغه شـــــپیلۍ له خپله بــامه

سندریون ۳۴ـ ۳۵ مخ

   هغه شاعران چې لفظي غنایت، رواني درک، د مینې او عشق راز، عرفاني مشاهدې او کشفونې، چی د جلال او جمال رښتیني تصویرونه وي، د ادبی فنونو د استعمال قدرت، شاعرانه تلازمه، د حسن له مجازه او حقیقت څخه خبر وي او دا ټول یې په منفرد اسلوب کې وړاندې کړي وي، هغه ته متغزل شاعر ویلای شو. حمزه (رح) د تغزل په اړه ویلي دي : تغزل داسې کیفیت دی چې په الفاظو یې تشریح نه شې کیدای؛ مګر د چاچې د غزل سر فطري اړیکې وي، هغه تغزل په وجداني ډول محسوس کولای شي. د مثال په توګه: د انګورو او مڼو په ذایقه کې فرق شته او محسوس کوو یې، ليکن په الفاظو کې یې د هغه د فرق اظهار نه شو کولای ؛ځکه چاچې په فطرت کې د ذوق څومره برخه راوړې وې هغومره د تغزل په ادراک پوهیدلای شي. لکه په لاندی بیتونو کې:

حسن هم له ځانه ناقراره وي

ښکاري د رنګونو له پروازه یې

( محمد صدیق پسرلی)

د بنګرو په شرنګ سجده شوه سندریزه

موسیقي یې کړه حلاله په لمانځه کې

(فضل ولی ناګار)

خوا یې څه له په کتو شي رانه بده

وي جذبــــې د لیونو حسن نــوازې

(نورالحبیب نثار)

مسکیتــوب دې او بهــار خــو دواړه یــو دی

دلته غونډ دی په یو ځای کې هلته خور دی

یونس خلیل

ته لااوس لکه غنچه په غوړیــــدو یې

د ښایست خبرې لاړې په جهان ستا

خوشحال خټک

هره ورځ یې چې رخصت کړم زړه ته وایم

د تــا حــال به ورتـــه وایــم که بــیا راغلـــه

رحمت الله درد

    د دغو استدلالونو له مخې ویلای شو چې: تغزل د حسن د نازک نه دنازک انداز او د عشق د نازک نه نازک احساس چې د بیان پیرایه یې په تلازمه انداز سره شوې وې ، تغزل دی.

د تغزل اهمې اجزا په لاندې ډول دي:

داخلي وحدت :

     داخلی وحدت د تورو، کلماتو او معنا هغه تناسب دی، چې په کلام کې په تلازمه انداز سره پیل شوې وي.

     داخلي وحدت د غزل په خارجیت او داخلیت کې داسې اهنګین تناسب پیداکوي، چې توري، کلمات او معنا پکې نسبي خپلوي ولري.

دا ډول وحدت په دوه ډوله ښودلی شو:

الف: یو ډول یې تناسب دی چې الفاظ او معنا پکې نسبي خپلوي ولري، او یا د یوې کورنۍ غړي وي. لکه: لوګی او اور، یا په لاندې بیتونو کې:

د غوټۍ د رباط ور په وا کیدو دی

قافله د رنګ وبو درومي سبا شو

شیدا

   د قافلو تم ځایونو ته رباط ویل کیږي ، شیدا د غوټۍ ګل کیدل د رباط  ور سره شباهت ښودلی دی، ځکه قافلې به په سهار کې له رباطه وتې. رنګ او بو ( وږمې ) یې د قافلو سره تمثیل کړې دي، چې غوټۍ ،وږمې او رنګ د یوې کورنۍ غړي دي. او خپلو کې نسبي خپلوي لري.

    په بدیع کې د تناسب صنعت ته  مراعات النظیر ویل کیږي، مګر د هر مراعات النظیر بیت ته تغزل نه شو ویلای. کوم مثالونه چې دلته وړاندې کیږي، هغه به په تغزل پورې اړه لري . په تغزل پورته خبرې وشوې. همدغه تغزلیه تناسب د حمزه په شاعرۍ کې ډیر پیدا کیدونکی دی. لکه:

که ماړه دې د دیدن هم پکې شمار کړم

غنمرنګه! ستا د وصل نهـــر ډیر دي

     په پورته بیت کې د ماړه، غنمرنګه او نهر ترمنځ د غنمو مناسبت پورت دی او له دیدن سره مو د تغزل په کیفیت خبروي. او یا په لاندې بیتونو کې تناسب:

چې رقیب ته په خندا شي شمه رویه

لکه دود دې له مــحفل نه په واته شم

حمزه بابا

مسکۍ چی شمه رویه شوې، اغیار ته ستا مین

مــحفــل نه د لــوګو غونــدې پـــریشانه وواتــــه

حمزه بابا

آشنایي لکه سرود په اتـــــفاق شـــي

نغمه کله کا چې وي پکې یو تار سست

علی خان

ما لباس ورپسې رنګ د ګل په شان کړ

لکه بوی هسې مـــې ووت له اغوشــه

شیدا

چې په لومړي نـــــظر خوب درنه ولي

هغه مهروی نه دی مهرویو کې شمار

کړاو

     داستاد ناګار او عبدالباري جهاني بیتونه رانقلوو، چې کوم په داخلي وحدت کې د تناسب جام اخستی دی او د تغزلیه بیتونو فتوا پرې  ورکولای شو.

جهاني تا چې یې پلو کې جنتونه لیدل

هغه ملالی دې سرتورې ګرځیدلې پرون

استاد ناګار وایی:

کابلۍ شولې سرتورې ګدا ګرې

اوس د زلفو صدقه شم که خیرات شم

   د پښتنو په روایاتو کې دا خبره عامه ده، چې چاته دلاسه ورکوو؛ نو ورته وایو چې: قرباندې شم، صدقه دې شم، مګر استاد ناګار د قربان پرځای خیرات راوړل ځکه ښه ګڼلي دي  چې د ګداګرۍ سره تناسب لري، د زلفو نه صدقه د مینې یوه مرموزه لاره ده، د عشق یو تصویر دی.  خیرات چې د ګداګرۍ سره تناسب لري، یو تراژدیکه صحنه راکوي. نو استاد ناګار دوه تصویرونه ترسیم کړي دي چې یو د مینې او بل د تراژیدۍ دی.  جهاني یوازې تراژیديکه  صحنه انځور کړې ده؛ نو اوس مجبورآ چې ووایو: د ناګار په بیت باندې د تغزل اثرات ډېر دي. جهاني  یو حالت ترسیم کړی دی؛ مګر ناګار د عشق هغه نازکه پرده راښودلې ده چې د عاطفې رنګ ډیر پرې خور دی.

    د روس ښکیلا کګرو فوځونو چې پر افغانستان یرغل راوړ، نو خلک مجبور شول، چې هجرت وکړي. اکثره د تورخم پر لار، پاکستان ته واوښتل . همدغه صحنه د ولسي ادب په دغه لنډۍ کې وګورئ:

چا یې پلو لیدلی نه وو

اوس د جمرود په غاړه ځي سرتور سرونه

     دغه لنډۍ له جهاني صاحب نه استاد ناګار ډیره داخلیت ګرځولې ده او خپله استاذي یې ښکاره کړې ده. د ناګار بیت د تناسب یو لوړ مثال ګڼلی شو او هم ورته غزلیت ویلی شو.

ب: تلازمه:

     په لومړي  ډول کې لفظونه په خپلو منځنو کې نسبي خپلوي درلوده؛ مګر په دوهم ډول کې لفظونه او معنا د معنوي شراکت له وجې خپلو کې، تناسبات ساتي. لکه: نګهت او پریشاني یا لکه: داغ او غاټول یا په لاندې بیتونو کې:

پلار مو د غنمو دانې ویست له جنته

زه لا تمه دار د غنمرنګو د وفا یم

حمید مومند

   پورته بیت کې د آدم (ع) کیسې ته اشاره شوې ده، چې د غنمو د دانو په خوړلو له جنته راویستل شو، چې یوه تلمح ده او شاعر همدغه د خیټې د هوس کمزوري اسمي صفت ګرځولې او هم هغه حالت د غنمرنګو د وفا ، کمزوري  لپاره یو استدلال دی. مګر مومند یې د وفا تمه کوي. چې آدم (ع) (پلار) غنم او غنمرنګ چې په پورته بیت کې یې داخلي وحدت تعقل کړی دی. او یا په لاندې بیتونو کې:

همره نه دی ژوند لمری مخیه

چې راټول به کــــړم زرې زړه

تنویر

    پورته بیت کې( لمرمخی) او( زرې) خپلو کې  تناسبي خصوصیات لري. د هوسۍ مجلې په پاڼو کې ، مې د جلان په دغه بیت سترګې ولګیدې:

د رنجو باران به چیرته وي جلانه

پسې ګرځي د شیبو غوندې یو څوک

    د جلانه په بښنې سره په پورته بیت کې، مې لاس وهنه وکړه او داسې مې جوړ کړ، ترڅو چې داخلي وحدت مو پیدا کړی وي:

د رنجو باران به چیرته وي جلانه

پسې ګرځي د لیمو غوندې یو څوک

    ممکن د پورتني بیت څخه په دوهم بیت کې داخلي وحدت ډیر وي، ځکه چې ، لیمه د رنجو سره ډیر تناسب لري او لیمه د نه ښکاریدو علامت هم دی. لکه: حمزه بابا چې وایي:

تاته مخامخ یم خو مانه وینې

داسې راته ښکارې چې لیمه دې کړم

او یا لاندی څو نمونې یې هم وګورئ:

چې جمال وته دې ګورم حیرانیږم

خدای په ما باندې یوسف د زمانې کړې

خوشحال خان

د وریځو زړه را ډک شو وریدو ته

چانچوړې په منګول کړې زلفې ستا

حمزه بابا

د ګوګل دنیا مې پټه پټه سوزي

یوه ورځ به سر بلند لکه چینار شم

مصطفی سالک

شرابي شونډې بیا مرۍ مرۍ شوې

بیا بې دریغه پیمانه – پیمانه کیږي

نثار

   په تغزل کې د تورو، کلماتو، معنا او شاعرانه انداز په وړاندې  کولو سره باید داخلي وحدت هم تعقل وي،  همدغه یوالی باید د غزل په اجزاوو کې  څرګند وي، د غزل با ذوقه او استاد  شاعران د دغه وصولو په رڼا کې یو لړ تضادونه رامنځته کوي.

تضاد:

   مونږ هر بیت ته چې په  تضاد یا طباق، تناسب او داسی نورو … صنعتونو پورې اړه لري تغزل نه شو ویلای، ځکه چې تغزل په افاقي رجحاناتو کې د ذوقې جمال او د عشق ښکاره بریدونه لری  چې په پورته خبرو کې یې سپیناوی شوی دی. د طباق د صنعت دا بیت ګورو چې  وایي :

خوشحالي د یار ژوندون خفګان یې مرګ دی

مرګ او ژونـــد دواړه پیښـــیږي اشــنایۍ کې

     په دې خو اوس  د غزلیت فتوا نشو ورکولی؛ ځکه هغه صنعتونه چې باطني، کیفیت یې په شعوري  ډول د تغزل فني  عنا صرو، ونه لري،  په تغزل کې يې  نه شو را وستلی. او یا د حسن د مشاهدې او د عشق مجاز او حقیقت یو داسې ، پنځونه وي چې خیالي علت یې حقیقي  استدلال ګرځولی وي. په تغزل کې را وستلی شو. مثلا د حسن تعلیل دا نمونه چې رحمت الله درد وړاندې کړې ده:

ساه یې خوب کې ځکه لنډه لنډه کیږي

په سینه باندې یې پروت دی بار د زلفو

   تغزل د ادبي  فنون سره تړلې اړیکې لري؛ مګر په هنري محیطونو کې د شکلیاتو او د معنا د مترنم امتزاج او یا د پاسنیو اصولو سره مطابقې خبرې وي، اړیکې یې د منلو دي. مثلا د تجنیس:  د تغزل په خارجیت کې ښه رول لوبولای شي؛ ځکه د تورو صوتیت د اهنګینې ،ژبې لپاره ډیر مهم دی او د صیقل شویو لفظونو غوراوی، غزل د هنر او موسیقیت معیار ته رسوي. همداسې په لفظي او معنوي صنعتونو باندې هم اډانه لري، مګر د خپلو اصولو مطابق چلند باید ورسره وشي، چې هغه د حسن او عشق نازکې مشاهدې او تجربې دي.

پورته مو په تضاد خبرې کولې چې دلته یې یو څو نمونې وړاندې کوو. شیدا وایي:

ستا نګاه به څه اثر کا په خاکسارو

چې له کبره دې باڼه ګوري اسمانه ته

     فطري خبره ده چې بڼو تل خپل سرونه اسمان ته نیولي وي ،خو کله چې خاکساري ورسره یوځای شوې، نو تضاد یې رامنځته کړی دی؛ بلکې شاعر په حسن تعلیل او طباق باندې تغزل رامنځته کړی دی او یا د سالک او درمل په بیتونو کې تضاد. سالک وایي:

دغه لمر مخی که نقاب وتړي

زما په سترګو به رڼا راشي

درمل وایي:

دا اوازه د کوم لمر مخي د راتله راغله

لاس راکه لویږمه په سترګو مې تیاره راغله

   د دغو دوو  بیتونو د مضمون د وحدت سره- سره ، سالک متضاد استدلال  بیانوي  ، د لمر مخي   په نقاب کې د خپلو سترګو د نظر د راتلو هیله لري. دا د عشق نازکي  ده  چې د معشوق د حسن اعلی کیفیت دومره منفرد  کړي، توا  مونږ دا ګومان کوو چې معشوق  یې د لمر نه هم سیوا جلوې لري او د هغه مخ ته کتل لکه: د لمر سره د سترګو جنګول وي، نو سالک د سترګو په همدې جنګ کې ناکامه دی. ځکه لمر ته چې سړی وګوري نو په سترګو یې تیاره راځي.

    مګر د درمل مبلغ تخیل روانشناس دی دحسن انداز په نفسیاتي ژبه بیانوي. یعنې د لمر مخي یار په راتلو ( حلانکی چې لیدلای  یې هم نه دی ) د ده په سترګو تیاره راولي؛ خو  لمر تل رڼاوې لرې چې دا د تضاد یو ډیر پرمختللی شکل دی. چې د استاد پسرلې په شاعرۍ کې همدغه تصویر ژوندی دی:

ما نه خو د حسن جلوو ورکه کړه

لار به ورکیده به ترږمیو کې

     په پورته بیتونو کې د تغزل هغه موندنې دي، کوم  چې  یې تضاد په ډیر پرمختللي شکل رامنځته کړی دی.

     د پښتو ادب د معاصر غزل سالار امیر حمزه خان شینواري او په واسنی دور کې د مصطفی سالک تله، په همدغه صنعت کې درنې دي چې د تغزل ښې، نمونې پکې لاسته راځي. لکه: د حمزه په دغه بیتونو کې:

ښکلیه ستا د دیدن تږی شو لاتږی

څه تاثیر د دې اوبو دی چې پرې سیر شو

یا:

خپله وفا به یی اخیر کی اوچت

ستا د نظر نه پریوتلي خلک

او یا د سالک په لاندی بیتونو کی تضاد:

دلته اور اوبه تضاد نه دي واعظه

اور ورینه یې ځواني شي چی لمده شي

***

سیوری مې  یاري راسره نه کوي

راغی اخر ستا د هجر لمر په سر

او ځینې نورې نمونې یې په لاندې بیتونو کې وګورئ:

په اسانه چې رانغلو

ځکه یار په حمزه ګرانه شو

حمزه بابا

هغه به چیرته ځان د لمر په ایینه کې ګوري

نور مې نظر پسې د ستوریو په غبار کې بایلود

احسان الله درمل

    مرحوم استاد تقویم الحق   کاکاخیل غزل د مینې هر تصویر، هر خیال، هر اړخ  چې په مین څه تیریږي؟حسن چې څه کوي او څه نه کوي؟ د دغه ټولو صحیح تصویر او رښتیني اواز ته غزل وایي.

   او بیا د ښه غزل ګو شاعر په هکله کاږي: (ښه غزل ګو شاعر هغه دی چې د حسن نازک نه نازک انداز او د عشق نازک نه نازک احساس یې د نظر نه پټ پاتې نه شي او بیا په ژبه دومره قابو وي چې د الفاظو داسې ګرفت یې پرې  کړ وي  چې د مضمون هر اړخ صفا څرګند او په ډیر خوږه انداز یې  پیش کړي .

اخذونه:

۱ خلیل، حنیف ائنیه ( دانش کتاب خپرندویه ټولنه پیښور ) ۲۰۰۱

۲ روهی صدیق الله ، شعر پیژندنه

۳ مضراب ، سریزه حمزه بابا

۴ هوسۍ مجله

۵ لپه مجله د استاد محمد صدیق پسرلی سره مرکه

۶ زما بیلابیل یادښتونه

۷ څپه لومړۍ ګڼه د تغزل لیکنه ( لیکوال یونس تنویر )

7 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *