Categories

اعلان

Loading…

خصوصي سيکټور ولي له ستونزو سره مخ دی؟/ ژباړه:نورالباري مل

په تېره لسيزه کې تر پام‌وړ ودې وروسته د افغانستان اقتصاد له تېرو دوو کلنو راهيسې بيرته مخ پر ځوړه روان دی. يواځينی لامل يې دا دی چې د نړيوالو وسلوالو ځواکونو تر وتلو وروسته نړيوالو پانګوالو او مرستندويه بنسټونو هم افغانستان ته شا ګرځولې ده. نوي څېړنې ښيي چې د هېواد خصوصي سيکتور به په هېڅ صورت هم د نړيوالو مرستندويانو تشه ډکه نه کړای شي.

د سټوکولم د سولې نړيوالې څېړنيزې ادارې (SIPRI) څېړونکي د اکتوبر پر ۱۲مه په يوه خپاره شوي راپور کې وايي چې “ د افغانستان د اوسنۍ اقتصادي ودې ماشين د دې هېواد خصوصي سيکتور نه دی”

د ناکامۍ لامل؟

څېړونکي د اغېزناک او پايښت‌وړ خصوصي سيکتور د نه رامنځته کېدا په عواملو کې اقتصادي سرچينو ته نا انډوله لاسرسی، ناسم ولسي خدمات، ناسم امنيتي حالات، او د حکومت ناوړه فعاليتونه يادوي.

د افغانستان اقتصاد له رسمي، غير رسمي، ناقانونه اقتصادي فعاليتونو، او نړيوالو مرستو څخه رغېدلی دی. د SIPRI د څېړنو له مخې د افغانستان خصوصي سيکتور د دې هېواد د کورنيو توليداتو په ټوليز ارزښت(GDP) کې فقط له ۱۰ څخه تر ۱۲ سلنې پورې ونډه لري.

له ۲۰۰۲ راهيسې نړيوالو افغانستان ته پلنډې پلنډې پيسې د بيارغونې او په هېواد کې د ډيموکراټيکو بنسټونو د رامنځته کولو لپاره لګولي دي. د امريکا د حکومت د وړاندې کړيو مالوماتو له مخې يواځې امريکا د افغانستان د بيارغونې لپاره په ملکي برخه کې تر ۱۰۰ميلياده زيات ډالر لګولي دي.

نورو هېوادونو هم له افغانستان سره لسګونه ميليارده ډالره مرستې کړې دي. د نړيوال بانک په وينا يواځې په ۲۰۱۰ کال کې له افغانستان سره ټول ټال ۱۵.۷ ميليارد ډالره نړيواله مرستې شوې ده چې دا د افغانستان د کورنيو توليداتو د ټوليز ارزښت (GDP)  له ۹۸ سلنې سره برابرېږي. خو پر دې هر څه سربېره بيا هم د افغانستان خصوصي سيکتور ولي پر خپلو پښو نه ودرېد؟

د دغه نوي خپاره شوي راپور ليکوالان وايي چې n پخواني ولسمشر حامد کرزي اداره، چې تر ۲۰۱۴ پورې واکمنه وه، لېوالتيا او وړتيا يې نه لرله چې د هېواد بنسټونه پر پښو ودروي. “په سياسي چارواکو کې د لېوالتيا او وړتيا د نه شتون له امله رسمي اقتصادي بنسټونه بې‌کيفايته دي، او په پراخه پيمانه ناسمې او ناکامه اقتصادي تګلارې او کړنلارې شتون لري.”

د دې تر څنګ د افغانستان دولت او مرستندويانو په بشپړه توګه د افغانستان پر کليدي پراختيايي اړخونو، لکه سوداګري، ټرانزيټ، زراعت او صنعت، باندې تمرکز نه وکړ. څېړونکي زياتوي چې د نړيوالو مرستو په ټوله لومړۍ لسيزه کې د مرستندويانو ګرد پام پر امنيتي او غير زېربينايي پراختيايي چارو باندې غونډ وو، چې په پايله کې يې د دوي په وينا اړين زېربنايي کارونه په بشپړه توګه له پامه غورځېدلي پاتې دي.

نور بيا…

بدلون اوونيزه\لومړی کال/ ۴۹مه ګڼه/چهارشنبه/ تله/۲۹/ ۱۳۹۴

11 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *